د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! نهمه برخه

عزیز جلال

رواني جګړه او د داعش رسنۍ

داعش د خپل ځواک په اوج کې، د افراطي ډلو په منځ کې یو له پرمختللو او اغیزمنو تبلیغاتي ماشینونو څخه ګڼل کېده. د دې ډلې رسنۍ، چې په ظاهره مسلکي او سنجول شوې محتوا درلوده، وتوانېدې چې د نړۍ د خلکو په ذهنونو کې د دې تشکیلاتو یو پیاوړی او ویرونکی انځور وړاندې کړي.

د داعش د محتوا د تولید مرکز، چې «اعلامیه» نومېده او په رقه کې یې موقعیت درلود، هره ورځ لسګونه رسنیز محصولات تولیدول؛ په دې کې مسلکي ویډیوګانې، ډیجیټل خپرونې، زړه راښکونکي انفوګرافیکونه او حتی کمپیوټري لوبې شاملې وې، دا محتوا د نړۍ په څو فعالو ژبو ژباړل کېده او د ټولنیزو شبکو، کوډ شوي میسنجرونو او تړلو وېبپاڼو له لارې د نړۍ ګوټ ګوټ ته لېږدول کېده.

د دې محتوا د تولید کیفیت دومره لوړ و چې آن لویې نړیوالې رسنۍ کله نا کله د داعش انځورونه او خبرونه په ناخبرۍ سره خپرول او له دې لارې یې د دغې ډلې تبلیغاتي موخو ته مرسته کوله.

د داعش د رسنیو ستراتیژي په درېیو اصلي ستنو ولاړه وه: د دښمنانو وېروول، نوي کسان جذبول او د ځان اعلان شوي خلافت لپاره مشروعیت رامنځته کول. د ویرې خپرولو په برخه کې، د اعدامونو ویډیوګانې، چې د پرمختللو کمرو په مرسته د سینمايي کیفیت سره ثبت شوې وې، د داعش تر ټولو پیاوړې وسیله ګڼل کېده. دا ویډیوګانې، چې په مسلکي توګه ایډیټ شوې او د غږیز ټریکونو سره مل وې، نه یوازې تاوتریخجنې صحنې وړاندې کولې، بلکې سیاسي پیغامونه یې هم په اغیزمنه توګه لېږدول.

د جذب له پلوه، د «دابق» مجله، چې په څو ژبو خپره شوې وه، د ایډیالوژیکي مقالو، نظامي راپورونو او د بهرنیو جنګیالیو د ژوند کیسو له لارې د داعش غړیتوب اتلولي او روحاني انځور وړاندې کاوه. د مشروعیت لپاره، د داعش تر کنټرول لاندې ښارونو کې د ورځني ژوند انځورونه خپاره شول، چې بازارونه، ښوونځي، روغتونونه او محکمې ښودل شوي و ترڅو دا وهم رامنځته کړي چې د داعش حکومت خپل کنټرول لاندې سیمې اداره کوي.

د داعش یو له نوښتګرو اړخونو څخه د ټولنیزو رسنیو او ډیجیټل ټیکنالوژیو هوښیارانه کارول وو. دې ډلې ځانګړي د مجازي فضا ټیمونه رامنځته کړي وو چې په ټویټر، فیسبوک، ټیلیګرام او آنلاین لوبو کې فعال وو. دا ټیمونه نه یوازې د «اعلامیه » مرکز لخوا تولید شوي مواد خپرول، بلکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې د لیدونکو سره په ژوندۍ بڼه اړیکه هم نیوله او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکول.

د «هشتګ باران» تخنیک چې په کې زرګونه حسابونه په یو وخت کې له ځانګړو هشتګونو ګټه اخلي، لامل کېده چې د داعش موضوعات د نړۍ په سر ټرېنډونو کې ځای ونیسي، داعش د هرې جغرافیایي سیمې لپاره ځانګړې رسنۍ ستراتیژي درلوده، د اروپايي ځوانانو لپاره یې ټینګار پر جرئت او روحانیت و، پداسې حال کې چې د منځني ختیځ مخاطبانو لپاره یې د جهاد او د اسلام د دودیزو دښمنانو پر وړاندې د مبارزې مفکوره وړاندې کوله.

سره له دې ټولو هڅو، د داعش تولید شوې محتوا یو متناقض انځور وړاندې کاوه. له یوې خوا، د اعدام ویډیوګانې او تاوتریخوالي صحنې د داعش زشت او تاوتریخوالی څېره ښکاره کړه، له بلې خوا، په کنټرول شویو ښارونو کې د ورځني ژوند انځورونو هڅه وکړه چې اعتدال او قانون منونکی انځور وړاندې کړي، دا رسنیز تضاد د داعش د ایډیالوژۍ په دوه مخیتوب ښکارندویي کوي.

کله چې د داعش جرمونه عام شول، ډیری لومړني ملاتړي د دې ډلې له تاوتریخوالي ډکې محتوا ځان لرې کړل. د داعش تبلیغاتي ماشین په تدریجي ډول خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړ، خو تجربه یې وښوده چې افراطي ډلې څنګه کولی شي د عصري اړیکو وسایلو څخه د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار واخلي. دا د مجازي فضا افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې لپاره یو مهم درس وو.

Exit mobile version