د داعشیانو فکري جوړښت! درېيمه برخه

برکت‌الله دانشور

خونړۍ بې رحمي:

هغه څه چې د داعش څېره یې په ټوله نړۍ، په ځانګړې ډول په اسلامي هېوادونو کې بدرنګه کړه او د دې ډلې د وجود څخه یې د حقیقت پرده پورته کړه، هماغه افراطي بې رحمي او د خلکو پر وړاندې د کینې پر بنسټ وینې تویېدل و، چې د عامه خلکو په حق کې ترسره کېدل.

په دې کې هیڅ شک نشته چې اسلام د رحمت او مهربانۍ دین دی، محبت او نرمي د دې سپېڅلي دین په ټولو زده‌کړو کې ژور اثر لري او همدا شفقت او مینه ده چې د اسلام ښکلا یې د خلکو په زړونو کې تلپاتې کړې او عقلونه یې تسخیر کړي دي.

سره له دې ټولو ښکلاوو، که یوه ډله د اسلام تر نامه لاندې د جنګ، وینې او وحشت ډګر ته ننوځي، خو د دوی کړنې د دین له لارښوونو سره په ټکر کې وي، نو دوی به څنګه د خلکو رضایت ترلاسه کړي؟ څنګه به د اسلام تر پراخ چتر لاندې پاتې شي؟ او څنګه به د تهمتونو، ملامتیاوو او سختو نیوکو له باران څخه خوندي پاتي شي؟

له همدې امله، داعش د لنډې مودې لپاره وتوانېد چې خپل تور مخ د سپینو شعارونو تر نقاب لاندې پټ کړي، خپل بیرغ پورته کړي او د تزویر ډګر ته جولان ورکړي، خو هېڅ شی تلپاتې نه‌دي او هره ډله چې له حقه منحرفه شي، بالاخره د خلکو له‌خوا رد کېږي او د علمي او دولتي بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ کېږي.

اوس چې د دوی د فریب تیاره نقاب لرې شوی او د خلافت جوړولو دروغجنې ادعاوې بربنډې شوې، د دوی رښتینې څېره ښکاره شوه، خبرې یې بې‌ارزښته شوې، او حقیقت داسې برېښي لکه د صحرا سراب.

هغه څه چې د داسې ډلو حقیقت په لږ وخت کې څرګندوي او د دوی فریب بې‌اغېزې کوي، د خلکو د پوهې او بصیرت لوړوالی دی، کله چې ملتونه د هرې پېښې د تحلیل او درک وړتیا پیدا کړي، نو نور د دروغو ښکار نه‌شي کرځیدای او له احساساتي غبرګونونو مخکې هر څه د عقل او علم له لارې ارزوي.

نن چې هره خبره په چټکۍ سره د عصري معلوماتي شبکو له لارې ټولو ته رسېږي، د خلکو غولول نور ناشوني دي، له همدې امله، داعش هم د دغو ډلو او غورځنګونو په قطار کې وو چې په خورا لږ وخت کې د دوی اصلي اهداف څرګند شول او د دوی د دروغو کاسه له منځه ولاړه، نور نه شي کولی چې د رنګینو شعارونو تر شا ځانونه پټ کړي.

Exit mobile version