داعش؛ یو بې خلیفه خلافت! لسمه او وروستۍ برخه

سروش نیک‌سیر

د داعش راتلونکی؛ آیا داعش په ریښتیا لمنځه تللی؟

په عراق او سوریه کې د داعش د فزیکي واکمنۍ له سقوط سره سم د دې افراطي ډلې د خلافت تصور هم پای ته ورسېد؛ یعنې، د هغې ظاهري جوړښت او اقتصادي سرچینې ویجاړې شوې، نور د داعش په نوم یوه افراطي ډله نشي کولی چې په ښکاره توګه په یوه ځانګړي ځای کې وژنې، لوټمارۍ او ترهګري ته دوام ورکړي؛ ځکه چې د هغې درواغجن نقاب له اصلي څېرې لرې شوی او ټولو ته څرګنده ده.

خو له دې وروسته د دې ډلې پټ او ځمکې لاندې ژوند پیل شوی. نن ورځ، داعش د ځان اعلان شوي دولت په توګه نه، بلکې په ټوله نړۍ کې د خوب کوونکو حجرو د یوې خپرې شوې شبکې په توګه شتون لري. په داسې حال کې چې د دې ډلې وروستۍ اډې په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په باغوز کې ونړېدې، د دوی د تاوتريخوالي ‌زړه ایډیالوژي لا هم په تیارو او پټو ځایونو کې وده کوي، د خپرېدنې، د دوی پر وړاندې مبارزه نوره هم پېچلې کړې ده، ځکه چې نور د برید لپاره یو متمرکز هدف نشته.

دا باید ووایو چې د داعشي خوارجو فکري پاتې شوني د دوی د پوځي پاتې شونو په پرتله ډېر خطرناک دي، دا ډله توانیدلې چې د مجازي فضا له لارې خپل پیغام په ټوله نړۍ کې ناراضه ځوانانو ته ورسوي، د داعش تبلیغاتي ویډیوګانې چې یو وخت په نړۍ کې مشهورې وې اوس په کوچنیو پلیټ فارمونو او کوډ شوي پیغامونو کې خپرېږي.

شنونکي باور لري چې داعش خپله ستراتیژي له جغرافیوي واکمنۍ څخه «مجازي افراطیت» ته اړولې. هغوی نوره اړتيا نلري چې ښارونو ونیسي، بلکې په لوېدیځ کې د یوازېنیو او مستعدو کسانو په الهام‌بخښلو سره د برېدونو هڅه کوي. دې لارې، د دوی پر وړاندې مبارزه یوه ډېره پېچلې ننګونه ګرځولې ده.

یو له اصلي اندېښنو څخه په سوریه او عراق کې د کډوالو کمپونه دي، چیرې چې د داعش سره تړلي زرګونه ښځې او ماشومان ساتل کېږي. دا کمپونه، لکه د الهول په څیر په سوریه کې، د افراطي ایډیالوژۍ د تبلیغ لپاره یو مرکز ګرځیدلی دی، هغه ماشومان چې په دې چاپیریال کې لوی شوي د افراطي خوارجو نوی نسل دی چې په راتلونکي کې به د هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړي.

ډیری لویدیځو هېوادونو د خپلو هغو اتباعو د منلو څخه انکار کړی چې له داعش سره یوځای شوي او دا بې پروايي به په راتلونکي کې د امنیت بحران شي، په منځني ختیځ کې، هغه شرایط چې یو وخت د داعش د راپورته کېدو لامل شوي وو اوس هم شتون لري: غربت، تبعیض، کمزوري حکومتونه او د ټولنیز عدالت نشتوالی. تر هغو چې دا عوامل پاتې وي، د ورته ډلو د راڅرګندېدو لپاره لاره هواره ده، د داعش ډلې سره د تاریخ تجربې ثابته کړې چې یوازې تاوتریخوالی او جبر نشي کولی افراطیت له منځه یوسي، د افراطیت د تکثیر د مخنیوي لپاره، د هغې فکري او ټولنیزې ریښې باید حل شي.

د داعش راتلونکی په دوه لارو تصور کېدی شي: یا د یوې فرعي ډلې په توګه چې کله ناکله ناڅاپي بریدونه ترسره کوي، یا د یو غورځنګ په توګه چې په مناسب وخت کې بیا راپورته کېږي. هغه څه چې ډاډمن دي دا دي چې داعش لاهم د یوې ایډیالوژۍ په توګه ژوندی دی. داعش «یو عصري انحراف» دی چې د معاصرې نړۍ له بحرانونو څخه تغذیه کوي. د دې ډلې بشپړ شکست داسې څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري چې هم له افراطیت سره مقابله وکړي او هم د هغو ټولنیزو ناروغیو درملنه وکړي چې دې ته یې زمینه برابره کړې ده.

Exit mobile version