قلب الاسد الافغاني
د افغانستان په اسلامي امارت ځینې ګاونډي یا هم نور هېوادونه وخت ناوخت تورونه پورې کوي، چې د افغانستان خاوره یې په خلاف کارول شوې ده او له افغانستان څخه دوی ته خطر پېښ دی.
مګر دا ټولې خبرې یې بې بنیاده او د دوی له لوري پروپاګند دی، دوی چې له افغانانو سره کومې غیر انساني کړنې تر سره کړې؛ فکر کوي چې افغانان به له دوی څخه د غچ اخستنې په پار خپله خاوره د دوی په ضد استعمالوي او دا فکر ځکه کوي چې که لیوه ته په حجره کې هم ځای سم کړې؛ د ووزې د انتقام له ویرې به خوب ونه کړي.
خو مونږ ځکه هم خپله خاوره د دوی په خلاف نه استعمالوو چې اوس مونږ یو قوي نظام، لرو نو بیا مو څه ضرورت دی چې د کمزورو خلکو په شان خپله خاوره د جنګ میدان وګروځوو او افغانستان بیا د جنګ په اډه بدل کړو.
د دې په اړه په پروني امنیتي کانفرانس کې د افغانستان محترم دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وینا وکړه او داسې یې وویل: «په دوحه کې د اشغال د خاتمې په تړون کې چې کوم تعهد د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نورو په خلاف د افغانستان خاورې د نه استعمال په اړه تر سره شوی؛ مونږ په خپل تعهد ولاړ یو، کله به هم چا ته اجازه ور نه کړو چې افغانستان خاوره د نورو په خلاف وکاروي او نه به چا ته اجازه ورکړو چې د افغانانو له مجبوریتونو استفاده وکړي او افغان ځوانان د نورو په خلاف وکاروي، په دې اړه ټول لازم وقایوي تدابیر نیول شوي؛ مونږ په هیچا د تعدا اراده نه لرو او نه د چا تعدا منو.
دلته غواړم یو څه ته اشاره وکړم او هغه دا چې په سیمه کې له افغانستان څخه د تشویشونو د ایجاد لپاره د ځینو مغرضو داخلي او خارجي کړیو له لوري هڅې روانې دي.
دا مغرضې کړۍ کاذب اطلاعات تولیدوي او مختلفو لورو ته یې د مختلفو چینلونو له لارو رسوي؛ غواړي له دې لارې سیاسي او مادي امتیازات او خپلې شومې موخې لاس ته راوړي، دا مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په نشر کې خورا مهارت لري او په تېرو شلو کلونو کې یې په دې برخه کې زیاته تجربه تر لاسه کړې.
مونږ د کاذبو اطلاعاتو د تولید دا کړۍ ډېرې ښې پیژنو؛ متأسفانه ملګري ملتونه او په خاصه توګه امنیت شورا د دې کاذبو اطلاعاتو ښکار شوې، نو د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت په اړه په داسې کاذبو راپورونو باندې باور ونه کړي. زمونږ د تفاهم لارې د هر چا په مخ خلاصې دي؛ کولای شي د هر ډول تشویش په اړه ځانونه مطمئن کړي.»