د اکتوبر ۷مه؛ د امریکا لویه تېروتنه

ډاکټر حامد

#image_title

د ۲۰۰۱ مېلادې کال د اکتوبر پر اومه، یعنې همدا ورځ؛ امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، دلته شته اسلامي نظام یې ړنګ کړ او پر ځای د جمهوریت ناوړه رژیم حاکم کړ، د امن، سولې او ورورلۍ خوږه فضاء ټوله شوه او د جبر، زور او وحشت توره دوره پیل شوه.

امریکا د افغانستان د غیور او مسلمان ولس، ټول شته اصیلیتونه، دیني، اسلامي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه مات او تر پښو لاندې کړل، دوی کرار د اسلام لمنه ټولوله او د غرب ناوړه افکار او د ډیموکراسۍ لویه وباء یې صحنې ته را ښکته کول.

د دغه ناوړه رژیم په وړاندې، د اسلامي امارت څو زړور اتلان ودرېدل، خو زر ګونو کفري سرتیرو ته یې ماتې ور کړه، امریکا په خپل راتګ پښېمانه شول، ددې غیور وطن هره دښته، غر، تېږه، ځوان او زوړ یې په وړاندې ودرېدل، بلاخره پر ګوندو شوه او خپله شرمنده ماتې یې ومنله.

 

د اکتوبر پر ۷مې د امریکا څو لویې تېروتنې:

۱:- د افغانستان د تېر تاریخ هېرول؛

امریکا مخکې له دې چې پر افغانستان یرغل وکړي؛ دا هېر کړل چې باید ددې خاورې تېر تاریخ ولولم، د امریکايي اشغال وړاندې، په افغانستان کې دوې لویې امپراطورۍ؛ رویان او انګرېزان مات شوې دي، دا دوه هغه لوی ځواکونه وه، چې د هغه عصر متمدن او په شته ټیکنالوجۍ سمبال و، خو دلته یې غاښ ماتونکې ځوابونه ولیدل.

امریکا د افغانستان د خلګو چلند او غبرګون؛ د اشغال او استعمار په وړاندې نه و لوستی، ځکه یې داسې حیرانونکې او د دوی له فکره لرې ماتې وخوړل.

۲:- د افغانستان د غیور ولس ناسم درک؛

دوی د افغانستان ولس یو بې تعلیمه او بې شعوره ولس بللی و، داسې یې ګڼله، چې هيڅکله دوی د جنګ او مبارزې توان نه لري، هغوی فکر کاوه، چې دا له عصري ټیکنالوجۍ لرې خلګ به مونږ نړیوال قوت ته څنګه ماتې را کړي، خو په دې نه پوهېدل چې دا اولس د ایمان په ځواک سمبال دی.

دا غیور ولس هیڅکله استعمار او ښکېلاک نه مني، دې ولس ته تر هرې پرمختللې ټیکنالوژۍ او وسلې؛ د ایمان وسله مهمه او اړینه ده، دوی پر ټیکنالوژۍ نه؛ بلکې أه خدای جل جلاله او د هغه پر نصرت ایمان او باور لري.

۳:- د جمهوریت پر ناوړه رژیم ډېر او بې ځایه باور؛

امریکا ددې لپاره چې په منځني ختیځ ريښې ټینګې او دلته ښه واک تر لاسه کړي او د افغانستان له ولسه د ایمان او عقیدې زېور لري کړي؛ د جمهوریت په ناوړه رژیم له حده او حسابه تېر مصارف وکړل.

امریکا په دې باور وه، چې زما له تګ وروسته به جمهوریت دایم او قایم وي او زمونږ فرمایشات به عملې کېږي؛ اما کله چې امریکا مخ په ماتې شوه او وېستل کېده؛ د دوی د هیلو څلی او روزل شوی جمهوریت یې له دوی وړاندې سقوط شو، امریکا وروسته پوه شول، چې څومره په بې ننګه رژیم یې مصارف او باور کړی و.

هرماس الافغاني
Exit mobile version