داعشیان د خپلو زنداني مېرمنو پر سر تجارت کوي!

کله چې داعشي خوارجو په ۲۰۱۹ز کال کې د باغوز په جګړه کې ماتې وخوړه او خپلې مېرمنې یې د ملحدو کردانو رحم و کرم ته پرېښودې، کردانو د الهول او روج په نوم کمپونه فعال کړل. په یادو کمپونو کې لسګونه زره د داعشیانو مېرمنې او د هغوی کم عمره اولادونه تراوسه پورې ساتل کیږي.
الهول، روج او نور کمپونه د داعشیانو په ټنډه تور داغ دی، چې دوی یې له خپل تندي په پاکولو کې ناکام شوي دي. له دې سره په څنګ کې، داعشیانو د الهول او روج له کمپونو د پیسو راټولولو وسیله جوړه کړې ده او لسګونه حسابونه یې فعال کړي چې په الهول او نورو کمپونو کې د بندي خویندو په نوم له خلکو پیسې وتروړي.
د الهول په نوم د پیسو راټولولو لوبه تر دې حده رسوا شوې چې اوس پخپله داعشیان یو بل رسوا کوي او دعوه کوي چې له دوی پرته نور داعشیان پیسې په شخصي اغراضو مصرفوي.
د بغدادي او هاشمي د بنده‌ګانو رسوا کوونکي چېنل په نوم یوې رسنیزې منبع، چې د خوارجو پر ضد فعالیت کوي، پر خپلو حسابونو د بنديانو د کمپونو د مرکزي چېنل په نوم د داعشیانو د یوه ټلګرام چېنل پوسټ خپور کړی دی. یاد چېنل د داعشیانو د شام ولایت د بندیانو د کمپونو د ادارې مربوط بلل کیږي. په پوسټ کې، ځینې داعشیان د الهول او روج کمپونو په نوم د پیسو په راټولولو او بیا یې په شخصي اغراضو لګولو تورن شوي دي.
د بنديانو د کمپونو د مرکزي چېنل په پوسټ کې د احمد رأس العین په نوم کس، چې پخپله هم داعشی دی، تورن شوی چې د الهول او روج په نوم مرستې راټولوي خو بندیانو ته یې نه رسوي.
د خوارجو ترمنځ تر دې وړاندې هم د مالي مرستو راټولولو او وېش پر سر جنجالونه رسنیز شوي دي. دا جنجالونه او پیښې ښيي چې خوارج له هرې ممکنې لارې، که څه هم د خپلو بندي خویندو او یا هم د جهاد له مقدس نومه استفاده وي، کوښښ کوي چې د مسلمانانو پیسې راټولې کړې او بېرته یې د هماغه عنوان په بدنامي کې استفاده کړي په کوم چې یې راټولې کړې وي.

Exit mobile version