د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شلمه برخه

مولوي احمد علي

د افراطي، تكفيري، او خارجي نظرياتو او افکارو زيانونه:

کله چې تکفیري او خارجي ډلې او افکار را منځته ته شي، یا د مسلمانانو په ټولنو کې نفوذ وکړي، نو دغه لاندې څو لوی زيانونه زېږوي، لکه:

۱:- د مسلمانانو په ټولنه کې مینه او محبت ختم شي، بغض، نفرت او حسد منځته راشي، ټولنه د اختلافاتو ښکار شي، لکه په معاصر جهاد کې چې کله د جماعة قاعدة الجهاد او ځینو نورو جهادي تحریکاتو په صفونو کې تکفیري عناصرو نفوذ وکړ، نو دغه جهادي تحریکات د بدترینو اختلافاتو ښکار شول، یو بل يې قتل کړل، په مسلمانو ټولنو کې یې نیک‌نامي ډېره متاثره او اغېزمنه شوه، ډېر ضعف او کمزوري خوا ته ولاړل، بلکې بعضي جهادي تحریکات تقریبا ختم شول، یا د نېست برابر شول، لکه د قفقاز جهادي تحریک، د منځنۍ آسیا جهادي منظمات، او په ځینو افریقايي اسلامي هېوادونو کې جهادي خوځښتونه.

۲:- فرقه پالنه او مذهبي و مسلکي تعصب پېدا کېدل.

۳:- ګډوډي او بې نظمي پېدا کېدل.

۴:- د مسلمانانو قوت ماتېدل.

۵:- کفار او د هغوی اتحادیان د داسې فرصت څخه ښه سیاسي او نظامي ګټه پورته کوي، یوې خوا ته د مجاهدینو د خپلمنځي اختلاف څخه په استفادې مهمو نظامي نقطو طرف ته پرمختګ کوي، دویم په اولسونو کې د مجاهدینو په وړاندې فکرسازي او پروپاګند کوي، دوی ته داسې حالت یو ښه چانس او فرصت وي، نه يې ضایع کوي، په ډېر لږ وخت کې د جنګ نقشه او صورت حال بدل شي، دښمن د منظم کېدو او تقویه کېدو خوا ته ځي او جهادي تحریک د خپلمنځي اختلافاتو، د يو بل د قتلولو او تکفیرولو په وجه د ضعف، ماتې او مایوسۍ خوا ته ځي، د عراق شام او لیبیا جهادي تحریکات يې ژوندي مثالونه دي.

۶:- د خپلو شرعي او جهادي اميرانو خلاف قیام کول.

۷:- معصومې وينې او مالونه حلال ګڼل.

۸:- د سلفو او مشرانو په مخکې جرأت کول، بلکې د هغوی توهین کول، لکه د خوارجو يو مشر عمرو بن عبيد به ويل:

(لو شهد عندي عليّ وطلحة والزُّبير وعثمان على شِراك نعلي ما أجزتُ شهادتهم ما أجزت شهادتهم).

(الكوكب الوهَّاج والرَّوض البَهَّاج في شرح صحيح مسلم)

ژباړه: که ما ته علي، عثمان، طلحه او زبير (رضي الله عنهم) په يوه تسمه کې ګواهي وکړي، نو زه د دوی ګواهي نه قبلوم.

 

یا لکه معاصر تکفیریان او خوارج چې د دنیا اکثر علماء مرجئه ګڼي، که څه د دوی نه يې دیني خدمات په مسلمانو ټولنو کې ډېر زیات دي او د دوی (معاصرو تکفیريانو) نه د اهل السنة، مرجئه ؤ، خوارجو او نورو ډلو په عقایدو او مناهجو باندې ډېر ښه پوهېږي، لیکن دغه تکفیریانو ته دغه جبال العلم او د اهل السنة والجماعة رهبران مداهنت کونکي، باطل پرست، تر دې چې مرتدین ورته ښکاري.

 

ځکه چې د دوی سره په مسلح قیام کې فعالیت نه کوي، یا د دوی د کردار څخه نه وي مطمئن، یا په نورو دیني، تعمیري کارونو کې د ډېر پخوا څخه مصروف وي او په یقیني توګه مسلمانانو ته فائده هم رسوي او د مسلمانانو ورته ضرورت هم وي، د مسلح پاڅون کامیابي یقیني نه وي، نو د خپل سوليز او سلمي خدماتو، ادارو او مؤسساتو د بقا او جریان لپاره د مسلح قیام سره لا تعلقي اعلان کړي.

۹:- د امن خرابېدل:

په کومو ټولنو کې چې تکفیري او خارجي عناصر نفوذ وکړي، هغه با امنه او سولیېزه نشې پاتې کېدلای، تکفیري او خارجي عناصرو په تېره یو لسیزه کې یو لوی تعداد داسې تخریبي کړنې او عملیات ترسره کړل چې د شرعي او سیاسي دواړه لحاظو څخه غلط او اسلامي جهادي تحریک ته يې نه جبرانېدونکی تاوان ورساوه.

