د عثماني دولت قیام او فتوحات:
د عثمانیانو اړیکه د یوې ترکمنې قبیلې سره ده، چې په اوومه هجري پېړۍ کې چې له ديارلسمې میلادی پیرۍ سره سمون خوري، په کردستان کې د شپنو په توګه آباد و، کله چې منگولیانو په عراق او کوچنۍ اسیا کې د چنگیز خان په مشرۍ بریدونه وکړل، نو د عثمان نیکه سليمان له خپلې قبيلې سره هجرت وکړ؛ له کردستان څخه راغلل د (اناتولیا) په سیمو کې دېره شول او د اخلاط ښار يې د اوسېدو لپاره وټاکه.
کله چې سلیمان شاه په (٦٨٨هـ/ ١٢٣٠م) کې وفات شو، ارطغرل يې خپل ولي عهد وټاکه، ارطغرل له اناتوليا څخه د شمال لوېديځ په لور په پرلپسې ډول مخ په وړاندې ولاړ، له ده سره کابو سل کورنۍ او له څلور سوو څخه زیات سپاره و.
کله چې ارطغرل د منگولیانو له خطر څخه د ژغورېدو لپاره له خپلې قبيلې سره تښتېدلی و، نو د دوی د کورنيو شمېر له څلور سوو څخه نه و ډېر؛ په لاره کې یو ځای ناڅاپه شور ماشور واورېدل شو، ارطغرل چې ور نږدې شو، نو و يې ليدل چې د مسلمانانو او نصرانیانو تر منځ جگړه توده ده او بیزنطیني عیسویان مسلمانان په شا تمبوي.
له ارطغرل سره له دې پرته بله چاره نه وه چې په پوره شجاعت او زړورتیا مخ په وړاندې لاړ شي او خپل مذهبي او عقيدوي ورونه وژغوري، ارطغرل په عیسویانو داسې زړوره حمله وکړه، چې د هغوی پښې یې ولړزولې او د ارطغرل مخ په وړاندې تگ د مسلمانانو د فتحې لامل شو.
کله چې جگړه ختمه شوه، نو د اسلامي عثماني لښکر سپه سالار ارطغرل د وړاندې تگ په خاطر په شا وډباوه او د رومي پولو په گاونډ کې یې د (اناتولیا) په لوېدیځو پولو (سرحدونو) کې ځمکه ور وبښله او په هم دې ډول ده ته موقع ور کړل شوه، چې د رومي سیمو په لور مخته تگ ته دوام ور کړي او د عثماني امپراتورۍ د پراخوالي موجب وگرځي.
سلجوقيانو ته د قوت لرونکو ملگرو په څېر ارطغرل او د هغه ملگري پيدا شول، چې د روم په وړاندې په جهاد کې یې د دوی مرسته وکړه، تر هغو چې ارطغرل ژوندی و، د مينې او محبت دا اړيکې ټينگې وې، کله چې په (٦٩٩هـ /(۱۲۹۹م) کې ارطغرل وفات شو، نو هغه خپل زوی عثمان خپل ځایناستی وټاکه؛ عثمان د روم د ځمکو په لور په وړاندې ولاړ او د عثماني امپراتورۍ د پراخوالي پخوانۍ تګلاره یې ځای وساتله.
د عثماني دولت بنسټگر عثمان
په (۶۲۵ هـ / ۱۲۵۸م) کال کې، د ارطغرل په کور کې زوی پیدا شو، مور او پلار پرې د عثمان نوم کېښود، همدې عثمان ته عثماني سلطنت منسوبيږي، دا د هغه کال خبره ده چې منگولیا د هلاکو خان په مشرۍ د عباسي خلافت په پایتخت بغداد برید وکړ، لویې لویې پېښې منځته راغلې؛ ابن كثير ليكي، هغوی د ښار په لورې را ستانه شول، نارینه، زنانه، ماشومان، بوداگان او نور د هر عمر لرونکي چې به په لاس ورغلل نو وژل به یې.
ډېر خلک په شاړو، دښتو، کویانو او ځنگلونو کې پټ شول، یو شمېر خلګ په دوکانونو کې پټ شول او په ځان پسې یې دروازې بندې کړې، تاتاریانو دروازو ته اورونه واچول، دروازې یې خلاصې کړې او ټول وژنه یې وکړه؛ خلک د غرونو سرونو ته وتښتېدل، دې وحشیانو دومره وینې تویې کړې چې د کليو په کوڅو کې د وينو لښتي وبهېدل، منگولیانو له یهودانو نصرانیانو او هغه خلکو پرته چې دوی ته یې پناه ورکړې وه، هیڅ څوک ونه بښل.
دا ډېره لویه پېښه وه چې په اسلامي امت تېره شوه، يو داسې امت چې د خپلو نافرمانیو او گناهونو له امله کمزوری شو او توان یې له لاسه ورکړ، تاتاریانو په پراخو زړونو وینې تویې کړې، بې شمېره انسانان یې ووژل، مالونه یې لوټ کړل.
په دې ستونزمنو حالاتو کې که څه هم اسلامي امت ماتې خوړلې وه خو په دې وخت کې د عثماني دولت بنستگر عثمان پیدا شو، دلته یو ډېر باریک ټکی شته او هغه دا چې کله چې اسلامي امت د کمزورۍ او غربت وروستي حد ته ورسېد، له دې ځايه ورته بېرته د عروج شان او شوکت په برخه شو، د عزت او کامیابی وروستیو پورونو ته د ازموینې لپاره چمتو شول، دا د خدای تعالی حکمت دی څنگه چې و غواړي هغسې کوي او په هر حال خپل امر نافذوي.
د الله تعالی ارشاد مبارک دی فرمایی
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةٌ مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِ نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ] (القصص (۴)
ژباړه: بیشکه فرعون په ځمکه کې لویې کړې وه او د هغې اهل یې ډلې – ډلې گرځولی و، يوه ډله یې له دوی څخه کمزورې گڼلې وه، چې د هغوی زامن به یې حلالول او لوڼې به یې حیا کولې، بیشکه دا د فساد کوونکو څخه و.
په بل ځای کې فرمايي
وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الورثين ] (القصص /٥)
ژباره: او مونږ اراده لرله، چې پر هغو خلکو مهرباني وکړو، چې په ځمکه کې ذلیل گرځول شوي و، هغوی رهبران او وارثان وگرځوو.
وَتَمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ ) ( القصص (٦)
ژباړه: «او په ځمکه کې حکومت ورکړو.»
بېشکه الله تعالی په دې قادر دی چې خپلو کمزورو بندگانو ته په یوه ورځ او یا د ورځې په یوې برخې کې د سترگې په رپ سره واک ور وبښي.