د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د هند د بهرنیو چارو له سکرتر وکرم مسري سره وروستۍ لېدنه د پاکستاني استخباراتي ادارو سرہ د تړلو ټولنیزو رسنیو له سختو منفي تبلیغاتو سره مخ شوې ده.
دا غبرګون د هغه سیاست ښکارندويي کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د بې ځایه لاسوهنې پر بنسټ ولاړ و او دا لاسوهنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ لامل شوې ده، د پاکستان دودیزه افغانه تګلاره، چې د ستراتیژیک عمق او د خپلې خوښې د حکومت پر مسلط کولو متمرکزه وه، اوس په بشپړ ډول ناکامه شوې ده.
بلخوا، د افغانستان اسلامي امارت خپلواک بهرنی سیاست خپل کړی، او هڅه کوي له ټولو سیمهییزو قدرتونو سره متوازنې اړیکې رامنځته کړي.
پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې د مداخلې هغه ډول سیاست مخته وړی، چې نه یوازې افغانستان ته، بلکې پاکستان ته یې هم تاوان رسولی دی، د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته، اسلامآباد تمه لرله چې کابل به د دوی تر سیوري لاندې پاتې شي، خو د طالبانو حکومت ملي خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکړ.
پاکستان څو ځله هڅه وکړه چې افغانستان تر فشار لاندې راولي، چې پکې د سرحدي محدودیتونو، دیپلوماتیکو بیانونو او تازه هوايي بریدونو ته اشاره کېدای شي، خو نتیجه یې برعکس وه، په افغانستان کې د پاکستان ضد احساسات د پخوا په پرتله لا زیات شول او طالبانو روښانه کړه چې دوی به د هېڅ ډول فشار تر اغېز لاندې نه راځي، بلکې د هېواد ملي ګټو ته په کتو به پرېکړې کوي.
د پاکستان دا سیاست دومره ناسم ثابت شوی چې افغانستان ته د مداخلې له امله یې په نړیواله سطحه ځان نور هم منزوي کړ، وروستي هوايي بریدونه یې لویه بېلګه ده، چې نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو سبب شوي دي، دا خو یې لا پیل دی خو که اسلامآباد خپله پالیسي بیا و نه ارزوي، نو په راتلونکي کې به له لا زیاتو دیپلوماتیکو ننګونو سره مخ شي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست اوس یو آزاد او متوازن مسیر نیولی دی، طالبانو روښانه کړې چې دوی به یوازې پر یوه هېواد تکیه نه کوي، بلکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره به د مساوي دریځ پر بنسټ اړیکې ساتي.
د هند د بهرنیو چارو د سکرتر سره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لېدنه د همدې سیاست یوه برخه ده، طالبانو اوس له هند سره د عملي اړیکو د ساتلو پرېکړه کړې، ځکه چې افغانستان ته د اقتصادي، سوداګریزو او دیپلوماتیکو همکاریو اړتیا ده، هند د سیمې یو مهم قدرت دی او په افغانستان کې یې د پرمختیايي پروژو لپاره همکاري کړې.
د افغانستان اسلامي امارت په دې پوهیږي چې یوازې له یوه هېواد سره اړیکې محدودې کول هوښیارتیا نه ده، بلکې د ټولو قدرتونو سره ښې دیپلوماتیکې اړیکې ساتل د اوږدمهاله ثبات ضمانت کوي.
طالبانو همدا تګلاره د منځنۍ آسیا له هېوادونو، ایران، چین او روسیې سره هم تعقیب کړې ده، له ازبکستان او ترکمنستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوي، له ایران او چین سره اقتصادي همکاري زیاته شوې، چې دا ټول د دې ثبوت دی چې افغانستان اوس له نړیوالې انزوا څخه راوزي او د یوه خپلواک دولت په توګه خپل دریځ ټینګوي.
پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان د یو تابع هېواد په توګه وګوري، خو د افغانستان اسلامي امارت روښانه کړې چې د خپلواکۍ په معامله کې هېڅ ډول معامله نه کوي، وروستي هوايي بریدونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بېباورۍ فضا نوره هم ژوره کړې او که دا وضعیت دوام ومومي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به لا ډېرې کړکېچنې شي.
پاکستان باید دا درک کړي چې له افغانستان سره ملګرتیا یوازې د برابرۍ او متقابل احترام پر بنسټ ممکنه ده، که اسلامآباد پر خپلې زړې پالیسۍ ټینګ پاتې شي، نو دا به نه یوازې له افغانستان، بلکې له نورو سیمهییزو قدرتونو سره هم د منزوي کېدو سبب شي، د طالبانو پالیسي واضحه ده، چې دوی له هر هېواد سره د برابرۍ پر اساس اړیکې غواړي، او که پاکستان هم دا اصل ومني، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کیدای شي.