میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
یکشنبه, جون 15, 2025
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

    له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    کابل کې د خوارجو د انفجاري واسکټ جوړولو مرکز له منځه یووړل شو

    کابل کې د خوارجو د انفجاري واسکټ جوړولو مرکز له منځه یووړل شو

    بلوچستان کې د ابو یاسر الترکي په نوم داعشی نیول شوی

    بلوچستان کې د ابو یاسر الترکي په نوم داعشی نیول شوی

    د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

    د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

    د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

    د صومالیا پنټلنډ کې داعشیان له خپلو مرکزونو مسلسل شاتګ کوي

    داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

    داعشیانو مستونګ کې پر هغه لاریونوالو برید کړی چې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره راوتلي وو

    د داعشیانو د ولایتونو د ادارې مسؤل ووژل شو

    د داعشیانو د ولایتونو د ادارې مسؤل ووژل شو

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    داعش؛ په افغانستان کې فسادګر ځای نه لري!

    داعش؛ په افغانستان کې فسادګر ځای نه لري!

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه دېرشمه برخه

    د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه دېرشمه برخه

    د اسلامي امارت په وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شپږ ويشتمه برخه

    د اسلامي امارت په وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شپږ ويشتمه برخه

    د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! اوومه برخه

    د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! اوومه برخه

    اسلامي امارت یو بشپړ اسلامی نظام دی!  دویمه برخه

    اسلامي امارت یو بشپړ اسلامی نظام دی! دویمه برخه

    د داعش په نوم وبا (طاعون)!  یوویشتمه برخه

    د داعش په نوم وبا (طاعون)! یوویشتمه برخه

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    رد الخوارج: شیخ سردار ولي تقبله الله

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د تنکي شهید طالب العلم سمیع الله “امر الله” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د تنکي شهید طالب العلم سمیع الله “امر الله” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    شهید امیرالمؤمنین؛ د جهاد او ایثار څلی!

    شهید امیرالمؤمنین؛ د جهاد او ایثار څلی!

    شهید اختر محمد منصور، هغه څوک چې د تاریخ په څیر ثابت قدمه و!

    شهید اختر محمد منصور، هغه څوک چې د تاریخ په څیر ثابت قدمه و!

    د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله ژوند لیک او د خوارجو پر وړاندې دریځ ته لنډه کتنه!

    د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله ژوند لیک او د خوارجو پر وړاندې دریځ ته لنډه کتنه!

    د منفورو خوارجو پر غاړه د شهید منصور تېره توره!

    د منفورو خوارجو پر غاړه د شهید منصور تېره توره!

    د شهيد ډاکټر فیصل “مشال” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د شهيد ډاکټر فیصل “مشال” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • دري
    • اردو
    • عربي
    • EN
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

د داعش د خراسان څانګې د لوی ښودلو پالیسي؛ څوک، ولې او د کومو موخو لپاره؟

نظام مهاج

Share on FacebookShare on Twitter

داعش ډلې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۹ زیږدیزو کلونو ترمنځ د یوې مرکبې پالیسۍ له مخې، د ځان د لوی او خطرناک ښوودلو لپاره جدي کار کاوه تر څو خپل تاثیر په نړیواله کچه پراخ او ژور کړي، دې ډلې هڅه کوله چې ځان د یو نړیوال او غیرقابل مهار ګواښ په توګه وښیي.

په نظامي او عملي ډګر کې د وحشت، ظلم او بې رحمۍ پالیسي چې له هېڅ ډول جنایت او ظلم یې مخ نه اړاوه، د عامو خلکو وژنې، په بې رحمه او غیر انساني توګه اعدامونه او جزاګانې، په اور سوځول، په اوبو کې غرقول او لسګونه نور جایتونه د دې مرکبې پالیسۍ عملي او میداني اړخ و.

ورته مقالې

داعش؛ په افغانستان کې فسادګر ځای نه لري!

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه دېرشمه برخه

د اسلامي امارت په وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شپږ ويشتمه برخه

د پالیسۍ دویم اړخ په عملي ډګر کې د ترسره کېدونکو جنایتونه په رسنیز رعب او دهشت بدلول و، چې د ټولنیزو رسنیو او ویډیو ګانو له لارې به یې د خپل ځواک په لوی ښوودلو کې تر اندازې زیات اغراق کاوه، د خپل اوج په دوران کې یې تر ډیره په همدې رسنیز ځواک باندې تکیه کړې وه ترڅو خپل تصویر د یو جدي ګواښ په توګه تر نړیوالو ذهنونو ورسوي.

