د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! درې څلوېښتمه برخه

حارث عبیده

عثماني پاچاهان د شريعت ډېر پابند وو، له همدې امله عدل او انصاف د دوی له اساسي لومړيتوبونو څخه وو، دوی له غيرمسلمانو، په ځانګړې توګه له نصراني اقليتونو سره، بې‌ساری انصاف کړی دی، له نصرانيانو سره د عثماني واکمنو چلند له ظلم، تعصب او زوره خلاص و، او هېڅکله به د دوی په زړونو کې دا خبره نه راګرځېده چې د عقيدې له مخې دې له نصرانيانو سره زياتی وشي.

په عثماني خلافت کې ټولو نصراني ډلو ته بشپړ مذهبي ازادي ورکړل شوې وه، د هرې ډلې خپل مذهبي مشران موجود وو، چې هغوی به په ښکاره ډول د سلطان سره اړیکه لرله. هر مذهب خپل مذهبي مراسم، خپلې کليساوې، عقيدې او د ژوند طريقه لرله، عثماني دولت د دوی په مال، عقیده، ژبه او فرهنګ کې هېڅ لاسوهنه نه کوله. هغوی ته دا ازادي هم ورکړل شوې وه چې په خپله خوښه خبرې وکړي، ښوونه، ودې او فرهنګي فعالیتونه پر مخ یوسي.

د محمد فاتح رحمه الله دا نېک چلند د اسلام له سپېڅلو لارښوونو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه الهام اخیستی و، هغه د راشده خلافت له عدالت، زغم او اخلاقو متأثر وو، د دښمنانو سره یې عادلانه چلند د تاریخ پاڼې ډکې کړې دي.

د قسطنطنيې معنوي فاتح – شیخ آق شمس الدین رحمه الله

شیخ آق شمس‌الدین رحمه الله د محمد فاتح معنوي استاد او لوی عالم و، د هغه بشپړ نوم محمد بن حمزه دمشقي رومي و، له خپل پلار سره روم ته تللی و، او هلته یې مختلف علوم او فنون زده کړل، نوموړی د عثماني خلافت په دور کې د اسلامي فرهنګ او ديني ارزښتونو په خپرولو کې ډېره مهمه ونډه لرله.

آق شمس‌الدین رحمه الله د سلطان محمد فاتح ښوونکی و، او د ده نسب د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه تر سلالې پورې رسېږي، هغه په ۷۹۲هـ (۱۳۸۹م) کال کې په دمشق کې زېږېدلی و، په اووه کلنۍ کې یې قرآن حفظ کړ، او بيا یې په آسيا او حلب کې عربي او اسلامي علوم زده کړل. وروسته انقرې ته ولاړ، او هلته یې له نامتو علماوو څخه زده‌کړې وکړې، هغه په ۱۴۵۹م کال وفات شو.

نوموړي امیر محمد فاتح ته د هغه دور اساسي علوم ور وښودل، لکه: قرآن، حدیث، فقه، عربي، فارسي او ترکي ژبې. له دې سربېره یې هغه ته عصري علوم لکه رياضي، فلکيات، تاریخ، او جګړه‌ییز فنون هم ور وښودل. آق شمس‌الدین رحمه الله نورو استادانو ته هم دا دنده سپارلې وه، چې سلطان ته د حکومتولۍ، سیاست او ادارې اصول ور زده کړي، څو د وخت یو غوره پاچا وګرځي.

نبوي زېری او د فاتح اراده

دا هغه وخت و چې سلطان محمد فاتح په مگنزیا کې د امارت دندې ترسره کولې، آق شمس‌الدین رحمه الله هغه ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا مبارک حدیث وښود:
«لتفتحن القسطنطينية، فلنعم الأمير أميرها، ولنعم الجيش ذلك الجيش»
ژباړه: “تاسې به خامخا قسطنطنيه فتح کوئ، غوره امیر به یې امیر وي، او غوره لښکر به یې لښکر وي.”

دا حديث د سلطان محمد فاتح په زړۀ کې دومره اغېز وکړ چې له ماشومتوبه یې دا ارمان خپل هدف وګرځاوه، کله چې سلطان محمد فاتح د خلافت واګې په لاس کې واخيستې، نو د خپل استاد په امر یې د قسطنطنيې د فتح لپاره لښکر تيار کړ، نوموړي ښار له څلورو خواوو کلابند کړ، ۵۴ ورځې سختې او خونړۍ جګړې وشوې.

کله چې جګړه اوږده شوه او بیزنطینیانو ته تازه تجهیزات او مرسته ورسېده، نو هغوی ته نوې هیله پیدا شوه، پاپ څلور کښتۍ ورولېږلې، چې تر ښار ورسېدې. دا مرسته د محاصرې تر فشار لاندې بیزنطینیانو ته ډېره مهمه وه، او د دوی مورال يې لوړ کړ، په همدې وخت کې د عثماني دولت امیران او وزیران سره راټول شول، او سلطان ته يې عرض وکړ: “تاسې د يو صوفي په وینا دومره لوی لښکر قسطنطنيې ته بوتلو او ښار مو محاصره کړ؟”

خو سلطان محمد فاتح د خپل استاد مشوره نه وه هېره کړې. له ايمان، هوډ او زړورتیا سره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بشارت عملي کېدو ته اوږه ورکړه.

Exit mobile version