د داعش خراسان څانګې تمويلونکى مثلث!

علي أنصار

#image_title

امريکا چې په افغانستان يې د استعمار، حکمرانۍ، د کاني او مالي شتمنيو لوټلو، د اسلام د اساس ختمولو او عامه وژنې په موخه اشغال کړى و؛ مصارف یې وکړل، اداره یې رامنځته کړه او نور ډول ډول پلانونه یې په کار واچول ترڅو خپلو شومو پلانونو ته ورسیږي خو نتیجه یې ترلاسه نکړه.

 

امریکا وروسته له هغه چې په عراق و افغانستان کې درانۀ ځاني، مالي، تجهیزاتي او فوځي زيانونه ور واوښتل، مجبوره شوله چې د جګړې د لا دوام لپاره، د داعش ډله رامنځته کړي. داعش د اسلامي خلافت په نوم خرافات تر سره کول، وحشت او نور داسې کارونه یې وکړل چې هغه سراسر له اسلام سره په ټکر کې ول. په منځني ختيځ، عراق او سوریه کې له پر لپسې ماتو سره مخ شوه.

 

داعش په لومړي سر کې په جوش او زور صحنې ته را ښکته شول، په زياتو سيمو کې يې د امريکا په مالي ملاتړ مرکزونه جوړ کړل، خو ډېر دوام يې ونه کړ، په لنډ وخت کې له درنې ماتې سره مخ شول.

 

په افغانستان کې د امريکا او ملګرو هېلي يې د جمهوریت په له منځه تللو، د اسلامي امارت د واکمنۍ، د داعشو د کمزورۍ او خپله د امريکا له ماتې سره مړاوې شولې، خو په افغانستان د بيا استعمار او اشغال په موخه د داعش د قوي کېدلو لپاره لکه د جمهوریت اداره د داسې ملګري په لټه کې شوه.

 

پاکستان چې د استخباراتي کړيو شطرنج دى، د خپلو زياتو قرضونو د ادا او له افغانستان سره د هميشني تضاد له امله؛ امريکا ته د داعش په روزلو کې يو ښه ملګرى شو، بلې خوا ته تاجکستان چې له وخته د کفر تر استعمار او اغېز لاندې دی؛ داعشو ته د افرادو په تمويل د امريکا يو بل ښه لاسپوڅى شو؛ د دې درو ګونو هيوادونو په مټ د داعش خراسان څانګه فعاله شوه.

 

په خراسان کې د داعشو مالي ملاتړ، فوځي اکمالات او د متحده ایالاتو سره د پټو سياسي اړيکو د جوړولو دنده د امريکا. د افرادو تمويل، ځوانان د داعش صفونو ته هڅول، داعش ته د دعوت او تبليغ دنده؛ د تاجکستان او د تمويل شويو افرادو، استخباراتي، جنګي او فکري روزل او افغانستان ته داخلول؛ د پاکستان دنده ده.

 

دا مثلث چې په لويه سطحه د متحده ايالاتو او ناټو په وسيله اداره او سپانسر کېږي؛ په خراسان او افغانستان کې د ټولو تر سره شويو جناياتو، چاودنو، قتل عام او ورانيو مسوليت په غاړه لري.

هرماس الافغاني
Exit mobile version