ډیری دولتونه او رسنیو، په ځانګړي ډول غربي دولتونو، د هغوی استخباراتي او رسنیزو آدرسونو د داعش ډلې دغه د لوی ښوودنې پالیسي لاپسې تقویه کړه، ترڅو د خپلو نظامي اقداماتو، کورنیو او بهرنیو سیاستونو د توجیه لپاره ګټه ترې واخلي، په منطقي توګه د داعش پدیده د ځمکې په سر یو واقعي ګواښ و او دی؛ خو په حقیقت کې د دې ډلې حقیقي ځواک او ګواښ لکه څومره چې ښوودل شوی او یا هم پړسول کیږي، تر دې ډیر کم او کمزوری دی.

د داعش ډلې د خلافت د اوج په دوران کې او یا هم د خراسان څانګې د تمکین په لوړه پوړۍ کې، یو څو داسې نمونې هم نشته چې دې ډلې نړۍ یا کوم غربي هېواد ته کوم د لوړې کچې ګواښ متوجې کړی او په یوه حکومتي هدف یې یو لوی هدفمند برید ترسره کړی وي.

اوس چې د داعش د خلافت پر ماتې کلونه تېر شوي، څانګې یې سره پاشل شوې، خراسان څانګې په ټوله مانا ماتې خوړلې، رهبرۍ او تشکیلاتو یې بې مخینې زیان لیدلی، په دې هر څه سربیره بیا هم د خراسان څانګه د نړۍوالو له خوا د لومړۍ کچې جدي او لوی ګواښ په توګه مطرح کیږي، د رسنیو او د بیلابېلو نړۍوالو نهادونو د توجه مرکزیت دی.

خو آیا د داعش د خراسان څانګې حقیقي خطر او ګواښ، په رښتیا هم دومره لوړ دی چې دومره پراخ تبلیغات او اندیښنې یې توجیه کړي؟

د لویدیځو او د دوی څنګلورو رسنیو له لوري د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو په غیر منطقي توګه د لوی ښوودلو ګڼې نمونې او بڼې شتون لري چې په خورا ماهرانه توګه یې د خراسان څانګه پړسولې او وړو وړو فعالیتونو ته یې هوا ورکړې، خو یو څه چې په دې برخه کې خورا مهم او د پام وړ دي، د بېلابېلو نړۍوالو نهادنو او هېوادونو له لوري، د خراسان څانګې د لوی ښوودلو هڅې دي، هغه هڅې چې رسنۍ هم ورباندې استناد کوي او په ګډه د داعش په فلج شوې ژرنده د اوبو ورخ ور برابروي.

د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان او سیمه کې داعش د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه رابللې وه، په دې غونډه کې بېلابېلو ګډونوالو د خپلو سیاسي او استخباراتي ګټو له مخې د خراسان څانګه لویه وښووده، د ترهګرۍ په وړاندې په اصطلاح د ملګرو ملتونو د رئیس دفتر، خراسان څانګه د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ(!) وباله، نوموړي په غیر مستند او ناسنجیده توګه په اروپا کې د بریدونو هڅې د خراسان څانګې د ګواښ د لویوالي په استناد کې وړاندې کړې او افغانستان ته یې د «ترهګرو» ډلو د ورتګ ادعا وکړه.

په دې غونډه کې د امریکا استازي هم په خپل نوبت د داعش خراسان څانګه وپړسوله، نړۍ وال ګواښ یې وباله، د داسې هېوادونو استازو هم په ډیره خندوونکې توګه افغانستان د داعش مرکزیت وباله، په کومو هېوادونو کې چې همدا اوس د خراسان څانګې ګڼ شمېر مراکز او جنګیالي شتون لري، هلته روزل کیږي، تمویلیږي او د پروژو په توګه کار ور باندې کیږي.

که ځمکني حقایق او په افغانستان کې دننه د داعش د خراسان څانګې ځواک، ددې ډلې د بزرګنمایي په موخه له کېدونکو تبلیغاتو سره پرتله شي، د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر لري، همدا اوس داعش ډله په افغانستان کې دننه په یوه لوېشت خاوره باندې تمکین نه لري، هېڅ ثابت فزیکي شتون یې څوک نشي ثابتولی، د مالي او بشري تمویل سرچینې نه لري، له افغان ولس سره یې هېڅ راز عرقي او معنوي تړاو نشته.

