د شايعاتو پر وړاندې د مؤمن دريځ!

شعیب أحمد

په ټولنه کې د شایعاتو خپرېدل د زړونو یووالی له منځه وړي، باور کمزوری کوي او د دښمن د موخو د تحقق زمینه برابروي، شایعه د اور لمبه ده، چې که پر وخت مهار نه شي، د امت یووالی او ثبات سوزوي. دا پدیده د فکري جګړې له مهمو وسایلو څخه ده چې دښمن پرې د امت معنوي بنسټونه زیانمنوي.

قرآن کریم مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې د هر خبر د منلو مخکې تحقیق وکړي، ځکه بې‌تحقیق خبره د فساد لامل ګرځي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا…» (الحجرات: ۶)

دښمنان چې کله د وسلې له لارې بری نه شي ترلاسه کولی، د ذهنونو جګړه پیلوي، هغوی د تبلیغاتو، دروغو او افواهاتو له لارې د امت په صفونو کې وېره، بې‌باوري او نفاق خپروي، د دې جګړې موخه دا ده چې د امت ایماني باورونه کمزوري کړي او خلک له خپل نظام، رهبرۍ او یووالي بې‌زړه کړي، دا یوه داسې جګړه ده چې د وسلو پر ځای د کلماتو، رسنیو او اذهانو له لارې پر مخ وړل کېږي.

اسلام د هرې خبرې د تصدیق امر کړی دی او د بې‌مسؤلیته خبرو د خپرولو پر ضد يې سخت خبرداری ورکړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«کفى بالمرء كذباً أن يحدث بكل ما سمع.» (رواه مسلم)
یعنې د انسان لپاره دا دروغ بس دي چې هر څه چې واوري، هغه بیان کړي، دا حدیث د خبر د تصدیق ارزښت څرګندوي، ځکه بې‌ځایه د خبرو خپرول د امت د ګډوډۍ او فکري انارشۍ سبب ګرځي.

هره شایعه یو هدف لري، او تر ټولو ستر هدف یې دا وي چې د نظام او مشرتابه پر وړاندې شکونه رامنځته کړي او خلک له خپل ایمان او وحدت څخه بې‌پرې کړي، دښمن هڅه کوي چې ملتونه له دننه راچپه کړي. قرآن کریم د داسې کسانو په اړه وایي: «إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ…» (النور: ۱۹)
دا آیت د هغو خلکو د روحیې انځور وړاندې کوي چې د افواهاتو او بدخبرونو په خپرولو خوښي محسوسوي.

شایعات یوازې فکري ګډوډي نه رامنځته کوي، بلکې د یو ملت د باور، یووالي او اعتماد بنسټ له منځه وړي، د شایعاتو اور د تورو جګړو نه هم خطرناک دی، ځکه دا د زړونو او ذهنونو جګړه ده. که خلک بې‌پروا شي، نو د دښمن اهداف د دوی په وسیله پوره کېږي.

مؤمن هغه څوک دی چې د عقل او ایمان تر منځ توازن ساتي؛ نه د احساساتو ښکار کېږي او نه د هر اورېدلي شي تر اغېز لاندې راځي، هغه پوهېږي چې هر خبر، هره ادعا او هره تبصره باید د عقل، تقوی او د حقیقت د معیار په تله کې وازمویل شي. له همدې امله، مؤمن د هرې اورېدلې خبرې منبع (سرچینه) او مقصد (موخه) ته پام کوي، څو د دروغو او فریب ښکار نه شي.

الله تعالی په قرآن کریم کې دا اصل داسې بیانوي:
«وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ، وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ…» (النساء: ۸۳)

یعنې کله چې دوی ته د امن یا وېرې کوم خبر ورسي، بې‌له پلټنې یې خپروي؛ حال دا چې که یې رسول او د دوی مشرانو (اولوالامر – د علم او مسوولیت خاوندان) ته ورګرځولی وای، نو هغوی به یې سمه څېړنه کړې وه او حقیقت به یې معلوم کړی وای.

دا آیت د مؤمن لپاره یو اخلاقي او فکري اصل ټاکي:
کله چې د ټولنې د امنیت، سیاست، یا نظام اړوند یو حساس خبر خپرېږي، د مؤمن مسؤلیت دا دی چې بې‌له تحقیق او تصدیق، هغه نه خپروي. د اسلام پیغام دا نه دی چې مؤمن باید بې‌پروا وي، بلکې دا دی چې مؤمن باید مسؤولانه او هوښیار وي.

په دې آیت کې دوه مهم ټکي دي:
۱:- “أذاعوا به” – یعنې هغوی سمدستي دا خبر خپروي، دا د بې‌پروا، احساساتي او ناپوه خلکو عمل دی.
۲:- “ولو ردوه إلى الرسول وإلى أولي الأمر” دا د اسلامي فکري نظام اصل دی، یعنې مهم خبرونه باید د هغو خلکو له لوري وارزول شي چې پوهه، تجربه او مسؤلیت لري؛ لکه عالمان، مشران او د امت رهبران.

دا آیت موږ ته دا درس راکوي چې د امت فکري ثبات د «دقیقې مطالعې او مشورې» په توازن کې دی، نه د شایعاتو په خپرولو کې. مؤمن باید د فکري نظم ساتونکی وي، نه د ګډوډۍ خپروونکی.

په بل عبارت، دا آیت د خبر د مدیریت، رسنیز مسؤلیت او فکري اعتدال لپاره یو الهی قانون دی. مؤمن څوک دی؟ هغه چې د ژبې او ذهن تر منځ پوله پېژني، د عقل او تقوی تر منځ توازن لري، او د خبرو د خپرولو پر مهال د امت خیر ته پام کوي، نه د دښمن تبلیغ ته.

د اسلام امت د امانت او صداقت امت دی، هر مسلمان باید د امت د عزت او ثبات ساتونکی وي. هغه څوک چې بې‌پلټنې خبرې خپروي، د دښمن د تبلیغاتو برخه ګرځي، که یې اراده وي او که نه. دا یو ستره فکري او ایماني مسوولیت ده چې مسلمان باید د خپلې ژبې او بیان څخه د حق په لار کې کار واخلي، نه د باطلو د پیاوړتیا لپاره.

د رسنیو رول هم ډېر مهم دی، ځکه رسنۍ د افکارو جوړوونکې دي. که د امت رسنۍ بې‌پلټنې شایعات خپروي، دا د ملت د فکري امنیت پر ضد خیانت دی. اسلامي رسنۍ باید پر امانت، صداقت او د امت د خیر پر اساس عمل وکړي، نه د بهرنیو اجنډاوو پر اساس.

کله چې مؤمن یو شکمن خبر اوري، د تقوی، عقل او پوهې په رڼا کې یې ارزوي. هغه هڅه کوي چې د اعتماد وړ سرچینې ومومي او د باطل پروپاګند تکرار نه کړي. دا چلند د فکري مقاومت نښه ده او د مؤمن د ثبات څرګندونه کوي.

موږ د ایمان، غیرت او بیدار فکر لرونکی امت یو. راځئ چې د هرې شایعې، منفي تبلیغ او افواهې پر وړاندې د قرآن او عقل په رڼا کې ودریږو. الله تعالی فرمایي:
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…» (آل عمران: ۱۰۳)
یعنې د الله د رسۍ څخه ټینګه نیونه وکړئ او مه وېشل کېږئ، په همدې توګه، د افواهاتو پر وړاندې مقاومت نه یوازې د عقل غوښتنه ده، بلکې د ایمان یوه برخه هم ده.

Exit mobile version