د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! څلورمه برخه

حارث عبیده

سطان محمد؛ (الپ ارسلان)

الپ ارسلان د خپل کاکا طغرل بیگ له وفات وروسته د واک واگي په لاس کې واخيستې، که څه هم د واک له امله په هېواد کې جگړې رامنځته شوې خو الپ ارسلان دا منازعات په وخت کابو کړل، الپ ارسلان د خپل کاکا طغرل بیگ په څېر ډېر مدبر، تجربه لرونکی رهبر او جرأتمند شخصیت و، هغه د هېواد د سرحدونو د پراخولو لپاره عملي کړنلاره اختیار کړه.

هغه سيمې چې د سلجوقي امپراتورۍ تر ولکې لاندې وې تر ټولو وړاندې یې د هغو محکموالی يقيني کړ او بیا یې د بهرنۍ نړۍ پر لور ګامونه واخیستل، سلطان الپ ارسلان به تل د خدای تعالی په لاره کې جهاد او په گاونډي عیسوۍ امپراتوریو کې د اسلام د خپرولو لپاره نا ارامه و، ده به تل کوښښ کاوه چې د ارمينيا او روم سيمې په اسلامي قلمرو کې شاملې کړي، هغه په حقیقت کې مخلص مجاهد و، د اسلامي جهاد روحيه یواځینی لامل و، چې له برکته یې الپ ارسلان ته لويې برياوي ور په برخه شوې او د هغه جهادي بوختیاوو ته يې ديني رنگ ورکړ.

د سلجوقي امپراتورۍ دا ستر رهبر یو جهادي شخصیت و او په عيسوي سيمو کې د اسلام د خپرولو لپاره د یوه خواریکښ انسان په بڼه را څرگند شو، چې د بيزنطيني دولت په ډېرو سیمو کې يې د اسلام دين وځلاوه.

الپ ارسلان په خپلې واکمنۍ کې د پولو له پراخوالي مخکې، تر اوو کلونو د خپلې واکمنۍ د ليرو پرتو سیمو حالات معلومول، خو کله چې د دې سيمو له امنیت نه ډاډه شو، نو د خپلې لویې موخې د بشپړولو لپاره یې د پلان په جوړولو پیل وکړ.

د ده موخه د سلجوقي امپراتورۍ په گاوند کې د پرتو عيسوي سيمو فتح کول، همدا راز په مصر کې د فاطمي دولت چې عبيدي دولت هم ورته وايي د اقتدار ختمول او ټوله اسلامي نړۍ د عباسي خلفاوو او سلجوقي دولت تر بيرغ لاندې راټولول و.

الپ ارسلان خپلې ارادې ته د عملي جامو د ور اغوستلو لپاره ډیر لوی لښکر تیار کړ او د دې لښکر په رهبري کولو سره د ارمینیا او جورجيا په لور روان شو، دا سیمې یې فتحه او په خپل قلمرو کې يې شاملي کړې، نوموړي په یادو سیمو کې د اسلام خپرولو لپاره هم لاس په کار شو.

الب ارسلان مخ په وړاندې ولاړ، د شام په شمالي سیمو یې برید وکړ او په حلب کې يې مرادسيه دولت کلابند کړ، د دې دولت بنياد په (۴۱۴هـ / ۱۰۲۳م) کال کې د صالح بن مرداس علي په لاس ایښودل شوی و، دا یو شیعه دولت و؛ الپ ارسلان د نوموړي دولت حاکم دې ته اړ کړ چې د مصر د خلیفه په ځای عباسي خلیفه ته تسليم شي او خلک د هغه حکومت د اوامرو په منلو پابند کړي، له دې وروسته الپ ارسلان یو ترک نژاده مشر (اتنسز بن اوق خوارزمي) پر سويلي شام د بريد کولو لپاره ولېږه.

خوارزمي له فاطيميانو څخه رمله او بيت المقدس ونیول خو عسقلان یې ونه شو نیولی، کوم چې د مصر په حدودو کې د داخلېدو لپاره د یوه لویې دروازې حیثیت درلود، په همدې ډول سلجوقیان په بيت المقدس کې د عباسي خليفه او د سلجوقي سلطان مرکز ته نزدې شول.

Exit mobile version