د تخریبي فعالیتونو او بریدونو کچه یې تر بل هر وخت راټیټه شوې او درانه تلفات یې لیدلي، نه یوازې دا چې له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ډیر کوچنی خطر هم نشي پېښولای، بلکې په هېواد کې دننه د هر تخریبي فعالیت پل او ریښه یې بهرنیو هېوادونو ته رسي.

څوک د داعش د خراسان څانګې له لوی ښودلو ګټه اخلي؟

نړیوال او سیمه‌ ییز قدرتونه د خپلو پټو سیاسي او موخو د تحقق لپاره د خراسان څانګې له نوم څخه ګټه اخلي، په افغانستان کې له شرموونکې نظامي ماتې وروسته، د افغانستان په ثباته ښوودلو سره د خپلې ماتې او افغانانو د بریا د پټولو او په افغان حکومت د یوه غیر مستقیم فشار لپاره د داعش خراسان څانګې پړسول، لوی ښوودل او بالآخره د عملي پروژو په توګه یې د عملي ملاتړ شونتیا، یو مناسبه او د غوراوي وړ پالیسي ګڼلی شي.

د نړۍ د سترو قدرتونو، استخباراتي او جاسوسي سازمانونو سره تړلې رسنۍ بیا د خپل پټ رسالت له مخې د خپلو مراجعو د ګټو لپاره هر ګام پورته او تبلیغ کوي، له داسې رسنیزو آدرسونو د داعش ډلې پړسول هم د ورته ښکاره او پټو موخو لپاره ترسره کیږي.

ځايي او سیمه ایز حکومتونه هم د داعش له نوم څخه په خپلو رقیبو هېوادونو او مخالفینو د فشار او ځانګړو سیاستونو لپاره کار اخلي، چې ښه بېلګه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د خراسان څانګې په تړاو د ځینو هېوادونو د استازو له لوري له حقیقیت لرې غیرمنطقي څرګندونې بللای شو.

که د همدې نړۍ والو نهادونو له لوري د داعش د خراسان څانګې د بریدونو د قربانیانو احصائیه، د نړۍ د نورو جګړو او شخړو سره پرتله کړو، په زرګونو ځله ډیر انسانان یې قرباني شوي، په وروستیو کلونو کې د خراسان څانګې د بریدونو په پایله کې د وژل شویو انسانانو کلنۍ اوسط ۲۵۴ کسه دی، کوم چې د ورته مغرضو نهادونو له خوا ورکړل شوی.

د روسیې، او امریکا یرغلیزې جګړې د داعش خراسان څانګې د بریدونو په پرتله په سلګونو او زرګونو چنده زیات تلفات درلودلي، په غزه د صهیونیستي یرغل کلني تلفات د خراسان څانګې د بریدونو له تلفاتو ۱۴۱ ځله، د پاکستان د کورنۍ شخړې کلني تلفات(تر دوو زرو)‍ اووه چنده، جالبه دا چې د امریکا په کورنیو جرمونو کې کلنۍ وژنې(۲۴۰۰۰) د داعش خراسان څانګې د وژنو د کلني اوسط په پرتله شاوخوا ۸۴ برابره زیاتې دي.

مګر بیا هم د داعش خراسان څانګه د نړۍ لپاره د یو لوی ګواښ په توګه معرفي کیږي او په پالیسیو غونډو او سیاستونو کې لومړیتوب ورکول کیږي.

د نورو نیابتي ډلو او هغو جابرو حکومتونو ګواښ خو بیخي له پامه غورځول شوی چې همدا اوس عملأ له خپلو ملتونو سره په جګړه کې ښکېل دي، هره ورځ له ځمکې او هوا څخه عام انسانان وژني، نادرکه کوي او په زندانونو کې یې اچوي.

د هېوادونو، نړۍوالو نهادونو، پټو جاسوسي سازمانونو او رسنیو له لوري د داعش ډلې د لوی ښوودلو پالیسي چې له حقایقو ډیره لیرې او د پټو سیاستو لپاره ترسره کیږي، نه یوازې دا چې ددې هېوادونو او جهتونو لپاره کومه د پام وړ نه لري، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره نورې ستونزې زیږوي، سیاسي معضلې او جګړې پیچلې او دوامداره کوي.

د داعش د خراسان څانګې د لویونې پالیسي د اسلام‌ هراسۍ (اسلاموفوبیا) ناوړه پدیده لا پسې پیاوړې کوي، د انساني ټولنې لویې او اساسي ستونزې له پامه غورځول کیږي، د حل فرصتونه، امکانات او سرچینې بې ځایه ضایع کیږي.

