د داعشي پدیدې تاریخي او فلسفي څېړنه؛ له نظریې تر عمله! یوولسمه برخه

احسان ساجدي

خونړی یووالی؛ د اسلامي یووالي د ادعاوو په رڼا کې د داعش د فرقه‌يي انحرافاتو تحلیل

د مخکنۍ برخې دوام:
په اسلام کې فقهي اختلافات تل شتون لري او د دین د بډایتوب او انعطاف نښه ده، اسلام ټولو فقهي مذاهبو ته د شتون اجازه ورکوي او له مسلمانانو یې غوښتي چې د اختلافاتو په درناوي سره یوځای ژوند وکړي، مګر داعش دا توپیرونه د تکفیر، وژنې او ظلم لپاره د بهانې په توګه کارولي دي. پداسې حال کې چې اسلام “اجماع” او “اجتهاد” د اختلافاتو د حل لپاره د وسیلو په توګه یادوي، داعش دا مفاهیم رد کړل او پرځای یې ځان د دیني حقیقت په اړه د یوازیني واکدار په توګه وړاندې کړی دی.

دا په بشپړ ډول له هغه اسلامي روح سره انحراف دی چې تل یې پر «الشُّرَعَاءُ إِخْوَةٌ فِي ٱلدِّينِ» ټینګار کړی، دې ډلې او د هغې پلویانو د قرآن عظیم‌الشان له ځینو آیتونو څخه چې د یووالي خبرې کوي، د دې برعکس کار اخیستی دی. دوی د «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ ٱللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» آیت د هر ډول اختلاف د ځپلو لپاره د یوې پلمې په توګه کارولی دی، پداسې حال کې چې لویو اسلامي مفسرینو، په شمول د فخر الرازي، تل ټینګار کړی چې یووالی د «یو ډول فکر» معنی نلري بلکې “د اختلافاتو سره سره سوله ایز ګډ ژوند” معنی لري، داعش دا مفهوم په بشپړه توګه تحریف کړی دی. دوی نه یوازې اسلام د لویدیځې نړۍ لپاره بدرنګه ښودلی دی، بلکې ډېری ساده‌ مسلمانان یې د اسلام په اړه شکمن کړي دي.

د یادونې وړ ده چې داعش په خپلو تبلیغاتو کې په دوامداره توګه د “اسلامي خلافت او اسلامي امت دښمنانو” خبره کوله، خو په عمل کې یې پخپله د مسلمانانو په منځ کې تر ټولو ډېرې وژنې ترسره کړې، د نړیوالو سازمانونو لخوا خپاره شوې احصایې ښیي چې د دې ډلې د قربانیانو له ۸۰ سلنې څخه زیات مسلمانان وو، په داسې حال کې چې د اسلام په تاریخ کې، حتی د کورنیو جګړو په جریان کې، د مسلمانانو د ژوند درناوی تل ساتل شوی دی. مګر داعش د دې اصولو هېڅ درناوی نه درلود او په آسانۍ یې د سطحي توجیهاتو سره د بې ګناه مسلمانانو ژوند اخیسته.

په ټولنیز اړخ کې، د داعش تکفیري ډلې د مختلفو قومونو او مذهبونو ترمنځ د ویش په رامنځته کولو سره په ټولنه کې د تفرقې تخم وکارو، دوی بین المذاهب ودونه منع کړل، ټولنیز تعاملات یې محدود کړل او حتی په ځینو سیمو کې یې د مختلفو فرقو لپاره جلا ځایونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې اسلام د کلتورونو او قومونو د یوځای والي هرکلی کوي.

د دې پالیسیو پایله دا وه چې د مسلمانانو په منځ کې د بې باورۍ او ویرې فضا رامنځته شي، ډېرې کورنۍ د ارتداد د تور له وېرې له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو کولو نه ډډه کوله. دا هغه څه دي چې د اسلامي ټولنې له آرماني بڼې سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي کوم چې پر مینه او وروګلوۍ ولاړه وي.

د دې وضعیت تحلیل ښيي چې داعش او ورسره تړلو ډلو نه یوازې د اسلامي امت د یووالي لپاره خدمت نه دی کړی، بلکې د تفرقې په رامنځته کولو سره یې د اسلام د دښمنانو د مداخلې لپاره لاره پرانیستې ده. داعش نه یوازې اسلام پخپله تحریف کړی، بلکې د تکفیر، تاوتریخوالي او ویرې په څیر وسیلو په کارولو سره یې اسلامي ټولنه له دننه څخه کمزورې کړې ده.

اساسي ټکی دا دی؛ چې نن ورځ، تر هرڅه زیات، موږ اړتیا لرو چې د قرآن عظیم‌الشان او د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه‌ وسلم د ژوند په رڼا کې د اسلامي یووالي ریښتینی مفهوم بیا تعریف کړو؛ یو داسې یووالی چې د ورته فکر کولو معنی نه لري، بلکې د مسلمانانو ترمنځ متقابل درناوی او سوله ایز ګډ ژوند؛ ځکه چې اسلام د عدالت، رحمت او ورورګلوۍ دین دی، نه د تاوتریخوالي، تکفیر او تفرقې چې داعش رامنځته کړي دي.

Exit mobile version