ژباړه: عبدالکریم امت زوی
د 2023م کال د جولای میاشت په 16مه نېټه د منځنۍ افريقا ولايت داعشيانو د مبوندوي په نوم په يوه مکتب بريد وکړ، چې د کونګو او اوګانډا تر منځ په سرحدي سيمه کې پروت دی. د دغه بريد قربانيان (42) تنه وو، د لوړ عمر قرباني یې يوه بوډۍ ښځه وه، چې عمر يې له (95) کلونو لوړ وو، او تر ټولو د ټيټ عمر قرباني یې يوه انجلۍ وه، چې عمر يې له (12) کلونو څخه کم وو. په عموم کې داعش شل انجونې د ورننوتو وروسته د هغوی د خوب په اطاقونو کې ووژلې، چې په همدې مهال يوه بله ډله د ذکورو ( نارينه) څانګې ته داخل شول او هلته موجود (18) تنه زده کوونکي يې ژوندي وسوځول. له دې پرته یې د مکتب نور کار کونکي یې هم وژلي دي. کېدای شي يوازې د دې بريد وحشت بس وو، چې داعش د بريد پړه پر غاړه وانخلي، خو اصلي لامل یې د تبرونو په واسطه د هغو زنانه وو د جسمونو قطع کول وو، چې غير حربي او بې ګناه وې، تر دې مخکې داعش دېته ورته د هغو بریدونو پړه پر غاړه اخستې وه، چې زنانه پکې په ځانګړي ډول په نښه شوې وې، چې مشهور یې د فرانسې په نيس ښار کې د يو تونسي داعش ملاتړي لخوا د يوې (60) کلنې ښځې حلالول وو. بل په مراکش کې د داعش ملاتړو بيعت کونکو لخوا د دوو اروپايي سيالبينو زنانو وژل وو، د دغو عملياتو او د مبوندوی د بريد تر منځ توپير دا وو، چې د مبوندوی بريدګر د منځنۍ افريقا د ولايت رسمي عناصر ( غړي )وو، نه ملاتړي داعشيان.
دلته مونږ يوه وړه وقفه کوو، د رسنیزو راپورونو له مخې داعش د مکتب د عمومي طعام خانې ټول غذايي خواړه ضبط کړي، او د مکتب ځينې زده کوونکي او زده کونکې یې بنديان کړي تر څو دغه غذائي خواړه پرې له پولې هاخوا په کونګو هېواد کې خپلو مرکزونو ته انتقال کړي.
د منځنۍ افريقا ولايت لخوا داسې کار کومه د تعجب خبره نه ده، ځکه مونږ د دغسې کارونو په اړه مخکې هم اسناد خپاره کړي دي.
په دې يوه خبره ډاډه يو؛ هغه دا چې د داعش د رسنيو مسوولين په هغو جناياتو هيڅ باک نکوي، چې د منځنۍ افريقا ولايت یې د دين او جهاد په نوم ترسره کوي، ځکه د دوی ټول فکر د جهاد پر ځای په بيعت او دوی ته په ځان منسوبولو کې مصروف کړی، دوی بې ځايه فکر کوي چې ګوندې د دې جناياتو پړه نه اخيستل به وکولای شي داعش بې ګناه وښايي؛ لکه څنګه چې د داعش له ميډيا دا تمه نلرو چې د داسې بريد پړه به پر غاړه واخلي، نو همداشان د دوی د مشرانو څخه هم دا توقع نلرو چې دوی دې د خپلو عسکرو د دغو جناياتو څخه د برائت اعلان وکړي.
دا خو هر چاته ښکاره ده چې اخلاقيات کله هم د دوی د کار لپاره شرط نه وو او نه هم کله داعش دېته اړتيا احساس کړې، چې د دين تطبيق دې په جهادي اخلاقو وکړي او کله هم د دې منلو ته تیار نه دي چې د دوی دا کار د مخلصينو، صالحو او رښتينو مۇمنانو د اخلاقو سره په ټکر کې دی.