خلافت په خپل ذات کې ډېره ستره داعیه ده او خلیفه کېدل هومره اسانه مسوولیت هم نه دی، څنګه چې داعش خوارج یې ادعا کوي، داعش ترهګرې ډلې بالاخره پر کلمه مزین تور بیرغ په داسې کړنو او اعمالو کې وکاروه چې هم یې د خلافت او هم خلیقه تقدس ته زیان ورساوه.
د داعش د خلافت د پیل پر مهال د لبنان الاخبار ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده کړه چې ابوبکر بغدادي د داعش د مشر په توګه پوره ۱۴ میاشتې پر له پسې هڅې وکړې، څو پټ ملاتړي یې هغه ته د خلیفه کېدو اجازه ورکړي او ځان د ځواکمن شخص په توګه اعلان کړي او داسې وښيي چې ګني هغه پر ځمکه د مسلمانانو امیرالمومنین نه بلکې خلیفه دی، ځکه یې د خپل ویاند ابو محمد العدناني په ژبه د خلافت له تشکیل سره ځان یو «واجب الطاعت» خلیفه اعلان کړ.
په ښکاره دا هغه ادعا وه چې غواړي تقریبا سل پېړۍ وروسته د اتاتورک له خوا سقوط شوی اسلامي خلافت بیا ژوندی کوي، دده پلویان د «سایس – پیکو» پولې په خپلو څرګندونو کې ونړولې او نوی دولت یې خلافت وباله چې د واک جغرافیه کې به یې ټول مسلمانان شامل وي.
د داعش د ادعا له مخې د خلیفه بیعت پر ټولو مسلمانانو واجب دی او کوم کس چې له دې نه سر غړوي، مجرم او د مجازاتو وړ دی، العدناني د هغه مهال وینا کې دا هم وویل چې تاسې په دې برخه کې انسجام ته را بولم، خو که څوک سر غړونه کوي، سر یې باید پرې شي.
خو وروسته د داعش اړوندو سلفي عالمانو دې سیاسي لوبې ته فتواوې او بیانونه ورکړل او و یې ویل چې د خلیفه موخه یې داسې یو خلافت دی چې د اسلامي هېوادونو پولې او اقتصادي نظامونه سره یو او د یوه پولي واحد لرونکي شي، په راتلونکو پلانونو کې به مسلمانان د علمي مرکزونو، پوهنتونونو او کارخانو په جوړولو سره د نړۍ پر ځواکمن قوم بدل کړي، د دوی د شیوخو د ویناوو له مخې د دولت خلیفه به یې پر ځمکه واکمن وي، نه داسې یو مشر چې د لنډ مهال لپاره د یوه حکومت د چارو سمبالښت ور په غاړه دی.
دا چې داعش په خپل ذات کې یوه غولوونکې او لوټماره ډله وه، ځکه یې خلافت او خلیفه هم جعلي وو، د دوی له لوري د بندیانو د ازادۍ، والیانو او قاضیانو د ټاکلو او دیني علومو د خپراوي او زده کړو ادعاوې دروغ وې، یوازې یو څه چې رښتیا وختل، هغه له خلکو د مالیاتو په نوم باج اخیستنې او د پیسو ټولول وو، دوی حتی په عراق او شام کې د مخورو عالمانو نظر او مشوره هم ونه شوه زغملی، انتقاد او مخالفت خو د مرګ په معنی و، خلیفه یې حتی د بیعت لپاره هم خپلو افرادو ته ور وړاندې نه شو، ځکه چې تر منځ یې د اعتماد فضا نه وه.
په وړاندې یې عبدالله عزام ( د داعش ناراضه غړی) په لبنان کې، په خپلو څرګندونو کې وویل چې اوسمهال د خلافت په اعلان کې هېڅ منفعت او مصلحت ته ځای نشته، بلکې ګڼ زیانونه به اسلام ته واړوي، ځکه خو چې څومره ژر باطل اعلان شي، په خیر به وي، یوه بل سلفي شیخ هم داعش ته د «حماقت کنفرانس» نوم ورکړ او وویل چې دا سیسټم حتی د یوه عادي دولت بڼې ته هم نه پاتې کېږي، دوی نه اقتصادي او نه هم ښوونیز کارپوهان لري، تش یو انتحاري اقدام دی چې مسلمانان به وپاشي، بل یې ویلي وو چې خلافت نه، بلکې د عراق او سوریې په نفت لرونکو سیمو د چاپې او چپاول یوه طرحه ده.