اویس احمد
جوزجان، درزاب ولسوالي:
شايد دا به تاسې ټولو ته ياد وي چې په کابل کې قراردادي مشر حامد کرﺯي ومنله، چې نامعلوم هپليکاپټر له مشرقي څخه شمال ته داعشيان انتقالوي.
دا انتقال شوي داعشيان يو وخت د جوﺯجان ولايت په درﺯاب ولسوالۍ کې راڅرګند شول.
ځايي اوسېدونکي وايي: چې داعشيانو له خلکو په ﺯور ډوډۍ اخېسته او د هغوى په کورونو کې اوسېدل، خلکو ته به يې ويل: چې پېغلې مو موږ ته په نکاح راکړئ، خلکو له وېرې او ډار له درﺯابه پټې کډې شروع کړې.
کله به چې داعشيان خبر شول، چې له دې کوره خلک تښتېدلي نو د هغوى کور او د کور سامانونه به يې د داعش لپاره غنيمت شول، د هغوى خوراکي توکې به يې خوړل، مالونه به يې ورته حلالول.
کله چې کډوالو د ځان سره اجناس انتقالول هغه به يې په ﺯور ترې اخيستل او پخپله به يې استعمالول. خلکو داعش ته په درﺯاب کې خپل کورونه ور پرېښودل او وتښتېدل، داعشيانو د خلکو کورونه کنډواله کړل، ځيني يي وسوځول، باغونه يې اره کړل، مالونه يې حلال کړل او هلته يې دغه شان اسلامي خلافت اعلان کړ.
د دې خلکو فرياد د اُمت شاﺯلمو واورېدو او په درﺯاب يې تندريز عمليات پېل کړل، داعشيان يې له درﺯاب وشړل، کاﺫب خلافت يې ور ړنک کړ، خلک يې خپلو کورونو ته واپس وروګرځول او د امنيت ډاډ يې ورکړ، د درﺯاب خلک اوس له داعش دومره بېزاره دي، چې د نوم اورېدو څخه يې هم نفرت لري او لعنت پرې وايي، د هغو خلکو يوه غوښتنه د اسلامي امارت له مسٶلينو دا وه؛ چې د داعش د ظلمونو په نوم يو مضمون د معارف په نصاب کې شامل کړي ترڅو راتلونکي نسلونه د دوى له شر او فساده خبر پاتې شي.