د اسلام په مبارک دین کې الله تعالی جل جلاله په واضح او څرګند ډول سره د خلکو لپاره اصول او مقررات ټاکلي دي.
هيچاته اسلام دا اجازه نه ده ورکړې تر څو د مجرمانو په وړاندې له دومره زیاتي کار واخلي چې په خپله د جرم مرتکب شي.
د اسلام په سپېڅلي دین کې د انسان د جسد سوځول په ټولو حالاتو کې ناسم او حرام عمل بلل شوی، په نبوي احادیثو او اقوالو کې د انسان له سوځولو څخه په کلکه خلک ګرځول شوي دي، ځکه دا د انساني کرامت سپکاوی او نهایي توهین دی.
لیکن داعشیانو د خپل افراطیت له کبله دا ټول قوانین او احکام تر پښو لاندې کړي او په لسګونه ځله یې هغه کسان چې د دوی له نظریاتو سره مخالف وو او یا هم د داعش په وړاندې په جګړه کې نیول شوي وو، د دوی لخوا ژوندي سوځول شوي دي. موږ یې دلته یو څو د بېلګې په توګه یادوو:
١:- د اردوني پیلوټ معاذ کساسبه په اور سوځول:
په ٢٠١٥م مېلادي کال چې کله داعش د اردن د پوځ یو پیلوټ معاذ کساسبه د جګړې پر مهال ژوندی ونیو، وروسته یې داعش یوه ویډیو خپره کړه چې په کې معاذ کساسبه په یوه فولادي قفس کې بندي او ژوندی په اور سوځول کېږي.
٢:- د سوريې په الرقه ښار کې د مخالفینو په اور سوځول:
په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ میلادي کلونو کې داعش د سوریې په ښار الرقَّه کې یو شمېر زندانیان په ډلیزه توګه ژوندي وسوځول، دا هغه کسان و چې د داعش سره مخالف و او یا یې د حکومت سره اړیکې لرلې؛ داعش دې کسانو ته د خپلو مخالفینو په توګه سزا ورکوله.
٣:- په شنګال کې یزیدیان په اور سوځول:
په ٢٠١٤ میلادي کال کې کله چې داعش په شنگال سیمه باندې برید وکړ، دوی د یزیدیانو په لویه برخه باندې د اسلامي قوانینو خلاف ظلم وکړ، تر دې ځینې یې ژوندي هم پکې وسوځول، هلته داسې راپورنه هم موجود و چې په کې یزیدۍ ښځې او ماشومان د ژوندي سوځولو قرباني شوې وې.
٤:- د سوریې په داعش کنترول لاندې سیمو کې خلک سوځول:
داعش په سوریه کې د خپلو مخالفینو او هغه کسانو چې له د دوی له اصولو سره مخالف ګڼل کېدل، په ځینو مواردو کې ژوندي سوځولي دي، د داعش له لوري دا ډول اعمال د دوی په اصطلاح عموماً د “خائنانو” او “مرتدینو” لپاره په نظر کې نیول شوي دي او دا کړنې او ویډیوګانې په عامه توګه د خلکو لخوا خپرې شوې.
دغه ډول وحشي کړنې که څه هم داعش د خپل “جهاد” په توګه توجیه کوي، خو دا په بشپړه توګه د اسلامي شریعت او انساني تعلقاتو سره په ټکر کې دي.