هغه لوی باعزته عالم چې د محمد فاتح ایماني روزنه یې د اسلام او احسان پر بنسټ کړې وه، نه یوازې د پراخو دیني علومو څښتن او صوفي و، بلکې په نباتاتو، طب او ساینس کې یې هم ځانګړې پوهه درلوده. دی د عصري علومو له مخې په خپل وخت کې مشهور عالم و، د نباتاتو په علم کې یې د زبلو او بوټو څخه د بېلابېلو ناروغیو په تداوي کې داسې کمال ته رسېدلی و، چې په خلکو کې مشهوره وه: بوټي له آق شمس الدین سره خبرې کوي.
امام شوکاني د ده په اړه لیکي: “هغه د زړونو له ډاکټرۍ سره سره د بدنونو ډاکټر هم و. دا خبره مشهوره وه چې ونې او بوټي ورسره خبرې کوي او ورته وايي: ‘زه د فلانکي ناروغۍ درمل یم!’ د قسطنطنیې د فتحې پر مهال یې برکت او غوره والی ښکاره شو. شیخ څومره چې د نفسي ناروغیو درملنې ته پام کاوه، هومره یې د بدني ناروغیو تداوي ته هم توجه درلوده.”
شیخ شمس الدین د ساري ناروغیو درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې وه. دغه ناروغۍ په هغه زمانه کې د زرګونو انسانانو د مرګ لامل کېدې، شیخ په دې اړه په ترکۍ ژبه یو کتاب لیکلی دی چې مادة الحیاة نومېږي. په یوه ځای کې لیکي: “دا ناسمه ګومان دی چې ناروغي ناڅاپه څرګندېږي، مګر حقیقت دا دی چې ناروغي له یوه کس څخه بل ته په ساري ډول انتقالېږي. هغه چینجي چې دا ناروغۍ خپروي ډېر کوچني دي، دومره کوچني چې په سترګو نه لیدل کېږي، خو بیا هم ژوندي وي.”
په همدې ډول شیخ شمس الدین د میکروب (Microbe) نظریه هم وړاندې کړه، دا د پنځلسمې عیسوي پېړۍ خبره ده. هغه لومړی کس دی چې دا نظر یې ورکړ، حال دا چې لا مایکروسکوپ (Microscope) هم وجود نه درلود. د شیخ له وفات څخه څلور سوه کاله وروسته فرانسوی ساینسپوه لویس پاستور وزېږېد، چې په کیمیا او بیولوژي کې یې څېړنې وکړې او هماغو پایلو ته ورسېد چې شیخ شمس الدین څلور پېړۍ وړاندې ور رسېدلی و.
شیخ آق شمس الدین رحمه الله د سرطان په اړه هم څېړنه کړې، نوموړي دغه موضوع په خپلو کتابونو کې لیکلې ده. د ده دوه کتابونه ـ مادة الحیاة او کتاب الطب ـ د طب په اړه دي او په عثماني او ترکۍ ژبو لیکل شوي دي، هغه په بېلابېلو موضوعاتو کې په عربي ژبه هم اووه کتابونه لیکلي، چې عبارت دي له: حل المشکلات، الرسالة النوریة، مقالات الأولیاء، رسالة في ذکر الله، المتائن، دفع المتائن او رسالة في شرح حاجي بحرام ولي.
کله چې شیخ شمس الدین خپل هېواد ته د بېرته تللو اړتیا احساس کړه، نو کونیوک ته چې د هغه اصلي ټاټوبي و، ولاړ. که څه هم سلطان ورته په استانبول (پخوانۍ قسطنطنیه) کې د پاتې کېدلو ډېر ټینګار وکړ، خو شیخ په ۸۶۳هـ / ۱۴۵۹م کې وفات شو. الله تعالی دې پرې خپلې رحمتونه واوروي، بښنه دې ورته وکړي او ترې دې راضي شي.
د الله تعالی له لوري په خپلو مخلوقاتو دا یو امتحان دی چې هېڅکله هم یو رباني مشر او سرلوړی فاتح تر هغه مهاله نه پیدا کېږي، څو د رباني عالمانو څخه ښوونه، روزنه او لارښوونه ترلاسه نه کړي. په دې لړۍ کې ډېرې بېلګې شته؛ په مرابطینو دولت کې د یحیی بن ابراهیم په روزنه کې د عبدالله بن یسین، او په ایوبي دولت کې د سلطان صلاحالدین ایوبي په روزنه کې د قاضي فاضل روښانه نقشونه لرل، په دې کتاب کې د محمد فاتح په روزنه او شخصیت جوړونه کې د خواجه شمس الدین رحمه الله رول ته رڼا اچول شوې ده.
الله تعالی دې په دې سپېڅلي امت خپل رحمتونه نازل کړي، د هغه د علماوو هڅې دې قبولې کړي، او په خیر غوښتونکو کې يې یاد لوړ کړي. د قسطنطنیې فتحه د نړۍ په تاریخ، په ځانګړي ډول د اروپا په تاریخ او له اسلام سره د هغې په اړیکه کې، یوه ستره پېښه ده. اروپایي تاریخپوهانو د همدې بریا له امله د منځنیو پېړیو پای او د نوي دور پیل ګڼلی دی.