داعش څنګه خپلو لیکو ته خلګ جذبوي؟ | لومړۍ برخه

أحمد عابد

#image_title

د داعش ترهګره ډله د خپل ظهور په پیل کې؛ له مختلفو لارو چارو څخه په استفادې وتوانیده، چې د سړیو، ښځو، تنکیو ځوانانو او حتی ماشومانو په شمول زیات شمېر خلک د مختلفو هیوادونو څخه راجلب کړي او د لوی بشري ځواک له جوړولو وروسته؛ د تش په نامه اسلامي خلافت اعلان وکړي.

مونږ به په سلسله‌ای بڼه هڅه وکړو، چې د داعش له خوا د بشري ځواک د استخدام ځینې طریقې په ګوته کړو.

البته دا حقيقت باید ومنو، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د داعش سره یو ځای شوي زیاتره مهم او استخباراتي کسان؛ په یوه ځانګړي سکتور کې د تخصص سربیره عمومي تخصصات هم لري، لکه د عصري مخابراتي ټیکنالوژۍ کارونه، د بهرنیو ژبو زده کړه، سیاسي، اداري، اقتصادي، امنیتي او نظامي تجربې.

لومړۍ باید ووایو، چې د همدې ډلې د تشکيل او د چټک جلب و جذب په اړه دوه شیان خورا زيات مهم دي:

۱_ د داعش عوامل او فکري ریښې ۲_ د داعش د ودې او پیاوړتیا عوامل

موږ د دې ډلې له اعلامیو او رسمي ویناوو څخه د داعش فکري ریښې درک کولای شو؛ چې خپل ټولې خبرې او کړنې اسلامي احکامو او قوانینو ته په داسې حال کې منسوبوي، چې له شرعي احکامو سره هېڅ تړاو او همغږي نه لري.

په هر حال؛ داعش د یوې تروریستي او افراطي ډلې په توګه معرفي کیدلای شي، چې له ټولې نړۍ څخه مرستې ترلاسه کوي او نه یوازې د افراطیت په ناروغۍ اخته ډیری خلک راجلبوي؛ بلکې د هغوی په ذهنونو کې ژور نفوذ هم لري، چې نور یې له بلنو متاثره کیږي.

د داعش د فعالیتونو په پیل کې، ډیری کارپوهان په دې باور و، چې داعش به یوازې د عربي ملتونو او د فارس خلیج هیوادونو څخه ځواک ترلاسه کړي؛ خو په تدریجي توګه د دغې ډلې په منځ کې د تورپوستو، اروپایانو او حتی د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو د شخصیتونو شتون دا په ډاګه کړه، چې د داعش پروژې ته ډیر خلک متوجه او جلب شوي دي.

دا اکثراً د خلکو تر مېنځ یو عام نظر دی، چې ډلې د مغز مینځلو له لارې خلک استخداموي، مګر څیړنې ښیي چې هغه خوځښتونه چې په چټکۍ سره پراخیږي په دوی باندې مغز مېنځل ډیر اغیز نه لري؛ نو ویلای شو چې داعش هر سړی په جلا ډول جذبوي.

دا باید هېره نه کړو چې د هر سیاسي او مذهبي حرکت د دوام او بقا لپاره د خلکو جذب تر ټولو اساسي عامل دی؛ له همدې امله د داعش تکفیري غورځنګ هم هڅه کوي، چې د دعوتي_تبلیغاتي وسایلو په کارولو سره خپل سازمان ته خلک جذب کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version