د تکفیري او خارجي فکر په ارتقا کې د موالاتو، مناصرت او مظاهرت على المسلمین په موضوع کې د سلفو او جمهور اهل السنة موقف پرېښودلو او په شاذ، مجمل او یا د وهابي تحریک د بعض افراطي مخکښانو په فتواګانو پسې تللو اساسي کردار ادا کړی، پکار ده چې په جهادي ادبیاتو کې د سلفو او جمهور اهل السنة موقف ته زیاته توجه ورکړل شي، ګنې غیر سني او شاذ موقف جهادي تحریکات په اسلامي ټولنو کې د شنډوالي خوا ته بیايي او دغه افراطي، غیر سني او د سلف صالحینو مخالف موقف پخپله او طبعي توګه تکفیریان او خارجیان زېږوي.

 

بیا دغه افراطي او خارجي عناصر د خپل افراطي او غیر سني مفکورې په تناظر او ليدلوري کې د جهادي تحریکاتو لپاره عسکري، سیاسي، دعوتي او ابلاغي پالیسیانې تشکیلوي، چې په نتیجه کې يې داسې فتواګانې، دعوتي بیانات او عسکري کړنې منځته راځي چې په ډېر لږ وخت کې ښه پرمخ تللی جهادي حرکت د صفر نقطي ته رسوي.

 

مثلاً د جمعې، اختر او جنازې په لمونځونو کې چې کومې چاودنې وشوې، په تعلیمي ادارو چې كومې حملې وشوې، د دې شا ته د جواز بلکې د ثواب او جنت حصول یوه مفکوره وه، چې هغه د دغه غیر شرعي عملياتو او جهاد تباه کونکو عسکري او نظامي کړنو وجه وہ، چې سیلابي عالمي جهادي تحریک يې د خطرناکې انضواء او شنډوالي سره مخ کړ.

امام ابوبکر ابن العربي رحمه الله:

 

د مالکي مذهب مشهور امام او فقیه، لوی محدث او مفسر، امام ابوبکر ابن العربي رحمه الله په خپل تفسیر “احکام القرآن” څلورم جلد، ۲۲۵ صفحه کې فرمايي:

مَنْ كَثُرَ تَطَلُّعُهُ عَلَى عَوْرَاتِ الْمُسْلِمِينَ وَيُنَبِّهُ عَلَيْهِمْ وَيُعَرِّفُ عَدُوَّهُمْ بِأَخْبَارِهِمْ لَمْ يَكُنْ بِذَلِكَ كَافِرًا، إذَا كَانَ فِعْلُهُ لِغَرَضٍ دُنْيَوِيٍّ، وَاعْتِقَادُهُ عَلَى ذَلِكَ سَلِيمٌ، كَمَا فَعَلَ حَاطِبُ بْنُ أَبِي بَلْتَعَةَ حِينَ قَصَدَ بِذَلِكَ اتِّخَاذَ الْيَدِ وَلَمْ يَنْوِ الرِّدَّةَ عَنِ الدِّينِ.

د امام ابن العربي رحمه الله د خبرې حاصل دا دی، چې که یو څوک د مسلمانانو خلاف کافرانو ته ډېره زیاته جاسوسي کوي، خو د دنیوي ګټو په خاطر يې کوي، نوره عقیده يې صحیح وي، نو دا په دې عمل باندې کافر او مرتد نه دی، لکه حاطب بن أبي بلتعة رضي الله عنه چې کړې وه، خو مقصد پکې د هغه نعوذ بالله د دین څخه ارتداد نه و، بلکې د یوې شخصي او خانداني ګټې په خاطر يې په کافرانو احسان کول و.

شیخ عبدالله بن عبدالعزيز بن حمادة الجبرین د خپل کتاب “تسهیل العقیدة الإسلامیة” په حاشیه، اول جلد، ۵۷۱ صفحه کې وايي، چې په دې خبره خو اجماع د امت ده چې حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه چې کوم څه کړي وو، ارتداد نه دی، سره د دې نه که دغه مکتوب قریشو ته رسېدلی وي، نو هغوی به حتماً جنګ ته تیاري کړي وي، او دا د نبي علیه السلام د قصد او ارادې خلاف وه، ځکه هغه صلى الله علیه وسلم خو غوښتل چې دا خبر پټ پاتې شي، نو حاطب رضي الله عنه چې دا څه کړي و، دا د اسلام او کفر ترمنځ په یو مهم جنګ کې د کفارو سره لویه مرسته او همکاري وه، خو دا کفر او ارتداد ځکه نه و، چه د دغه تعاون او همکارۍ محرِّک او لامل اعتقادي فساد او خبث نه و، بلکې یو خانداني منفعت او ګټه وه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Exit mobile version