د سلطان محمد فاتح عدل او انصاف
په نړۍ کې د سلطان د عدل او انصاف کیسې مشهورې وې. هغه به د اسلامي شریعت له مخې له اهلِ کتابو سره ښه سلوک کاوه، هغوی ته به یې ټول مذهبي حقوق ورکول. له هېڅ نصراني سره به یې ظلم او زیاتی نه کاوه، د نصراني مشرانو به یې هم د هغوی د حق په اندازه درناوی کاوه او له هغوی سره به یې په ډېره نرمي چلند کاوه. د سلطان شعار دا و چې “عدل د امپراتورۍ اساس دی.”
سلطان محمد فاتح د خپل ځواک، د لښکر د ډېروالي او د امپراتورۍ د پراخوالي له امله هېڅکله مغرور نه شو. موږ وینو چې کله یې د قسطنطنیې هغه ښار ونیوه چې د نیولو په اړه یې ډېرو ګومان نه کاوه، نو ښار ته له داخلېدو وروسته یې تکبر ونه کړ، بلکې د الله تعالی شکر یې ادا کړ او ویې ویل: «الحمد لله، الله تعالی دې په شهیدانو رحم وکړي، مجاهدین دې په عزت او بزرګۍ ونازوي. دا زما د قوم (مسلمانانو) لپاره د افتخار خبره ده، دوی باید د دې سترې بریا له امله الله جل جلاله ته د شکر سجده وکړي. دا بریا د الله تعالی فضل او کرم دی.»
سلطان او د هغه لښکر دا بریا د خدای له لوري یو نعمت باله، ځکه یې د خپل خالق حمد او ثنا ویله، او دا عمل د دوی د کلک ایمان نښه وه.
۵:- اخلاص
د سلطان محمد فاتح په ژوند کې داسې پېښې شوې چې د هغه اخلاص ورڅخه څرګندېږي. هغه د اسلام په اړه ډېر مخلص او پابند و. د هغه په دعاګانو کې دا اخلاص ښکاره و. سلطان به ویل:
 “زما نیت، زما جذبه، او ټولې هڅې مې د خدای د دین د خدمت لپاره دي، زما اراده دا ده چې زه له خپل لښکر سره، چې د خدای لښکر دی، د اسلام د دښمنانو زور کم او هغوی مغلوب کړم. زما فکر دا دی چې د الله تعالی په لطف او مهربانۍ سره بریا، کامیابي او فتحه تر لاسه کړم. زما جهاد د ځان او مال له لارې د خدای د اطاعت لپاره دی، او زما تمه یوازې د الله تعالی په تایید او مرسته کې ده، تر څو د هغه دښمنان مغلوب کړم.”
۶:- علم او فن
د سلطان محمد فاتح پلار د هغه د کوچنیوالي له وخته د ښوونې او روزنې ځانګړې پاملرنه کوله. له همدې امله محمد فاتح د روزنیز نظام بشپړ درناوی کاوه، چې د هغه وخت د مشهورو عالمانو یوې ډلې پرې نظارت کاوه. نوموړي قرآن شریف، حدیث، فقه، او د هغه وخت عصري علوم لکه ریاضي، فلکیات، تاریخي، نظري او عملي پوځي علوم زده کړي وو.
سلطان محمد فاتح ډېره خوشبخته روزنه لرله، ځکه د هغه استادان د وخت وتلي علما وو. له هغوی څخه شیخ آق شمسالدین او مولانا کوراني تر ټولو مشهوره وو. (علامه کوراني د عثماني دولت په زمانه کې په مروجو علمونو کې د یوې انسایکلوپیډیا حیثیت درلود.)
محمد فاتح د خپلو استادانو له ښوونې او روزنې څخه ژوره اغېزه اخیستې وه، او دا روزنه د هغه په کلتوري، سیاسي او پوځي رغبتونو کې څرګنده وه.
سلطان محمد فاتح په درېو ژبو ــ عربي، فارسي او ترکي بشپړ پوهېده، او دا هغه وخت یو ستر مهارت ګڼل کېده. د دې تر څنګ، هغه یو ښه شاعر هم و، او په ترکي ژبه یې د شعرونو یو دیوان د یادګار په توګه پرېښی دی.
د سلطان محمد فاتح تهذیبي کارنامې
۱:- د مدرسو او تعلیمي ادارو تاسیس
 سلطان محمد له علم او علماوو سره ډېره مینه لرله. له همدې امله یې د خپلې امپراتورۍ په قلمرو کې ګڼ شمېر مدرسې او ښوونیزې ادارې جوړې کړې.
د عثماني امپراتورۍ لومړنی پاچا چې ستر ښوونځي یې جوړ کړي وو، سلطان اورخان و. وروسته ټولو پاچاهانو د هغه د تعلیمي منهج پيروي وکړه، په پایله کې په ادرنه او د امپراتورۍ په نورو ښارونو کې د مدرسو او ښوونیزو ادارو جوړول عام شول.
سلطان محمد فاتح هم د خپلو نیکونو دا لاره تعقیب کړه، هغه د علم د خپرولو او د مدرسو د جوړولو لپاره هر ممکن کوښښ وکړ، د تعلیمي چارو د پرمختګ لپاره یې اصلاحات راوستل، د ښوونې بهیر ته یې خپله پاملرنه کوله، او د ښوونیزو لګښتونو لپاره یې پراخې ځمکې وقف کړې.
ده د مدرسو نظام نوی کړ، درجې او ټولګي یې جوړ کړل، او د هرې درجې لپاره یې ځانګړی نصاب وټاکه. د ازموینو یو نظام یې هم وضع کړ، زدهکوونکی تر هغه بل ټولګي ته نهشو تلای، څو یې د نصاب لومړۍ مرحله په ښه ډول نه وي لوستلې او ازموینه نه وي ورکړې.
سلطان محمد فاتح به د ښوونې او ازموینو بهیر په خپله څاره. کله ناکله به د ازموینو صحنې ته تللو، او د استادانو تدریس به یې له نږدې کاته. هغه به له زدهکوونکو سره کښېناست، د هغوی درس ته به غوږ نیوه، او دا یې هېڅ شرم نه ګاڼه، بلکې دا یې د علم درناوی باله.
 
 



























 
 












