د ۲۰۱۰ مېلادي کال را په دې خوا؛ چې داعشیان د عراق پر جغرافيه را څرګند شوي دي او بيا يې سوريې ته هم تګ کړی دی، له پيله بيا تر اوسه د داعش په لښکرو کې اکثره غړي د غربي هېوادونو د مختلفو ډلو او اندونو هغه خلک دي، چې د غربي حکومتونو د پاليسۍ او له داعشيانو سره د همږغۍ پر اساس ورته را لېږل شوي دي.
دا چې د داعش تر شا د غربيانو لاس دی، غربيانو له خپلو هېوادونو او همداراز له نورو هېوادونو د داعش ليکو ته ډول ــ ډول خلک تشويقول او تشويقوي يې او د داعش ليکو ته د راتلونکو افرادو ډېر مصارف غربيان پر غاړه اخلي او د داعش ليکي ورباندي قوي کوي.
غربيان کوښښ کوي چې د داعش فکر او کړنې پر اسيايانو تاوان کړي، د داعش فکر له کبله په اسيايي ملتونو کې ګډوډۍ را منځته شي او دوی هڅکله سره يو نه شي، داسي يوه بلا يې په مينځ کې شتون ولري، چې نه دين ته ژمن وي او نه قانون ته.
د داعش په لومړنيو کلونو کې عراق او سوريې ته له اروپايي هېوادونو ډېر افراد راتلل او دا يقيني خبره ده چې تر دې وخته داعش ته ور ګډیدونکي کسان اکثره د انګريزانو پلوي خلک دي.
د داعش نومي کتاب وايي: ((د هغو ډلو پر جنګياليو سربېره چې د داعش همفکره دي، له ۸۰ اروپايي او غربي هېوادونو څخه په پرلپسې توګه په سلګونه کسان له ترکيې څخه سوريې ته اوښتي دي، څرګندې نښې وايي دا کسان هغه جنګيالي دي چې له بهره راغلي دي، د دې جنګياليو عمرونه د ۱۵ ــ ۲۰ کلونو ترمنځ دی او د جګړې پخوانۍ تجربه نه لري.
د حیرانتیا ځای خو دا دی، چې کوم جنګيالي چې له بهره راتلل؛ له دوی لويديځ والو سره نجونې، چې ډېری يې په لويديځ کې راسترې شوي دي، هم وې؛ دې نجونو په سوريه کې له داعش جنګياليو سره ودونه کول، چې د داعشيانو له پاره نوی نسل وزيږوي، داعش ځينو نجونو او ښځو ته جنګي روزنه هم ورکوله، وروسته يې بيا همدا د انساني بمونو په څېر کارولې دي.
دا چې داعشي ډلې ته له اروپا، لندن او نورو غربي هېوادونو په مرسته او همکاري په سلګونه خلک راځي او دلته په بنيادي او سيسماتيکه توګه راځي؛ له دې معلومېږي چې داعشي پروژه د غربي هېوادونو په هر اړخيزه مرسته را پيدا شوې ده او لا هم د داعش او غربي هېوادونو همېشنۍ همکارۍ دوام لري.
له داعشيانو سره د غربي هېوادونو ښکاره او تر لمر روښانه همکاري او همږغي دا هم ده، چې پاکستان د لندن د يوه سفارت په توګه په سيمه کې فعاليت لري، د غربيانو په همږغۍ داعشيان پاکستان ته راوستل شول او دلته يې د هغوی مرکزونه فعاله کړل او همدا راز د امريکا په شتون کې چې د جمهوريت د وخت لوړ پوړي نظامي او استخباراتي چارواکي د غربيانو معاش خواره وو، د هغوی په مټ د يادې دورې ډېر لوړ پوړي چارواکي د داعشانو په خدمت کې وو، آن په ځينو سيمو کې چې به د اسلامي امارت مجاهدين له داعش سره په جګړه بوخت وو، د جمهوريت ډېری عسکر به د داعش د مرستې له پاره ورلېږل کېدل.
کله چې اسلامي امارت حاکم شو، د جمهوريت د دورې ډېری عسکر د غربيانو په مرسته د داعش په ليکو کې ليدل شوي دي، دغه دا په ګوته کوي چې د داعشي پروژې تر شا د غربيانو لاس دی او هغوی يې په هره برخه کې مرسته کوي او دوی ورته امکانات برابر وي.
دا چې د داعشيانو غړي د هرې ډلې او هر هېواد خلک دي، ځکه خو يو سالم مسير او يوه قانوني تګلاره نه لري.