د خراسان څانګې د لوی ښوونې دا ډول نړۍوال تبلیغات، ددې ډلې لیکې لاپسې پیاوړې کوي، له افرادو سره یې د بریا باور پیاوړی کوي، هغه کسان چې د بیلابېلو هېوادونو د ځپونکو او اسلام ستیزه سیاستونو په پایله کې ځانونه محکوم او مظلوم احساسوي، داعش ډله د آزادۍ او مبارزې لپاره مناسب او اغېزمن آدرس ورته ښکاري او لیکو ته یې ور جلب کیږي.

دا هغه بدمرغه پدیده وه چې له مخې یې د داعش د سمبولیک خلافت په وختونو کې هم یوه لویه کتله اسلام پال ځوانان د اسلامي نظام په فکر له غرب څخه عراق او سوریې ولېږدول شول، هلته په خوارجي فکر لتاړ او بیا د همدې هېوادونو له لوري د بمبارونو او بریدونو په پایله کې له منځه یوړل شول او په ډیرې اسانۍ سره غربي هېوادونو ځان ترې خلاص کړ.

په پایله کې ویلای شو، که څه هم د داعش خراسان یو واقعي ګواښ دی، خو د دې ډلې دومره په لوړه کچه لوی ښودل، د سیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره ترسره کېږي، نړیوال قدرتونه، استخباراتي شبکې او رسنۍ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره د داعش خراسان څانګه پړسوي، تر څو له دې لارې خپل ناکام سیاستونه توجیه، پټې ګټې خوندي او په خپلو رقیبانو غیر مستقیم فشار وارد کړي.

د حقیقي او لویو ګواښونو د پېژندلو لپاره اړینه ده چې د تبلیغاتو پر ځای، منطقي تحلیل ته مراجعه وشي، د داعش پدیده باید د حقیقي شمېرو، واقعي شواهدو او د سیمې د سیاسي وضعیت پر بنسټ و ارزول شي، نه د هغو تبلیغاتو پر اساس چې د ځانګړو جهتونو د ګټو لپاره خپرېږي.

پخوانیو تجربو ښوودلې چې د داسې ډلو غیرواقعي لوی ښودل، نه یوازې د ستونزو د حل مناسبه لاره نه ده، بلکې د نویو معضلاتو او ستونزو سبب ګرځي، ددې پر ځای باید له تاریخي تجربو څخه زده‌کړه وشي او د هغو سیاستونو اصلاح ته پام وشي چې د داعشیت د تقویت اساسي عوامل بلل کېږي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شلمه برخه

راتلونکی پوسټ

بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

ورته مقالې

خوارجو د ابو ماریا القحطاني د شهادت مسؤلیت ولې رسمًا ونه مانه؟
شنني او لیکني

خوارجو د ابو ماریا القحطاني د شهادت مسؤلیت ولې رسمًا ونه مانه؟

اپریل 9, 2024
دیني لیکني

سیرت النبي صلی الله علیه وسلم

جنوري 1, 2023
ایا د الحاج خلیل حقاني تقبله الله شهادت، د نظام د ضعف او د دښمن د قوت په معنی ده!؟
سیاسي لیکني

ایا د الحاج خلیل حقاني تقبله الله شهادت، د نظام د ضعف او د دښمن د قوت په معنی ده!؟

دسمبر 17, 2024
خوارج العصر

داعش ولې د امام غزالي کتابونه سوزوي؟

دسمبر 29, 2022
د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!   پنځمه برخه
جهادي لیکني

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! پنځمه برخه

فبروري 10, 2025
محمد بن تومرت او د خوارجو داعیه
خوارج العصر

محمد بن تومرت او د خوارجو داعیه

نوومبر 30, 2024
راتلونکی پوسټ
بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

بغلان کې له خوارجو د شهید مجاهد انتقام واخیستل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

مې 18, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
داعش؛ په افغانستان کې فسادګر ځای نه لري!

داعش؛ په افغانستان کې فسادګر ځای نه لري!

جون 15, 2025
د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه دېرشمه برخه

د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه دېرشمه برخه

جون 15, 2025
د اسلامي امارت په وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شپږ ويشتمه برخه

د اسلامي امارت په وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شپږ ويشتمه برخه

جون 14, 2025
د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! اوومه برخه

د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! اوومه برخه

جون 14, 2025

Popular Stories

  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • دري
    • اردو
    • عربي
    • EN
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Go to mobile version