داعش که د ايجنټې ادارې تروريستي لاس

د،ب،هيښ

د  تنظيم شويو زړه بوږنوونکو جنايتونو د توجيه د پاره چي وروستی  يې په کابل پوهنتون د حملې بشري جنايت او ځنګلي وحشت دی او د تنکيو محصلينو او نورو بې ګناه خلکو په وينو کې لمبول دي  عجب نوم او  بانه پيدا شوې ده چې داعش دی.

دا څه رنګه داعش دی چې يوازې  تش، خيالي او فرضي نوم يې شته ، لاکن نه يې ادرس شته، نه تشکيلات او نه جغرافيه او دومره قوي دي چې  د وطن په زړه کابل کې خونړي او وحشيانه  عمليات کولی شي هغه هم په علمي ، ديني او ثقافتي مرکزونو؟

عملاً ټول افغانستان د دوو لوريو ( طالبان  او د اشغالګرو اداره ) د حاکميت قلمرو دی، نو که د داعش په نامه کومه ډله فزيکي وجود لري، طبعأ به ددې  دوو لوريو په قلمرو او  حمايت کې وي.

د طالبانو قاطعانه ضديت او مبارزه د داعش سره ټولو ته روښانه ده، چې د داعش بېخ او رېښې يې په ننګرهار، کونړ ، جوزجان  او نورو برخو د افغانستان کې و ايستلې.

بل د طالبانو تفکر او تګلاره ( ديني او ملي ) د داعش د  خوارجي  اډيولوژي او وحشيانه  اعمالو سره کاملاا متضاد او په ټکر کې دي او هيڅ مشترک اهداف او منافع يې تر منځه  وجود نه لري ، چې د هغې په اساس يو دبل حضور او فعاليت تحمل کړي .  نو په  هغو ساحو کې چې طالبان تسلط لري د داعشيانو د فعاليت احتمال او  امکان  قطعاا نشته او نه ئې د وحشيانه حملو کومه بېلګه ليدل شوې ده.

د بل لوري نه د طالبانو د  داعش سره  په مبارزه کې موږ  د اشغالګرو او کابل د ادارې له لوري په طالبانو  د هوائي بمباردونو او داعشيانو ته د پناه ورکولو او په چورلکو کې امن ځايونو ته د رسولو شاهدان وو .  همدارنګه څو وارې په رسنيو کې د کابل په اداره کې د شاملو ډلو ټپلو د مشرانو  ( مسلميار ، اتمر ، نبيل ، دوستم ، عطا او نورو )سره د داعش ډلې رابطه او دهغوی له لوري ورته د اسلحې او لوژيستيکي امکاناتو او تسهيلاتو  د برابرولو راپورونه خپاره شول . نو ددې شواهدو او قرائېنو  په‌  اساس دا خبره واضح کيږي چې داعش يا  د تپل شوې ادارې يوه تشکيلاتي برخه ده او يا دهغوی تر نظارت او امر لاندې د تنظيم شوي جنايت د مخته بيولو د پاره يوه ډله ده ، چې د کابل د ادارې  د واک په ساحه کې  فعاليت کوي  او د تروريستي عملياتو د پاره  اوبه او خوراک ئې هم ورته تهیه کوي.

اشغالګر او نوکران ئې چې د ټولو ښکاره او مستندو  جنګي جنايتونو ( په کليو او باڼډو بمباردونو ، شپنيو چاپو ، هدفي وژنو ، قتلعامونو او په زندانونو کې د افغانانو اچولو او تعذيبولو )  زور او مهلکو اسلحو په استعمال سره د افغان اولس د آزادۍ غوښتنې او د اشرارو – مفسدانو د تسلط ختمولو مبارزه خاموشه نه شوائ کړائ او د هرې ورځې په تېریدو دا مبارزه نوره هم قوي ، سراسري ، منظمه او منسجمه شوه او په سياسي -نظاني – حقوقي ساحو کې يې اشغالګر او نوکران ئې د شرمناکه ناکامۍ سره مخامخ کړل ، د خپلې ماتې د پټولو او تلافي کولو د پاره  د قومي -ژبني او مذهبي تعصبونو اورته د لمن وهلو تر څنګ يې د داعش په نامه ډرامه   د خپل منفور ستيج نه نندارې ته کېښوده  ، تر څو په خپلو ضد بشري جنايتونو پرده واچوي او ددې جرمونو مسؤليت د ځانه نه ليرې کړي او د بل پلو نه د سولې پروسه چې قطعاا د دوی په نابودۍ تماميږي  سبوتاژ کړي.

که نه کوم سالم عقل او پاک وجدان به دا ومني چې د اجنتې ادارې په محاصره شوې جزيره کې به يو څوک د دومره وسلو  او موهماتو سره  د جزيرې له بهر نه  د پوهنتون ساحې  ، دکوثر روزنيز مرکز او يا د اهل تشيع مساجدو او تکيه خانو ته ځان ورسوي.

معلومداره خبره ده چې داعش هسې ديوې مبهمې او موهومې بلا تبليغاتي غوغا ده او په واقعيت کې  د تروريستي وحشيانه حملو او  فتنو  رېښې او تمويلوونکي د اجنتې ادارې په داخل کې دي او د دوی يوه تنظيم شوې برنامه ده.

مرګ په جنګي جنايتکارانو او مسلکي قاتلانو

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version