بلوڅان د آریایي قومونو له ډلې څخه دي، چې د عرب سمندرګي پر غاړه، د جنوبي آسیا په بلوچستان، پراخه صحرايي او غرني سیمه کې له تېرو درې زرو کلونو راهیسې استوګن دي، چې ځانګړې ژبه، کلتور، دودونه، قبیلوي جوړښت او د ژوندانه اصول لري.
بلوڅان غیرتي، وفادار، مېلمهپاله، په وعده ولاړ، صبور، ازاديخوښوونکي او خپل کلتور او فرهنګ ته منقاد خلک دي، چې تر ننه پورې یې د تاریخ په اوږدو کې د سترو سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو بدلونونو سره سره خپل هویت، کلتور او تاریخي حیثیت ساتلی دی. د خپلې ازادۍ، دین، سیمې، کلتور او فرهنګ د ساتلو لپاره یې د هر تېريګر پر وړاندې د مېړانې او غیرت تورې وهلې دي او تر نن پورې د هیڅ یرغلګر د قدرت سلطه منلو ته نه دي تیار شوي.
بلوڅان په اوومه میلادي پېړۍ کې د حضرت عمر فاروقؓ د خلافت پر مهال، کله چې اسلامي لښکرې دې سیمې ته ورسېدې، په تدریجي توګه مسلمانان شول. د بلوڅانو ذاتي خویونه لکه وفاداري، غیرت، ننګ او مېلمهپالنه له اسلامي ارزښتونو سره نږدې او ورته وو، ځکه خو د اسلام منل ورته اسانه او په خپله خوښه وو.
بلوڅانو د اسلام په مبارک دین له مشرف کېدو وروسته د دغه الهي دین په خپرولو کې بنسټیز رول ادا کړ. د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له کبله، چې د منځني ختیځ او جنوبي آسیا ترمنځ یې درلود، د اسلام دین یې د هند سیند او نورو برخو ته ورساوه. د عباسي او اموي خلافتونو پر مهال یې هم د اسلامي قلمرو د سرحدونو په ساتنه کې لویه ونډه لرله او تر پېړیو پېړیو د اسلام د مبارک دین لېږدونکي، ساتونکي او عاشقان پاتې شول. د بلوڅو جنګیالیو مېړانه او قربانۍ د اسلامي تاریخ نه هېریدونکې برخه ده.
بلوڅان د لومړي ځل لپاره د یو متحد او قوي دولت په توګه د میر نصیرخان بلوڅ په واسطه راڅرګند شول. میر نصیرخان بلوڅ لومړنی سیاسي او مدبر مشر و چې بلوڅ قبایل یې سره متحد کړل، منظم بلوڅي پوځ یې جوړ کړ، ادارې او اصلاحات یې رامنځته کړل، پاشلی بلوڅي قدرت یې په یوه لیکه کې منسجم کړ او قبایلي مشران، پوهان او دیني عالمان یې پر خپل شاوخوا راټول کړل. د دولت چارې، کورنۍ او بهرنۍ پرېکړې د دیني اصولو، بلوڅي منل شویو دودونو، د دولت او قبایلو د ګټو پر اساس د همدغو دیني عالمانو، قبایلي مشرانو او پوهانو له لوري ترسره کېدې، چې په رأس کې میر نصیرخان بلوڅ و.
میر نصیرخان بلوڅ د احمدشاه بابا همعصره و او له ۱۷۴۷ تر ۱۷۹۴ کلونو پورې د قلات دولت ځواکمن مشر پاتې شو. قلات دولت له دراني امپراتورۍ سره د یوه تړون پر اساس، چې د قلات تړون په نوم یادېږي، یو باحیثته متحد او په ټولو کورنیو چارو کې خپلواک دولت وو. د قلات دولت دوره، په ځانګړې توګه د میر نصیرخان واکمني، د بلوچستان یوه مترقي، ارامه، له هوساینې ډکه او روښانه دوره وه. په دغه دوره کې د بلوڅانو کلتور، فرهنګ، اقتصاد، ژبه او ادب د پام وړ پرمختګ وکړ او بلوڅ قبایل د هوسا او عزتمن ژوند خاوندان شول.
د انګلیسي استعمار پر مهال قلات دولت هم د سیمې د نورو دولتونو په څېر پر خپل حال او اختیار پاتې نه شو. انګرېزانو د مستونګ تړون څخه د ناوړه استفادې په مټ د قلات دولت ځینې سیمې او ستراتیژیکې لارې، چې د بلوچستان له سیمې تېرېدلې، تر خپل کنټرول لاندې راوستلې. خو قلات د نیمه خپلواک دولت په توګه، داسې چې په کورنیو چارو کې خپلواک او په بهرنیو چارو کې د انګرېزانو تر واک لاندې و، پاتې شو. د انګلیسي استعمار له پای ته رسېدو او په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د نوي هېواد له جوړېدو تر وخته هم همداسې نیمه خپلواک دولت و، نه مستعمره.
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان جوړېدل او د بلوچستان د دوامدارې ناارامۍ پیل د دوکې، دروغو، خیانت، ظلم، بېانصافۍ، توطیو او سیاسي بېباورۍ هغه فصل دی چې د پاکستان په نوم د نوي زېږېدلي هېواد د سیاسي او پوځي طبقې شرارت او غلامي پکې ښه انځور شوې ده.











































