پاکستان د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د تأمین لپاره او د پردیو د خوشحالولو په موخه، د ظلم هغه مأموریت پر مخ وړي چې سرچینه یې له بهرنیو اشارو او فشارونو څخه اخیستل کېږي. د همدې سیاست په دوام، پر بې ګناه ملکي افغانانو بمبارونه ترسره کوي، چې په ترڅ کې یې ښځې، نارینه او تنکي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دا کړنې نه یوازې د یو ملت پر وړاندې تېری بلل کېږي، بلکې د ټول انسانیت او بشري ارزښتونو ښکاره نقض هم دی.
تازه بېلګه یې بيګا شپه په کابل کې د روږدو کسانو یو روغتون په نښه کول دي، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان شهیدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شول. په نشه يي توکو روږدي کسان د ټولنې هغه مظلوم او بې وسه قشر دی، چې اسلامي امارت د خپلې مهربانۍ له مخې روغتونونو ته راټول او تر درملنې لاندې یې ونیول، تر څو هغوی له هلاکت او تباهۍ وژغوري او د سالم ژوند یو نوي پړاو ته داخل شي.
خو له بده مرغه، پاکستاني رژیم نه یوازې دا چې نور بې ګناه افغانان په نښه کوي، بلکې دا ناتوانه او بې دفاع انسانان هم د خپلو بریدونو هدف ګرځوي او خپل دغه ظالمانه او غیر انساني چلند د «دهشتګرو پر ضد د مبارزې» تر نوم لاندې توجیه کوي.
د افغانانو پر وړاندې د پاکستان روان وحشت د اسلام له نظره:
نړیوال چې پاکستان ته د یو اسلامي هېواد په سترګه ګوري، دوی باید فکر وکړي چې پاکستان یوازې په نوم مسلمان دولت دی، خو نظام او قانون یې له اسلامه پردی او د مسلمانانو پر ضد ټولې کړنې د امریکا په غوښتنه ترسره کوي. که یو غیرمسلم هېواد د مسلمانانو پر وړاندې داسې ظالمانه چلند غوره کړي، نو دا کار د هغوی له تاریخي دښمنۍ سره تړاو لري؛ خو کله چې یو مسلمان ګاونډی هېواد داسې عمل ترسره کوي، نو دا موضوع لا زیاته دردونکې او د خواشینۍ وړ ګرځي، ځکه چې د اسلامي ورورولۍ، ګاونډیتوب او بشري ارزښتونو خلاف او نه بخښونکی عمل بلل کېږي.
الله تعالی فرمايي:
ژباړه: څوك چې كوم مؤمن په قصدي ډول ووژني، نو د هغه سزا د تل لپاره دوزخ دى، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړی دى. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ٩٣]
همداراز الله تعالی فرمايي:
ژباړه: چا چې په ناحقه او له کوم جرم پرته یو څوک وواژه، نو داسې(لوی جرم) ده لکه ټول انسانان چې يې ووژل. [سورة المائده ٣٢]
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: يو مسلمان چې د شهادت کلمه وايي، نو وژل يې نه روا کېږي، مګر په دریو کارنو سره:
١_ کله چې بل څوک ووژني.
٢_ په داسې حال کې زنا وکړي چې نکاح يې کړې وي.
٣_ له خپل دین څخه مرتد شي او د مسلمانانو له ډلې جلا شي. (بخاري او مسلم)
همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د مسلمان وژنه کفر دی. ( رواه مسلم)
إمام نووي رحمه الله لیکي: د مؤمن وژونکی هغه وخت کافر دی، چې د مؤمن وژنه ځانته روا وګڼي. (مسلم بشرح النووي)
د یادولو وړ ده چې عامو ملکي افغانانو خو نه پاکستاني عسکر وژلي، چې دوی ترې غچ واخلي، نه د کوم اخلاقي فساد مرتکبین دي او نه له اسلام څخه اوښتي دي؛ نو د حیرانتیا خبره داده چې پورته شرعي نصوصو ته په کتو، پاکستان د بې ګناه افغانانو وژل په کومه پلمه توجیه کوي او هلته مېشت علماء او مفتیان به دې ناوړه کار ته کومه د جواز جامه اغوندي؟
د مظلومو افغانانو لپاره ښه زیری دا دی چې پاکستان د زوال پر لور روان دی؛ لکه څنګه چې قاضي شریح رحمه الله وايي: ظالم د سزا انتظار باسي او مظلوم د بریا او ثواب انتظار باسي. [ حلية الأولياء ١٣٢/٤]
دا له لمر روښانه ده، چې کوم دولت ظلمونه پیل کړي، نو سمدستي له ډول ډول ستونزو او ناکاميو سره مخ شوی او په ډېر ذلت سره راپرځول شوی، که څه هم له شته امکاناتو او مادي پرمختګونو برخمن وي.
پاکستان که څه هم ځانته د اسلامي دولت نوم انتخاب کړی، خو که خپلو ظالمانه کړنو ته نور هم دوام ورکړي، نو دا حتمي ده چې خپل واک به له لاسه ورکوي؛ ځکه إمام ابن تيميه رحمه الله وايي: الله تعالی له عادل دولت سره مرسته کوي، که څه هم کافر وي او له ظالم دولت سره الله تعالی مرسته نه کوي، که څه هم مسلمان وي. (مجموع الفتاوی ٦٢/٢٨)
الحمدلله! افغان حکومت هم مسلمان دی او هم یې خورا عادلانه چلند غوره کړی، تر څو چې پرې تجاوز نه وي شوی، هيچا ته کوم خطر نه پېښوي او کله چې پرې تجاوز وشي، نو يوازې متجاوز ته مناسب ځواب ورکوي او د نورو مسلمانانو مال او وينې ته پوره درناوی لري، خو پاکستان برعکس د طالب او عام وګړي هیڅ توپیر نه کوي. دا کار ددې ښکاره ثبوت دی، چې پاکستان د پردیو په اشاره نه غواړي، افغانان د آرام ساه واخلي او له ستونزو بېغمه شي، بلکې کوشش دا کوي، چې په يو نه يو ډول اسلامي امارت ته مشکلات پېښ کړي او د نظام د پرمختګ مخه ونیسي.










































