په تېره برخه کې مو ولوستل چې یو هغه عامل چې داعش نشي کولای پر افغان ولس حکمراني وکړي وحشت او بربریت دی، د داعش له ناوړه نوم سره وحشت تړلی یادېږي، چیرې چې د داعش نوم یادېږي هلته د وحشت او بربریت انګازې خپرېږي، وحشت د داعش په خټه او جوړښت کې نغښتی، داسې ګڼل کېږي لکه یوه فطرتي پدیده؛ کومه چې هيڅکله تغیر نه کوي.
داعش یوه داسې انګېزه لري چې د واک او حکمرانۍ یوازینۍ لاره وحشت ده، په داسې حال کې چې وحشت یوازې کرکه زېږوي، د ولس او نظام تر منځ واټن زیاتوي؛ تاریخ ګواه دی چې کوم حکومتونو د وحشت لاره خپله کړې، د همدې ولسونو له خوا ړنګ شوي دي، ځکه وحشت هېڅکله د یوه پایداره حکومت لامل نشي کېدای.
د داعش د وحشتونو څو بیلګې!
۱:- د سوریې په الرقه ښار کې د داعش وحشتونه؛
داعش په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې، د جنورۍ په میاشت کې د سوریې لوی ښار الرقه ونیو؛ د الرقې ښار له نیولو سره یې جوخت د مجاهدینو سلګونه پلویان په عامو سړکونو کې قتل عام کړل، له ډېرو مجاهدینو نه یې سرونه پرې کړل، د مجاهدینو سره د همکارۍ په پلمه یې د عامو وګړو پر کورونو دوامدارې چاپې ووهلې او د الرقې په نیولو سره یې داسې خوشحالۍ کولې، تا به ویل که یې کوم لوی کفري ښار نيولی وي.
۲:- د سوریې په دیر الزور ښار کې د داعش وحشتونه؛
دیر الزور د سوریې د ختيځ لوی ولایت دی، چې د الرقې ښار په څېر د داعش د وحشتونو قرباني شوی، په دیر الزور کې د داعش له تسلط وروسته د بې ګناه وژنو، قتل عام، اعدامونو او سر پرې کولو بازار خورا تود شو، داعش یادې کړنې په ډېر رزالت او مکارت سره کولې، دوی هغه ټول وګړي وژل چې د دوی له ناوړه عقیدې او نظریې مخالف و او یا یې د دوی د وحشتونو په ضد غږ پورته کړی و.
داعش په دیر الزور کې د بې ګناه قتل عام تر څنګ؛ د اختطاف او غلا بازار هم تود کړی و، دوی د تجارانو او شتمنو خلګو اولادونه او کورنۍ تښتولې او په بدل کې به یې پیسې غوښتې، ددې تر څنګ د زنا، فحشاء او لواطت بازار هم تود و، داعش په لوړه کچه د زنا په کبیره ګناه کې ښکېل دي، له دوی سره بهرنۍ ښځې د همدې ناوړه پروژې د لا تمویل او خپلو لیکو ته د افرادو د جلب په موخه کار کوي.
“عطوان، عبدالباري، ژباړه: حکمت جليل.(۱۳۹۵ هجري شمسي)
داعش، دويم چاپ؛ مخ: ۱۱۶ ــ ۱۱۷ کابل: سروش کتابپلورنځی.”
د همدې ناوړه وحشتونو سربېره داعش په دیر الزور کې فرهنګي او تاریخي اثار هم ورانول، د تاریخي اثارو تر څنګ یې مسجدونه، مدرسې او ديني مرکزونه ورانول، دوی د هر هغه ځای او خلګو سر سخت مخالف و چې دین یې تقویه کاوه، د داعش د سوریې د همدې دوو ښارونو سربېره په موصل او عراق کې هم زیات شمېر وحشتونه تر سره کړل.
داعش په عراق، سوریه او لویدیځ کې له ماتې وروسته، د غرب په امر د افغانستان او خراسان سیمې ته را واوښتل، دلته یې هم د سوریې او عراق غوندې بې شمېره وحشتونه تر سره کړل؛ په راتلونکې برخو کې به د افغانستان په سیمو کې د داعش په وحشتونو او بربریتونو تفصیلي بحث وکړو.