د تنکي شهید طالب العلم سمیع الله “امر الله” تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د سپېڅلي صف او سپېڅلو لارویانو له قطاره وتلی زلمی شهید سعید سمیع الله “امرالله” تقبله الله د ارواښاد حاجي قاسم جان زوی د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ د توریخلو د کلي په یوه مجاهده، متدینه او درنه کورنۍ کې په ۱۳۷۷هـ ش کال دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

د دیني زده کړو پیل یې له خپل ورور مرحوم مولوي عبدالمتین “رشیدخېل” څخه وکړ، بیا د څلوزیو په لېسه کې شامل شو، مګر امرالله تقبله الله د درسونو په جریان کې فاني نړۍ ته شا واړوله او خپل وروستي آرمان ته وصل شو.

شهید سمیع الله تقبله الله د اسلامي امارت تر قیادت لاندې، د شهید مولوي حبیب الرحمن “فتح الله” تر مشرتابه لاندې د “الاهي کاروان” د ډلکی یو فداکار، مخلص او هوډمن مجاهد و. له وړکتوبه یې د مجاهدینو سره مینه لرله، له هماغه وخته به یې د اسلحو پاکولو، د باروتو او تجهیزاتو ځای پر ځای کولو، د شپې د استوګنځای برابرولو او نورو خدمتونو له لارې د جهاد په مبارک بهیر کې برخه اخیسته.

له زلميتوب سره سم یې د جهاد عملي سنګر ته هم په ډېره مینه او اخلاص لاره پیدا کړه او له خپلو مجاهدینو ملګرو سره یې اوږه په اوږه په پوره متانت او مېړانه د جهاد سنګرونه هم پالل.

اوس وار د دې رارسېدلی و، چې د خپل دوښمن پروړاندې خپلې مټې لا نورې مظبوطې کړي، نښه رسا وویشتلی شي او جنګي تکتیکونه خپل کړي، همغه وو چې د اعداد په موخه یې په سختو او پېچلو لارو په سختو او ترینګلو حالاتو کې تیرا ته سفر وکړ او د ابو عبیده بن جراح (رض) په معسکر کې یې د اعداد د فریضې اداینه په نصیب او څلوېښت ورځنی اعداد یې بشپړ کړ.

له اعداد وروسته؛ سمدستي يې د یو بل سخت او پېچلي سفر تابیا ونیوه، د غرب له لوري په کار اچول شوې پروژه، د اسلام له نومه استفاده کوونکو خوارجو، په ننګرهار ولايت کې ورځ تر بلې کلي، درې او ولسوالۍ تر خپلو ناولو قدمونو لاندې کول. قومي سپين ږيري او مشران یې په بمونو الوزول، د مؤمنو او عزتمنو مسلمانانو خویندې/میندې به بې عزته کېدلې، خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شول، په پوره ولایت یوه مرګونې خپسه ناسته وه، د ژوند خوندونو او رنګونو کډه وکړه او د ننګرهار د غرونو هر کاڼی او بوټی د مؤمنو مجاهدینو او مظلومو ولسي وګړو په وینو سره شول.

دې حالاتو سمیع الله تقبله الله استراحت ته پرېنښود او د خوارجو د مقابلې لپاره ننګرهار ولایت ته په تشکیل ولاړ.

هلته یې یوه نیمه میاشت له دواعشو سره سینه په سینه جهادي مبارزه وکړه، ډېرې سیمې یې د دوی له شتون څخه پاکې کړې. کله چې تشکیل له ننګرهار ولايت څخه بېرته را روان شو، په ازره کې د امارتي په نوم د یو داعشي له کسانو سره مخامخ او محاصره یې کړل او تر یو څه محاصری او جنګ وروسته امارتي ننګرهار ته وتښتېده، یو شمیر ملګري یې تسلیم شول او یو شمېر یې و وژل شول. له د غه ناڅاپي پېښې څخه سميع الله جان روغ رمټ راووت.

له دې خونړۍ پېښې وروسته، شهید سمیع الله خپل اصلي ټاټوبي ته راستون شو او یو ځل بیا یې د لوګر ولایت په سنګرونو کې مبارزه ته ادامه ورکړه. بالاخره، د ۱۳۹۴ هـ ش کال د میزان په ۱۷مه نېټه، هغه مهال چې ټوله ورځ یې د اسلامي سنګر د ساتنې پیره کړې وه، د داخلي مزدورانو په ناڅاپي برید کې شهید شو. د ده مبارک جسد د ولسوالۍ مقام ته یوړل شو. نحسبه کذلک والله حسیبه.

تر شهید محمد جاوید سرحدي وروسته سمیع الله جان تقبله الله د همدې جهادپالې کورنۍ دوهم شهید و، چې خپلې پاکې وینې یې د مبارکې طیبې کلیمې د لوړاوي او د اسلامي نظام د اقامې په پار تويې کړې .تقبله الله.

څرنګه چې شهید سمیع الله امرالله په نیکو او لوړو اخلاقو سمبال مجاهد و، نو همدومره زیاتې خاطرې هم لرې. یوه ورځ د توریخیلو په کلې وحشیانه چاپه د یرغلګرو لخوا د داخلي مزدورانو په ملتیا ووهل شوه او ټول کلی د شپې له خوا د یرغلګرو او ګوډاګیانو لخوا محاصره شو او فضاء هم مختلفو الوتکو اشغال کړې وه، کله چې سهار شو شهید سمیع الله جان خپله اسلحه ور سره واخیسته او د دښمن په طرف ور روان شو. دښمن به معمولاً د کلي په داسې کورونو کې ځان ځای په ځای کولو، چې هم به حاکمه نقطه وه او هم به محفوظ وو او د کلې عام خلک به یې د سپر په شکل له ځانه تاوول، تر څو د مجاهدینو هدف ونه ګرځي. خو شهید سمیع الله جان ډیر په دقت سره او تنها د هغوی خواته نیږدې کمین ونیوه او په لوړ تاکتیک یې پرې ناڅاپي برید وکړ، په نتیجه کې یې یو یرغلګر ځای پر ځای د جهنم ابدي کندې ته وصل کړ او یو داخلي سپېشل فورس یې ژوبل کړ.

یرغلګرو او غلامانو یې داسې فکر وکړ، چې زیات شمېر مجاهدینو پرې تعرض کړی، ځکه یې هرې خواته د خفیفه او ثقیله اسلحو پیرونه کول او شهید سمیع الله په داسې شکل ترې راستون شو چې د غازي لقب یې ګټلی و.

دې تنکې شهید له شعر او شاعرۍ سره هم لیوالتیا لرله او د خپلې کورنۍ په لمړني شهید سرحدي او نورو ملګرو پسې یې یو شعر هم جوړکړی او هم یې په خپله خوږه لهجه زمزمه کړی و، اما ژوند یې بیخې لکه د مازدیګر زیړی لمر داسې و او ډېر ژر د شهیدانو له رنګین کاروان سره یو ځای شو.

نحسبه کذالک والله حسیبه.

Exit mobile version