دا د شهادتونو خاوره ده… دا د سرونو د نذرانو خاوره ده!

نعمان سعید

د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست د لومړي مرستیال الحاج ملاصاحب تاج میر جواد ـ حفظه الله ـ نوې وینا مې واورېده. دا وینا یې وړمه ورځ د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د شهیدانو د یاد لمانځنې په پار جوړې شوې، لویې جهادي او ولسي غونډې ته کړې ده.

وینا خواوشا ۲۰ دقیقې ده، چې د زماني مقطع له مخې زیات اهمیت او ډیر ارښت لري؛ ځکه ټولو اړخونو ته واضح ځواب دی.

زه یې په اړه ډیر څه نه لیکم؛ ځکه دا وینا زموږ د تحلیل او نظراندازۍ څخه لوړه ده؛ ځکه دا وینا د اسلامي امارت د یو ایډیالوژیک، دیني، تاریخي، نظامي او رواني اړخونو د ژور درک او پوخ تعبیر د رهبر وینا ده، چې همدغه ډول تحلیلګر ته اړتیا لري.

بهر حال!
د زماني مقطع د اهمیت له مخې مجبور یم، چې په اړه یې خپل سطحي فکر او ساده قلم له مخې هڅه وکړم، چې د یادې وینا مهمې برخې په جلا جلا پراګرافونو وویشو او بیا به هر پراګراف په دیني، تاریخي، نظامي او رواني جنګ چوکاټ ته واچوو او په کې نغښتي پیغامونه به په ګوته کړو.

اول پراګراف
“د لوی الله جل جلاله شکر دی، چې نن مونږ او تاسو په یوه ویاړمنه غونډه کې او د جهاد او مبارزې په یوه مستحکم سنګر کې برخه لرو او دلته سره را ټول شوي یو.”

د وینا دا برخه یې د الله جل جلاله په شکر باندې مشتمله ده، چې د الله جل جلاله شکر یو اسلامي اصل دی او دا ښيي، چې هر څه د الله جل جلاله پیرزوینه ده. بیا د “جهاد، مبارزې او سنګر” یادونه دې ته اشاره ده، چې دا خورا لوړ دیني ارزښتونه دي او د مسلمانانو د دفاع او دین د لوړوالي لپاره ترټولو مهم او غوره عمل جهاد دی.

همدا شان دا اصطلاحات د پخوانیو هغه مبارزو تسلسل ته اشاره کوي، چې زموږ دیني او تاریخي میراثونه دي او مجاهدینو ته ور احساسوي، چې تاسو په “مقدس” مأموریت کې واست/ یاست او باید پاتې شئ او دا هغه څه دي، چې د یو مجاهد لپاره د فکري استقامت د پیاوړتیا مهمه وسیله ګڼل کیږي..

غونډه یې له “سنګر” سره تشبیه کړي، چې دغه تشبیه قوي سمبول دی او دا ښيي چې دا یوازې یو ساده ناسته نه؛ بلکې مهمه مبارزه ده، دا فقط یو عادي فکري یا ټولنیز فعالیت نه؛ بلکې نظامي موقعیت لري، چې باید د نظامي جبهې غوندې ارزښت ورکړل شي.

دویم پراګراف:
“زمونږ او ستاسو پلرونه او نیکونه د شورویانو، انګریزانو او نورو متجاوزو او مستبدو امپراتوریو سره وجنګېدل او په دې سره یې د یوه مسلمان قوم په حیث باندې د افغانستان بقاء تضمین کړه.”

د وینا دغه برخه یې ښیي، چې زموږ جنګونه او مبارزې ملي نه وي؛ بلکې دیني وې، چې د اسلام د مقدس دین او د مسلمان قوم د سپیڅلي هویت بقاء یې اصلي او مقدسه موخه وه.

د انګریزانو او شورویانو له اشغال سره د مبارزو یادونه یې د افغاني مبارزو ویاړمن تاریخ ته یوه اشاره ده، چې دا تعبیر د نسلونو ترمنځ د تسلسل حس پیاوړی کوي او دا پیغام ورکوي، چې د نن ورځې مبارزې او جهادونه زموږ د پخوانیو مبارزو تسلسل دی؛ بناءً که بیا هم کوم څوک غلطي تکرار کړي؛ نو دا تسلسل به همداسې ادامه مومي؛ ځکه جهادونه او مبارزې زموږ دیني او ملي هویت دی.

درېیم پراګراف
“په شهادت سره یو مسلمان دا ثابتوي چې اسلام ورته له هر څه نه زیات ارزښت لري…”

د وینا دا برخه یې د اسلام او مسلمانانو لپاره د یو مقدس خوند (شهادت) په ارزښت را څرخي او څو نقاطو ته اشاره کوي، یوه دا، چې د اسلام لپاره ځان قربانول تر ټولو لوړ ارزښت لري، چې نه باید مجاهد ترې دریغ وکړي، بله یې د جهاد او شهادت ترمنځ اړیکه روښانوي. همدا شان د هغو مجاهدینو سرښندونو ارزښت او اهمیت ته اشاره کوي، چې ځانونه یې قربان کړل او د تاریخ په پاڼو کې د اسلامي ارزښتونو د پایدارۍ سمبول وګرځېدل.

همدا شان ټولو هغه دوښمنانو ته، چې شوم هدف لري، یو پیغام واضح پیغام لیږدوي، چې تاسو له داسې خلکو سره مخ یاست، چې په دنیا نه؛ بلکې د مرګ نه په وروسته ژوند باندې باور لري.

