د داعش د فدیې له لارې ترلاسه شوي مالي عواید:
په تېرو دوو لسیزو کې، د داعش د پراخېدو او نفوذ په ترڅ کې، ګڼ شمېر اروپایي وګړي د جګړهځپلو سیمو لکه سوریه او عراق کې د دې ترهګرې ډلې لهخوا تښتول شوي دي، دغه تښتونې نه یوازې د روانو جګړو یوه ناوړه پایله ده، بلکې داعش دا کړنه په مالي ستراتیژۍ کې د پام وړ وسیله ګڼي. د فدیې په بدل کې د بندیانو خوشي کول د داعش لپاره د میلیونونو ډالرو د یوېمنظمې سرچینې په توګه څرګند شوي دي، چې د دې ډلې د وسلهوالو عملیاتو، وسلو، تجهیزاتو او تبلیغاتي هڅو د تمویل لپاره حیاتي رول لري.
د داعش د ترهګریزو فعالیتونو په لومړیو کلونو کې، د اروپایي هېوادونو وګړي چې په سیمه کې د بشري مرستو، روغتیا او خبریالۍ په برخو کې کار کاوه، ډېر ځله په نښه کړي دي. داعش په قصدي توګه داسې کسان نیولي چې د خپلو کورنیو او هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه د هغوی د خوشي کولو په بدل کې کولای شي چې ډېر زیات مالي عواید ترلاسه کړي. د فرانسې حکومت له ۲۰۰۸ کال راهیسې، لږ تر لږه ۴۰ میلیونه ډالر د فدیې په توګه ورکړي دي. همدا ډول، سویس نږدې ۱۲.۴ میلیونه ډالر، اسپانیا شاوخوا ۵.۹ میلیونه ډالر او اتریش ۳.۲ میلیونه ډالر د بندیانو د خوشي کولو په بدل کې ورکړي دي.
د فرانسوي خبریالانو د خلاصون یوه مشهوره پېښه د داعش د فدیې ورکولو د کړکېچ څرګندونه کوي، نږدې لس میاشتې وروسته له نیولو، څلور فرانسوي خبریالان خوشي شول. که څه هم فرانسوي حکومت په رسمي بڼه د فدیې ورکولو ادعا رد کړه، خو الماني رسنیو راپور ورکړ چې نږدې ۱۸ میلیونه ډالر د فرانسې د دفاع وزیر لهخوا ترکیې ته وړل شوي وو ترڅو د تښتونکو لاسونو ته وسپارل شي، دا پېښه ښيي چې په ډېرو حالاتو کې، حکومتونه د خپلو اتباعو د ژغورنې لپاره پټ یا ښکاره ډول فدیه ورکوي، سره له دې چې دا عمل د ترهګرۍ د تمویل یوه سرچینه ګڼل کېږي.
ایتالیا هم د دې کړکېچ یوه روښانه بېلګه ده، په ۲۰۱۳–۲۰۱۴ کې، د سویس ایتالیایي بشري کارکوونکی فردیډیرکو موتکا د داعش لهخوا ونیول شو، چې د راپورونو له مخې د هغه د خلاصون په بدل کې شاوخوا ۷ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي. همدارنګه، دوه ایټالوي مرستندویه کارکوونکي، وانیسا مارزوولو او ګریتا رامېلي، چې په سوریه کې نیول شوي ول، د ایټالوي حکومت لهخوا د ۱۲میلیونو یورو په اندازه فدیه داعش ته ورکړل شوې ده.
دغه کړکېچ اروپایي هېوادونه له جدي اخلاقي او ستراتیژیکو ستونزو سره مخ کړي دي. که دولتونه فدیه ورنه کړي، د خپلو اتباعو ژوند په خطر کې اچوي؛ که یې ورکړي، د ترهګرو مالي ملاتړ کوي او د تښتونو احتمالي لړۍ اوږده کوي. د امریکا او بریتانیې په څېر هېوادونو هغه سخت دریځ غوره کړی چې هېڅکله فدیه ورنه کړي، خو ځینې اروپایي هېوادونه په پټه یا ښکاره ډول د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره فدیه ورکوي. دغه کړنه د داعش د مالي سرچینو د پراختیا یوه مهمه برخه ده.
دا ټول بهیر د امنیت، حقوقو، سیاسي تګلارو او اخلاقي ارزښتونو ګډ معادله ده چې تر نن ورځې پورې د نړیوالو سازمانونو، بشري حقونو د فعالانو، او د ترهګرۍ ضد ادارو ترمنځ پراخه بحثونه او اختلافات یې رامنځته کړي دي. هر هېواد د خپل بهرني سیاست، نړیوالو مکلفیتونو او کورنیو فشارونو په رڼا کې په دې موضوع کې خپل دریځ ټاکي، چې دا هم د داعش د فدیې له لارې د مالي منابعو د پراختیا په مسئله کې د نړیوالې اجماع د نه شتون څرګندوی دی.
په ټولیز ډول، د داعش د فدیې له لارې ترلاسه شوي مالي عواید نه یوازې د دې ډلې د وسلهوالو عملیاتو د دوام سبب شوي، بلکې د نړیوالې امنیتي او سیاسي معادلې یوه پېچلې او دوامداره ستونزه هم ده چې لا هم د نړیوالو ټولنو او دولتونو لهخوا یې د حل غوښتنه کیږي.