طاهر احرار
ﺯه په خپل ژوند د داسې بدو حالاتو سره په دوهم ځل مخ شوم.
اول ځل په ۲۰۰۱ کې کله چې په افغانستان د امريکا يرغل پیل شو
او دوهم ځل کله چې اسرائیلو په غزہ بریدونه پیل کړل.
په ﺯرګونو خلک شهيدان شول، د هرې کورنۍ له پنځو تر لسو کسان شهیدان شوي، د دفن کېدو لپاره يې بشري قوه کمه ده او د بمبار له وجې خلک نشي کولاى خپل شهيدان دفن کړي.
په ﺯيات شمير ماشومان، ښځې، بوډاګان او په لسګونه نور تری تم دي.
غزه په مکمل ډول ويجاړه شوه، د نړۍ له يو سر تر بله ټول کفار متحد دي، يوه خبره کوي (د اسرائيل ملاتړ).
له بلې خوا په سوريه کې د بشارالاسد رژيم د ادلب ښار چې د سني مسلمانانو مرکز دى، هره ورځ داسې بمباروي چې هر څه يې له خاورو سره خاورې کړل، جهادي تنظيمونه يې هلته مصروف وساتل ترڅو ونکولاى شي، د فلسطينيانو سره مرسته وکړي او اسرائيل په خلاص ﺯړه غزه او خلک يې په اور وسوځوي. عرب حکومتونه خو مو هسې هم ولېدل.
اوس د خلکو يواﺯینۍ اسره او اخيرنۍ هيله جهادي تنظيمونه دي، له فلسطين او ادلب واړه بچيان او ښځې د وا مستغيثا غږونه کوي!
تاﺯه موثق راپورونه وايي: چې د قنطيره په ښار کې د اسرائيلو سرحدي عسکرو داعشي مليشو ته نوې اسلحې او تجهيزات ورکړي، ترڅو اسرائيلو ته د خطر پر وخت ترې استفاده وکړي او اجاﺯه ورنکړي چې د اسرائيلو په خلاف څوک غږ پورته کړي.
لنډه دا چې داعشي خوارج او اسرائيل د يوې سکې دوه مخونه دي، خو وخت را لنډ شوى داعشيان به سره له بادرانو د ځمکې له مخ محوه شي.
ان شاءالله تعالى