د خوارجو ظهور؛ د حضرت علي رضی الله عنه او حضرت معاویه بن ابي سفیان رضی الله عنه تر منځ د صفین جګړې ( ٣٧هـ / ٦٥٧م ) کال پر مهال پیل شو.
کله چې د جګړې په پای کې، د حضرت علي کرم الله وجهه او معاویه رضی الله عنه تر منځ د تحکیم (مذاکرې) پرېکړه وشوه، یوه ډله خلک د حضرت علي کرم الله وجهه له پوځ څخه جلا شول او د دوی دواړو تحکیم یې غیر اسلامي وباله؛ دوی دا نظر درلود، چې یوازې الله جل جلاله د قضاوت حق لري او د انسانانو تر منځ تحکیم کول د الله جل جلاله د حاکمیت خلاف دي، ځکه خو یې د “لا حکم الا لله” شعار ور کړ.
دا ډله د “خوارج” په نوم مشهوره شوه (خوارج د “خروج” څخه اخیستل شوی، چې د بغاوت او جلا کېدو مانا لري، وروسته یې د حضرت علي کرم الله وجهه او معاویه رضی الله عنه په خلاف دریځ غوره کړ، دوی په دې نظر وو چې هر هغه چا چې د تحکیم له پرېکړې سره موافقه کړې، کافر دی او له اسلام څخه وتلی دی.
دوی د خپلواک حکومت جوړولو هڅه وکړه او په عراق، فارس او نورو سیمو کې یې وسلهوال بغاوتونه پیل کړل؛ حضرت علي کرم الله وجهه د دوی له بغاوتونو سره مخ شو او په نهایت کې یې د خوارجو پر ضد نظامي عملیات پیل کړل.
په ٣٨م هجري کال کې، د نهروان په سیمه کې، د خوارجو یوه لویه ډله راټوله شوه، حضرت علي کرم الله وجهه د هغوی پر وړاندې جګړه وکړه، چې د نهروان جګړې په نوم سره یادیږي؛ په دې جګړه کې ډېری خوارج ووژل شول او فتنه یې تر یوې اندازې کنټرول شوه، خو پاتې کسانو یې بیا وروسته په کوچنیو ډلو کې فعالیت ته دوام ورکړ.
حضرت علي کرم الله وجهه د خوارجو لومړني بغاوتونه ځپلي وو، خو خوارج په بشپړ ډول له منځه نه و تللي؛ دوی په اموي خلافت کې هم فعالیت وکړ او د اموي واکمنانو پر وړاندې یې سخت مخالفت درلود.
د یاد خلافت پر مهال، خوارجو څو ځله په مختلفو سیمو کې د اموي خلیفهګانو پر ضد بغاوتونه وکړل، په ځانګړې توګه د عراق، فارس او جزیره په سیمو کې؛ د دوی د بغاوتونو اصلي دلیل دا و، چې اموي واکمنان یې ظالمان او د اسلام له حقیقي روحیې څخه منحرف ګڼل.
خوارج په ځانګړې توګه د اموي خلیفه عبدالمَلِک بن مروان او حجاج بن یوسف په وخت کې ډېر فعاله و، حجاج بن یوسف؛ چې د اموي واکمنۍ لپاره یو مهم والي او قوماندان و، څو ځله یې د خوارجو په وړاندې سختې جګړې وکړې او د دوی بغاوتونه یې سخت وځپل.
د عباسي خلافت په لومړیو کلونو کې هم خوارج فعال پاتې شول، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې؛ دوی د عباسي واکمنانو پر ضد بغاوتونه پیل کړل او د اسلامي خلافت ثبات ته یې جدي ګواښ پېښ کړ.
عباسي خلیفهګانو کوښښ کاوه چې د خوارجو د یاغي ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او د دوی بغاوتونه ختم کړي، خو خوارج تر اوږدې مودې پورې یوه جدي او ګواښوونکې ستونزه پاتې شوه، هغه مهال یې په عراق، جزیرةالعرب، یمن، فارس او شمالي افریقا کې د مسلمانانو په وړاندې څو څو ځله بغاوتونه وکړل.
د عثماني خلافت پر مهال؛ خوارج په هغه بڼه چې د لومړیو اسلامي پېړیو په جریان کې یې فعالیت درلود، نه وه موجود؛ ځکه د وخت په تېرېدو سره د دوی سیاسي او پوځي ځواک کم شو او په اسلامي نړۍ کې یې نفوذ ډېر محدود پاتې شو.
دوی د یاد خلافت پر مهال؛ د یوې مهمې سیاسي ډلې په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړی و، په دې دوره کې اصلي مذهبي او سیاسي ننګونې د سني-شیعه شخړو، صفوي- عثماني رقابتونو او داخلي اصلاحاتو او تجدد غوښتنو په اړه وې؛ نه د خوارجو د فتنې په څېر مسایلو.
خوارجو ته نږدې ډلې یا د هغوی په څېر فکر لرونکي خلک کېدای شي، په لرې پرتو یا کوچنیو ټولنو کې شتون درلود، خو د عثماني خلافت په لویه سیاسي او مذهبي جغرافیه کې یې د پام وړ رول نه درلود.