د خلافت تر عنوان لاندې یهودي پروژه!

لیکوال: محمد عفان
د یهودیانو مکر، فریب، دسیسو او دجالي پلانونو اړوند له نن څخه څوارلس سوه کاله وړاندې نبي علیه الصلوة والسلام مونږ ته هر د لمر په څېر روښانه کړي. د تاریخ په اوږدو کې هم که وکتل شي د مسلمانانو خلافتونو د سقوط، خپل مینځې اختلافات او شخړو، د دوی د شان او شرکت د ماتې تر شا د یهودي ښامارانو یو راز لاسونه وي، په ځانګړي ډول یهودیانو هغه وخت د شا لخوا د زهرو په خنجر وارې کړي چې کله هم مسلمانانو په حساسو شیبو کې د خپلواکۍ او استقلال لور ته قدمونه اوچت کړي.
په افغانستان کې د نړیوال طاغوت له فضیحانه او تاریخي شکست وروسته چې کله مجاهدینو د اسلامي نظام توغ د ارګ په بام نصب کړ او ګران هیواد یې د سر او مال په بیه د اشغالګرو له شتون څخه تصفیه کړ، له دې تحول سره جوخت لویدیځوالو د اسلامي نظام د تضعیف کولو په موخه خپلې شریرې پدیدې په کار واچولې، چې یوه دسیسه یې د اسلامي امارت په مقابل کې د خلافت تر مقدس نامه لاندې په رنګینو او دیني کلماتو پوښلي شعارونه، جهادي بیرغونه، مبهمې څیرې، وحشي لرلیدونه، تکفیري انګیزې او د مسلمانانو د غولولو لپاره تر ټولو خطرناکه پروژه په کار واچوله.
تور بیرغ او د یهودیانو پدیده:
یهودیان د خپل شوم عادت له مخې د فتنو په ابتکار کې د مسلمانانو له نبض، حالاتو، شرایطو او ارزښتونو څخه په استفادې طرحې پیاده کوي. د اسلامي امارت د تاریخي جهادي بریا وروسته یهودیانو د مستشرقینو په مټ د اخرې زمانې د نصرت او عزت توغونه د خپلو دسیسو او پلانونو لوګو او سمبولیکونه وګرځول، خو لله الحمد د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم که له یوې خوا امت ته بشارتونه ورکړي له بلې خوا یې له فتنو هم اګاه کړي او ورته په نښه کړي یې دي، په احادیثو کې د فتنو په باب کې د تور بیرغ که له یوې خوا د امام مهدي د لښکر توغ بلل شوی، له بلې خوا د فتنو تر ټولو زیاتې وحشي لښکرې، د زړونو سخت خلګ، نښې، نومونه، نسبتونه هر څه پکې څرګند ډول په نښه شوي.
لکه په روایت کې چې راځي:
حضرت علی بن ابی طالب رضي الله عنه وایي:
إِذَا رَأَيْتُمُ الرَّایَاتِ السُّوْدَ فَالْزَمُوا الْأَرْضَ فَـلَا تُحَرِّکُوا أَيْدِیَکُمْ، وَلَا أَرْجُلَکُمْ۔ ثُمَّ یَظْهَرُ قَوْمٌ ضُعَفَاءُ لَا یُؤْبَهُ لَهُمْ، قُلُوبُهُمْ کَزُبَرِ الْحَدِیدِ، هُمْ أَصْحَابُ الدَّوْلَةِ، لَا یَفُوْنَ بِعَهْدٍ وَلَا مِيْثَاقٍ، یَدْعُوْنَ إِلَی الْحَقِّ وَلَيْسُوا مِنْ أَهْلِه، أَسْمَاؤُهُمُ الْکُنٰی، وَنِسْبَتُهُمُ الْقُرٰی، وَشُعُوْرُهُمْ مُرْخَاةٌ کَشُعُوْرِ النِّسَاءِ، حَتّٰی یَخْتَلِفُوا فِيْمَا بَيْنَهُمْ، ثُمَّ یُؤْتِي اللهُ الْحَقَّ مَنْ یَشَاءُ.
(کتاب الفتن لنعیم بن حماد: ۲۱۰ )
ژباړه: کله چې تاسو تور بیرغونه ووینی نو په ځمکه پورې ځانونه ونیسئ، خپلو لاسونو او پښو ته ښور مه ورکوئ، بیا به یوه ډله خلګ راښکاره شي چې په ټولنه کې به ورته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي، د دوی زړونه به د اوسپنې د تختو په څېر کلک وي، دوی به د دولت په نامه یادیږي،په هیڅ وعده به وفا نکوي، خلک به د حق ور ته رابلي په داسې حال کې چې دوی به خپله اهل حق نه وي د دوی نومونه به کنیتونه وي او نسبتونه به یې کلیو او بانډو ته شوې وي، ویښتان به یې د ښځو په څېر اوږده وي، (دا ډله به وي) تر دې چې دوی به په خپل منځ کې اختلاف وکړي او بیا به الله ج حق هغه چاته ور نصیب کړي چې ورته خوښه یې شي.

