خوارج؛ تاریخي سابقه او تکفیري فکر
د اسلامي تاریخ په پیل کې، کله چې نوې مسلمانه ټولنه د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم له وفات وروسته د نوي هویت په جوړولو بوخته وه. داسې یوه ډله راڅرګنده شوه چې پر اسلامي تاریخ یې ژور او ناوړه اغېز پرېښود. خوارج، چې نوم یې د هغه وخت د خلیفه او واکمن پر وړاندې د “خروج” له کلمې څخه اخیستل شوی، لومړۍ ډله وه چې د مسلمانانو په وړاندې یې د تکفیر اصل رامنځته کړ او د دین په نوم یې تاوتریخوالی توجیه کړ.
د دوی د ظهور کیسه د صفین جګړې ته رسېږي؛ هلته چې د حضرت علي کرم الله وجهه له لښکره یوه ډله د حکمیت د منلو په اعتراض بېله شوه او د «لا حکم الا لله» شعار یې ورکړ. دا شعار چې په ظاهر کې سپېڅلی ښکارېده، په باطن کې د فکري سختدریځۍ او په حکومتدارۍ کې د هر ډول
مصلحتانديښنې د نه منلو نښه وه.
خوارج، د مذهبي متنونو په خپل لفظي او بې پردې تفسیر سره، ځانونه یوازیني ریښتیني مسلمانان ګڼل او هر هغه څوک چې د دوی له عقیدې سره موافق نه و، کافر او د مرګ مستحق ګڼل. دوی حتی حضرت علي کرم الله وجهه، چې د مسلمانانو څلورم خلیفه، د صحابوو له مشرانو او د ټولو اسلامي مذاهبو له درناوي وړ شخصیتونو څخه وو، تکفیر کړ او په پای کې د همدې ډلې د يو کس په لاس په شهادت ورسېد.
دا غمیزه د اسلام په تاریخ کې یو مهم پړاو و او و یې ښودله چې څنګه د دین افراطي تفسیر کولی شي د اسلامي امت لپاره ترټولو لوی ګواښ شي، د خوارجو فکري ځانګړتیاوې په څو اصلي محورونو کې خلاصه کیدی شي: لومړی، دا باور چې هر هغه مسلمان چې لویه ګناه کوي کافر دی. دا نظر، چې د اسلام د اساسي تعلیماتو سره په ټکر کې دی، د مسلمانانو د پراخ تکفیر لپاره لاره هواره کړه.
دويم، د هر هغه حکومت د مشروعیت څخه انکار چې د دوی په نظر، د الهي قوانینو سره سم نه اداره کېږي، حتی که حضرت علي کرماللهوجهه وي. دا د یو ډول مذهبي هرج و مرج لامل شو چې پکې هره کوچنۍ ډله ځان د قیام حقداره ګڼي. درېیم، د خپلو موخو د پلي کولو لپاره بېپروا او بېپایه تاوتریخوالی کارول. دوی نه یوازې دښمنان، بلکې عام ولس، ښځې او ماشومان هم له تېغه تېر کړل.
خو هغه څه چې د پام وړ دي، هغه د اسلام د لومړنيو خوارجو او د داعش په څېر د معاصرو تکفیري ډلو ترمنځ ورته والی دی. دواړه د دیني متنونو په تفسیر کې بې فکره او سطحي شوي دي، دواړه ځانونه د اسلام یوازیني ریښتیني استازي ګڼي او نور کافران بولي، دواړه تاوتریخوالی نه یوازې جائز، بلکې مقدس یې هم ګڼي او دا د خپلو نظریاتو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله ګڼي او په نهایت کې دواړو د اسلامي نړۍ وجود ته تر ټولو لوی زیان رسولی دی.
د خوارجو د تاریخ څېړنه موږ ته دا راښيي چې وحشت تل د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو کې څرګند شوی دی. نن ورځ، داعش او ورته ډلې د دې ناوړه دود فکري وارثان دي. د دې تاریخي سابقې پوهیدل موږ سره مرسته کوي چې د نن ورځې د تاوتریخوالي فکري ریښې په ښه توګه درک کړو او پوه شو چې د دې پدیدې سره مبارزه یوازې د نظامي مقابلې له لارې نه، بلکې د فکري او ایډیالوژیکي جګړې له لارې څو د دوی فکري بنسټونه وننګول شي.