د عراق لومړي وزیر نن جمعه (د رمضان په ۱۴مه) ناوخته اعلان وکړ چې ځواکونو یې د داعشیانو یو مهم مسؤل په عملیاتو کې وژلی دی.
محمد شیاع السوداني پر خپل ایکس حساب لیکلي چې د عبدالله مکي مصلح مهدي الرفیعي په نوم داعشی یې له امریکايي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې وژلی دی. السوداني د عملیاتو موقعیت نه دی ښوولی، خو عراقي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې الرفیعي په انبار ولایت کې وژل شوی دی.
عبدالله مکي مصلح الرفیعي د داعشیانو په منځ کې د ابو خدیجه په نوم مشهور و او في الحال د داعش تر امیر راوروسته دویم نمبر کس بلل کېده. نوموړي د داعشي خوارجو په تشکیلاتو کې د دوو مهمو ادارو (اللجنة المفوضة او د ولایتونو د ادارې) د مسؤل په حیث وظیفه ترسره کوله.
د ابو خدیجه وژل کېدل داعشیانو ته لویه ضایعه ده، ځکه چې داعشیان له مخکې لا د رهبرۍ له فقدان سره مخ و او د نوموړي په له منځه تلو سره به دا ستونزه نوره هم غټه شي.