د داعشیانو فکري جوړښت! پنځمه برخه

برکت‌الله دانشور

۲: سخت تکفیر او بې‌سوچه عمل

دوهمه مسئله، همدا چټکه پرېکړه او سمدستي د حکم اجرا کول دي، کله ناکله انسان دې ته حیران شي چې آیا بشر دومره دروند مسؤلیت زغملای شي؟ که نه تر دې بار لاندې به وځپل شي؟

تر دې لا سخته دا ده چې د قاضي په څوکۍ کښېني، د نورو په اړه فیصله وکړي او پرې دروند حکم صادر کړي، مجازاتونه یې یو شان او په یوه کچه وي، د جرم نوعیت ته هیڅ پام ونه‌شي او ټول په یو ځای، په صحرایي محکمه کې، د یوې سختې سزا مستحق وبلل شي.

دا د ظلم وروستۍ بڼه ده، خلک داسې تنګې کړۍ ته اچول چې نه د دفاع فرصت ورکړل شي، نه د دلیل ویلو او نه د خپل ژوند د ژغورلو کومه هیله ورسره وي، یوازې د مرګ په تمه ناست وي.

له هغه ورځې چې داعش د یوې ډلې په توګه راڅرګند شوی، بې‌شمېره وینې یې تویې کړې، ګڼې کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنولې، د بې‌شمېره کورونو مشران یې ووژل او له ژوند یې محروم کړل، نه یې په خلکو رحم شته، نه دا فکر کوي چې کله یو سړی وژني، د هغه کورنۍ حال به څه وي؟

او که څوک پوښتنه ترې وکړي چې دا ولې وژنې؟ دلیل یې څه دی؟ نو یوازې دا وایي چې وژل شوي کسان “برحقه نه‌دي”، حتی خپل ځانونه تر ټولو ستر قاضيان او واکمنان ګڼي.

هغه کسان چې د افراطي سختدریځۍ ریښې لري، د وژلو او وینې تویولو لمن نیسي، دوی څنګه کولای شي د خلافت دعوه وکړي؟ یا د عامو خلکو سره د مهربانۍ چلند ولري او هغوی ته د امن ډاډ ورکړي؟

۳: د اسلامي خلافت ادعا که د شخصي موخو د تحقق لپاره پوښښ؟

اسلام د خدای تعالی له لوري وروستی غوره شوی دین دی چې د بشر د نېکمرغۍ، بقا او د انسانیت د تلپاتې سرلوړۍ لپاره رالېږل شوی، څو انسانان په آخرت کې هم بریالي وي، د اسلام ټول تمرکز پر دې دی چې انسان ته د معتدلو او متوازنو دیني ښوونو له لارې د سالم، صالح، او فطرتي ژوند طریقه وروښيي.

رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم د همدې موخې لپاره مبعوث شو او د اخلاقو تکامل، د شخصیت روزنه او د عقل پالنه یې غوره کړل، هغه په لنډو خو ژورو ټکو کې وفرمایل: زه د غوره اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم.

د مکې په ښار کې چې د ځمکې او اسمان ترمنځ د اتصال نقطه وه او بیت الله شریف پکې پروت و، د وحې فترت او انقطاع اوږد مهاله دوران سره سم د بتانو او بت‌پرستۍ مرض د عبادت او بندګۍ په بازار کې عام شوی و، رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د انسان د باطن د اصلاح لپاره ملا وتړله، څو زړونه د توحید رڼا ته خلاص کړي او د ربانیت او قدوسیت پراخې فضا ته یې راستانه کړي، خپله داعيانه مبارزه یې ورو، خو په ثابت قدم او نه ستړې کېدونکي ډول پیل کړه.

د ګمراهۍ او ضلالت د پراخو او بېلابېلو دامونو او د جهالت د اوږده تسلط او د انسان د فکري او بدني غلامۍ سره سره، رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ناڅاپه وسله پورته نه کړه او پرته له دې چې د دین د پراخېدلو لپاره وړ اشخاص وروزي، د مبارزې ډګر ته داخل نه شو.

بلکې ورو ورو، خو په ثابت‌قدمۍ یې د اصلاح لار ونیوله، زړونه یې مخاطب کړل، بدۍ یې بربنډې کړې او ښېګڼې یې لا روښانه کړې؛ ترڅو هغه څوک چې پاک فطرت، سالم وجدان او ویښ ضمیر لري د حق لوري ته را مات شي او د دین د ځواکمنتیا قوي مټ وګرځي.

همداسې وه چې دیارلس کاله یې وخت ونیوه ترڅو د رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فردي هڅې اغېز وکړي، د ایثارګرو او مخلصو کسانو یوه ډله د رسالت شمعې ته راټوله شي او ورو ورو دې ته چمتو شي چې د دین د اقامې لپاره نوې مرحلې ته ننوځي او د باطل پر وړاندې د مستقیمې مقابلې ډګر ته ورودانګي.

رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او یاران یې، له یوې اوږدې تربیوي او روزنیزې مرحلې، د ذهنونو او زړونو له پاکوالي، د انساني کدورتونو او فکري جهالتونو له شتونه د خلاصون او د غلامۍ له ځنځیرونو د راوتلو وروسته، پرېکړه وکړه چې اسلام د غوره، وروستي او عادل دین په توګه ښکاره کړي، دوی خپل ځانونه د دې نوي دین پیروان وبلل او د مدینې په ښار کې یې د دین اقامه وکړه.

Exit mobile version