دا د مبارزو لپاره تر ټولو قوي اخلاقي ملاتړ دی؛ ځکه هغه پوځي ځواک، چې له مرګ څخه ویره نلري؛ هغه ته ماتې ورکول سخت وي.

څلورم پراګراف:
“دا د شهادتونو خاوره ده… دا د سرونو د نذرانو خاوره ده.”

د وینا دا برخه یې هم د دغه وطن ویاړمن تاریخ یادونه کوي او هم د مبارزو تقدس بیانوي او دا ثابتوي، چې دغه خاوره د الله جل جلاله په لاره کې د سرونو د شنیدلو ویاړ لري او هیڅوک د دا فکر نه کوي، چې موږ به له خپلو ارزښتونو او د هغوی د دفاع په لار کې له قربانیو دریغ وکړو.

همدا شان یو تاریخي فریم ورک رامنځته کوي، چې دا خاوره تل د قربانیو له لارې ژغورل شوې ده او د افغاني غرور، استقلال، او نه تسلیمېدو پیغام نقلوي او خپلو پوځیانو ته پیغام ورکوي، چې تاسو د قربانیو وارثان یاست او باید د هر ظالم او جابر پر وړاندې همدا لار تعقیب کړئ.

پنځم پراګراف:
“زمونږ او ستاسو دښمنانو، چې کله سخته ماتې وخوړه؛ نو یې فکري او رواني جنګ ته مخه کړه…”

دا برخه کې د دښمنانو سره د مبارزې یو بل او مهم باب بیانوي او دا تاکیدوي، چې که په فزیکي جنګ کې زموږ دښمنان ناکام شول؛ خو په رواني جنګ کې لا هم اخته دي او دا یو ډول تاکتیکي اشاره هم ده، چې هر ځواک د فزیکي ماتې څخه ورسته حتمن فکري حمله کوي؛ نو باید د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې را نشئ او فکري مبارزې ته متوجه او پوره تمرکز ورباندې وشي.

شپږم پراګراف:
“والله العظیم زه دا خوښوم چې د الله تعالی او د دې شرعي نظام د ساتنې په لار کې ذره ذره شم…”

د وینا دا برخه یې ډیره خوندوره ده، دغه سوګند او د تعهد تجدید یوازې قسم نه، بلکې له خلکو او ملګرو سره په کړیو وعدو وفا، د استشهاد اراده، د نظام بقاء، استحکام، دوام او د اسلامي احکامو د تطبیق په باب د هغه د کلک دریځ څرګندونه ده او دغه دیني شدت د یو قوي ایمان لویه نښه ګڼل کېږي.

دا شان دا تعهد او سوګند د هغه د رهبریت اصلي تشخص څرګندوي، چې که د ځان په ذره ـ ذره کولو هم وي، له خپل مسیر نه تریږي او دوښمن ته پیغام ورکوي، چې د خپلو اهدافو د تحقق په پار مشرتابه هم د ځان قرباني کولو ته تیار دی او ملګرو ته وایي، چې همیش به ستاسو سره د قربانۍ په لومړي لیکه کې یم.

اووم پراګراف:
“مونږ به د هر هغه څه پر وړاندې کلک ودرېږو چې هغه زمونږ د نظام بقاء او استحکام ننګوي…”

د وینا دغه برخه ډیر مهم څه واضحوي او هغه دا چې اسلامي امارت یو بشپړ اسلامي نظام دی، د وضعي نظامونو او د هغوی د مفکورو پر وړاندې کلک دریځ لري او د دغه نظام په وړاندې هر ډول هڅه دوښمني، برید او د بقاء په وړاندې تهدید ګڼل کېږي او ټولو یو پیغام ورکوي، چې د دغه نظام د دفاع، استحکام او تطبیق په برخه کې به هیڅ داخلي او خارجي فشار ته تسلیم نشي او هر تهدید ته به ځواکمن او قوي ځواب ورکړي.

اتم پراګراف:
“دا چې ستاسو ځوانان، ستاسو فرزندان او ستاسو د زړه ټوټې الله تعالی شهادت ته انتخاب کړې وې…”

د وینا له دغې برخې څخه د ټولو تللیو ملګرو او د هغوی د وارثانو په اړه د زړه درد او غم واضح معلومیږي؛ خو بیا هم د تسلۍ په پار شهادت ته د انتخاب په جمله کې یې رانغاړي او دا د الله رضا او د هغه په غوراوي پورې تړي، چې دا یو قوي عقیدوي اساس ښکارندویي ده.

همدا شان دا د شهیدانو وارثینو ته رواني تسلي ورکوي او دا ورته په ډاګه کوي، چې قربانۍ یې بې ځایه نه دي او د هغوی د ملاتړ اهمیت بیانوي؛ ځکه دا دوامداره نظامي ملاتړ تضمینوي.

نهم او وروستی پراګراف:

“راځئ چې د اسلامي امارت او د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره کلک ودرېږو…”

د وینا دا برخه یې د “امیرالمؤمنین” اطاعت ته په واضحو ټکو د خلکو په رابللو مشتمله ده، چې هم له دیني پلوه لازمي ګڼل شوی او هم د اسلامي امارت د دوام سمبولیکه بڼه ده.

همدا شان ټولو ته د اسلامي امارت د یووالي او اطاعت اشاره کوي او د هر ډول خارجي تبلیغاتو او افکارو د تأثیراتو پر ضد د خلکو د “اذهانو” د ساتنې او وحدت پالیسي بیانوي او دا هم روښانه وي، چې اطاعت د هر نظامي تشکیلاتي جوړښت لپاره حیاتي ده.

Exit mobile version