د پورتني حدیث په اړه تحلیل او وضاحت:
هو! په روایاتو کې راغلي چې دا فتنه به د خپلو اصلي نومونو پر ځای له کنیت څخه کار اخلي او نسبتونه به یې قریو (کلیو) ته کیږي چې ژوندی مثال یې د نن عصر داعش خوارج کیدلای شي.
حضرت علي رضي الله عنه فرمايي: أسْمَاؤُهُمُ الْکُنٰی، وَنِسْبَتُهُمُ الْقُرٰی.
ژباړه: د دوی نومونه به په تخلصونو وي (لکه ابو فلان، ابو فلان) او نسبت به يې کلیو ته شوی وي.
په روایتونو کې چې د یادې فتنه ګرې ډلې لپاره کومې نښانې ذکر شوي دي دا ټولې په معاصرو خوارجو (داعشیانو) کې موجودې دي، نومونه یې هم په کنیت سره دي او نسبتونه یې هم کلیو ته شوی دی.
دلته د ثبوت په توګه یې ځیني مثالونه راوړو:
-۱ ابوبکر البغدادي: د ده اصلي نوم ابراهیم عواد ابراهیم علي البدري السامري دی. نوموړی د داعش ډلې لومړنی مؤسس او تش په نوم خلیفه ‎و.
۲- ابو عبدالرحمن البلاوي: اصلي نوم یې عدنان اسماعیل نجم دی. د خوارجو (داعشیانو) د نظامي شورا د مشر په توګه پاتې شوی دی د ابو اسامه البلاوي په نوم هم یادیږي.
۳- ابو بلال مشداني: د ده اصلي نوم سمیر عبد محمد نیل الخلیفاوي و او د خوارجو (داعشیانو) د نظامي شورا ‎غړی و.
۴- ابو ایمن العراقي: چې په سوریه کې د داعش له مهو مشرانو څخه و.
۵- ابو علي الانباري: د داعش تش په نوم شرعي محکمې مشري یې پر غاړه درلوده.
۶ـ ابو لقمان: اصلي نوم یې علي موسی الشوخ دی.
۷- ابو مصعب الحلوس: دا د خپلو ګاونډیو او کلیوالو ترمنځ د ابو ذیاب په نوم مشهور دی هغه په رقه کې د داعش بنسټ کېښود او د هغې په پالیسي جوړولو کې یې ځانګړی رول درلود. له خپل کور څخه یې له داعش سره بیعت وکړ.
۸- ابو عمر قردش: په خپل سازمان کې د المدیر په نوم پیژندل کېده. ده په سوریه او عراق کې د داعش د امنیتي او نظامي وسایلو د ساتنې مسولیت پر غاړه درلود.
په احادیثو کې د داعش په اړه چې دا خوارج دي او یوه فتنه ده دومره زیاتي نښې او علامې موجودي دي چې له لوستلو وروسته به یې هیڅوک د دوی له خوارجیت څخه منکر نشي. حضرت علي بن ابي طالب (رض) د خوارجو د پیژندلو نښې په تفصيل سره بيان کړې دي
دا روایت حافظ ابو عبدالله نعيم بن حماد په خپل کتاب الفتن کې روايت کړی دی او همدا روايت امام سيوطي او امام علاء الدين هم په خپلو کتابونو کې نقل کړی دی.
(۱: ۲۱۰ ټوک، ۳۷۵ مخ).
په پورته روایاتو کې د داعش (خوارجو) پيژندلو نښې په لاندې ډول بیان شوي:
۱ـ داعش به د خپلې ډلې د پیژندلو لپاره تور بیرغونه کاروي.
۲ـ د دوی زړونه به د اوسپنې په څیر سخت وي.
۳ـ دوی به د اسلامي دولت د جوړولو ادعا کوي.
۴ـ دوی به هیڅ اجماع د امت نه مني او نه به یې مصلحتونه او تړونونه مني.
۵- ظاهراً د دوی شعار به خلک حق ته را بلل وي، خو په حقیقت کې به په خپله ادعا کې رښتیني نه وي.
۶ـ د هغوی ظهور به د عراق له دښتو او ورسره له نېږدې سیمو څخه وشي.
۷ـ د دوی ویښتان به د ښځو په څیر اوږده وي.
۸- د جګړې پر مهال به يې شعار دا وي: ووژنئ، ووژنئ.
۹- دوی به په دې باور وي چې وینه تویول، وژل، لوټ کول، د خلکو مالونه غلا کول (د غنیمت په نوم) او زنا کول (د وینځو په نوم) روا دي.
۱۰ـ کله چې دغه ډله ظهور کوي، نو عراق کي به د جګړې حالت وي.
۱۱ـ سوریه به د کورنۍ جګړې له امله په مختلفو سیمو ویشل شوې وي.
۱۲- دغه جګړه ایز وضعیت به عراق او سوریه زیات اغیزمن کړي.
۱۳ـ دغه وخت کې به مصر هم د سیاسي کړکیچ له امله ټوټه ټوټه شي.
۱۴- دغه ترهګره ډله به په دمشق باندې خونړۍ حملې وکړي او زیات خلک به ووژني.
۱۵ـ دا جګړه به ټوله عربي سیمه اغیزمنه کړي.
۱۶ـ شامیان به نورو هیوادونو ته مهاجر شي.
۱۷ـ په دې غورځنګ کې به له زندان څخه تښتیدلي، یاغیان او نور مفسدین ( لکه بعثيان) او د عربي سیمې او نورو هیوادونو او سیمو څخه مجرمین شامل وي.
۱۸- دا خلک به په لومړي پړاو کې د مسلمانانو په منځ کې فتنې رامنځته کوي، بیا به ګمراهۍ خپروي او په درېیمه مرحله کې به یې الله تعالی د ایمان له شتمنۍ څخه هم محروموي، یعنې د کفر لوري ته به یې بوځي.
ادامه لري….

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version