د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! نهه ویشتمه برخه

أبو ریان حمیدي

د مکې د لښکر شمېر:
د هجرت دریم کال و، د شوال د میاشتې اوه ورځې وتلې وې، د مکې مشرکینو د نورو ګاونډيو قبیلو سره په همغږۍ باندې درې زره کسیز لښکر چمتو کړ، په لښکر کې د قریشو پنځلس ښځې هم ورسره وې، غلامان او مینځې هم ورسره وې، تر څو په غزلو او راپارونکو شعرونو باندي د جنګیالیو مورال پیاوړی وساتي.

د لښکر عمومي مشر أبو سفیان و، لاندي ترې واړه قوماندانان هم وو، چې هر یوه د خپلو افرادو مشري په غاړه اخیستې وه، په دې جګړه کې أبو عزة الجمحي هم برخه اخیستې وه، هغه چې په بدر کې بندي شو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم له فدیې پرته ازاد کړ، او دا تعهد یې ترې اخیستی وو، چې نور به د مسلمانانو په وړاندي جګړه کې برخه نه اخلي، خو هغه دا تعهد مات کړی و، او دا دی دا ځل بیا د مسلمانانو په وړاندي د جنګېدونکي لښکر برخه‌وال وو.

چېرته مشرک او چېرته په وعده وفا!

د سپرو مشر خالد بن ولید و، مرستیال یې عکرمة بن أبو جهل و، د لښکر توغ له بنو عبد الدار سره وو، درې زره اوښان او دوه سوه آسونه ورسره وه، چې ټوله لار څوک پرې سپاره نه شول او اوه سوه زغرې ورسره وې.

دا د عَدد او عُدې په اعتبار د مسلمانانو تر لښکر ستر او ځواکمن لښکر په خورا جوش او ولولو سره د مدینې پر لور رهي شو، په داسې حال کې چې سینې یې د انتقام له لمبو ډکې وې، د بدر د ویرجنې پایلې د کسات اخیستلو په پار یې د مدینې لاره ونیوله.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم استخبارات خبر راوړي:
عباس بن عبد المطلب په مکه کې وي، هغه د دښمن ټول تحرکات څارل، کله چې د کفر لښکر له مکې وخوځېده، عباس سمدلاسه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مدینې منورې ته یو قاصد ولېږه، په یو لیک کې یې د دښمن د خوځښت او نظامي تیاریو خبر ورکړ، قاصد د مکې او مدینې تر منځ پنځه سوه کیلو متره لاره په دریو ورځو کې ووهله، او په ډېرې چټکۍ سره یې ځان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې ورساوه، چې هغه په مسجد قباء کې و، او د عباس لیک یې ورته وسپاره، په دې لیک کې د دښمن شمېر، د پوځي او نظامي ځواک سطحه، دا راز د دوی د خوځښت یادونه شوې وه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې په دې یوې استخباراتي سرچینې بسنه ونه کړه، بلکې حباب بن منذر یې هم د قریشو پر لور ولېږه، تر څو معلومات نور هم کره کړي، هغه چې راغی هم همدا معلومات یې تائید کړل.

خو د دې لپاره چې د مسلمانانو مورال کمزوری نشي، د کفارو له ځواک نه په وېره کې نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم همدغو صحابه کرامو ته وویل چې دا معلومات پټ وساتي، نور څوک پرې خبر نه کړي.

د اضطراري حالاتو لپاره د مسلمانانو تیاری:

په مدینه منوره کې د اضطراري حالاتو په وړاندي د تیاري لپاره لاندي ګامونه پورته شول:
‏‎‏ دا چې موخه رسول الله صلی الله علیه وسلم و، نو ځکه د رسول الله د ساتنې لپاره یو ګروپ وټاکل شو، چې سعد بن عباده، سعد بن معاذ او أسید بن حضیر چې د انصارو له مشرانو څخه و، هم پکې ول، دوی ټولو په رسول الله صلی الله علیه وسلم پیره کوله، له هغه سره جوخت ګرځېدل، چې د دښمن د غشي ښکار نشي.

نور ګروپونه مدینې ته د راتلونکو لارو او بندرونو په ساتنه ګمارل شوي و، دوی د مدینې په ټولو بندرونو پیرې کولې.
دا راز د هغو لارو د څارلو لپاره هم ګزمې ټاکل شوې وې، له کومو لار څخه چې د دښمن د راتګ احتمال موجود وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم مشورتي غونډه دائروي:

کله چې د دښمن په اړه معلومات بشپړ شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام راټول کړل، او د جنګي پلان په اړه یې مشوره ورسره کوله، په دې غونډه کې دوه نظریې رامنځته شوې:
۱:- د رسول الله صلی الله علیه وسلم رایه دا وه چې همدلته په مدینه کې پاته کېږو، سنګرونه نیسو، که مشرکین فرضا مدینې ته را داخلیږي، په ټولو لارو او کوڅو کې مقابله ورسره کوو، ښځې به یې پاس له بامونو څخه په ډبرو ولي، همدا تر ټولو غوره رایه وه، د منافقینو مشر (ابن سلول) هم دا رایه غوره کړه، هغه ښایي ځکه دا رایه تایید کړې وي، چې دی له جنګه په داسې طریقه خلاص شي چې څوک ورباندي پوه هم نشي، له دې امله به یې نه وي غوره کړې چې ګواکي دا یو غوره جنګي تاکتیک استراتیژیک نظر دی.

دا نظریه په لاندينیو ټکو او اسبابو باندي بناء وه:
۱:- د مکې لښکر له بېلابېلو قومونو او قبېلو جوړ دی، ممکنه نده چې دېر وخت دوام وکړي، که مدینه کلابنده هم کړي، د لنډ وخت لپاره به یې کلابنده کړي، چې په وروسته کې به پخپله په یاد لښکر کې اختلافات رامنځته شي.

۲:- د هغو ښارونو پایمال کول چې د ځان د دفاع لپاره یې پوره تدابیر نیولي وي، لري خبره ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د وسلو په نوعیت کې هم سره مساوي او متشابه وي.
۳:- مدافعین چې کله د خپلو کورنیو په منځ کې وي، بیا په دفاع کې پوره هڅه کوي، تر څو یې کورنۍ، ښځې او ماشومان زیانمن نشي.
۴:- ښځې او ماشومان به هم په جهاد کې کډون وکړي، چې په دې سره به د جنګیالیو شمېر دوه چنده شي.

۵:- مدافعین به داسې وسله هم وکاروي، چې د دښمن په لیکو خورا زیات اغېز لري، چې هغه د تېږو ویشتل دي، تېږې رښتیا هم داسې وسله ده چې له دښمن سره نه وه، او نه یې د دفاع لپاره کوم ځانګړی تیاری درلود، نو ویلای شو چې دا د دښمن تر وسلو یوه اضافي وسله وه.

دوهمه نظریه په راتلونکې لیکنه کې، إن شاء الله…

Exit mobile version