د دې ډلې رامنځ کېدل له لویه سره ابو مصعب الزرقاوي ته ورګرځي، چا چې په ۲۰۰۴ م کال کې د توحید او جهاد ډله را منځ ته کړه.
په ۲۰۰۶ کال کې ابو مصعب الزرقاوي د القاعدې ډلې مشر اسامة بن لادن سره خپل بیعت اعلان کړ، او دا ډله د القاعدې تنظیم یو برخه و ګرځېده چې ٬٬ د رافدینو په هېواد کې د القاعدې ډله ٬٬ ونومول شوه. د امریکا په هوايي بریدونو کې د رزقاوي تر مړینې وروسته د دې ډلې مشري ابو حمزه المهاجر پر غاړه واخیسته، نوم کې یې تغیر راغلی او وروسته یې نوم د عراق اسلامي دولت شو. له ابوحمزة مهاجر څخه وروسته په همدې سلسله کې د یادې ډلې مشري أبو عمر البغدادي ته ورسېده. په ۲۰۱۰ م کال کې د امریکا په هوايي برېدونو کې د ابوحمزة مهاجر او أبو عمر البغدادي ووژل شول د دې دواړو مشرانو له وژل کېدو وروسته د شورا مجلس ابوبکر البغدادي د یادې ډلې مشرۍ ته نوماند کړ تر څو د ٬٬عراق اسلامي دولت ٬٬ د القاعدې عراق برخې مشر شي.
د القاعدې ډلې بله برخه د ٬٬القاعدې تنظیم په شام کې د ٬٬ جبهة النصرة٬٬ تر نامه لاندې د ابو محمد الجولاني په مشري شتون درلود، معلومه ده، چې دواړه ډلې د القاعدې تنظیم فرعې برخې وې چې له ابن لادن او له هغه وروسته یې ایمن الظواهري د القاعدې ډلې مشر سره بیعت کړی و.
خو د البغدادي له واک ته رسېدو سره سم یادې ډلې بغاوت وکړ او د القاعده د مشر ایمن الظواهري امر ته یې توجه و نه کړه، د ۲۰۱۴ کال د جنوري ۲۹ م دا دولت د دوی د رسمي ویاند ابو محمد العدناني له خولې اعلان کړ. ابوبکر البغدادي ته یې بیعت وکړ او د عراق او شام نوم یې له دولت څخه لرې او نوی نوم یې یوازې ( اسلامي دولت )اعلان کړ چې ټول اسلامي دولتونه پکې شامل شي.
خو ډېر ژر د عراق اسلامي دولت ٬٬ داعش ٬٬ د ابوبکر البغدادي په مشري او د النصرې جبهې چې مشري یې ابو محمد الجولاني کوله اختلاف او جګړه را منځ ته شوه. ځکه چې دوی له ځان پرته نور ټول تکفیر کړل او هلته یې د مسلمانانو په وژنو لاس پورې کړ.
له دې سره د داعش ډله په عراق او شام کې را وټوکېده، په لومړیو کې ځینې سیمې تر خپل واک لاندې راوستي او په پراخه ډول جنایات یې ترسره کړل. داعش ډله د ابوبکر البغدادي په وخت کې له القاعدې څخه جلا شوه او ځان یې خپلواک اعلان کړ، له القاعدې او نورو اسلامي ډلو سره یې جګړې پیل کړي، خو بیا یې هم د القاعدې بیرغ د ځینو لاملونو له مخې د خپل بیرغ په توګه وساته چې په لاندې ډول دي:
لومړی: داعش هڅه کوي د القاعدې ډلې یو ښه بدیل و اوسي، د القاعده اړوند ډلو منځ کې درز اچوي، تر څو دوی سره یو جای شي او همدا یې یو ستر سبب دی، چې دوی دا بیرغ لا هم د خپل بیرغ په توګه کاروي.
دوهم : داعش ډله وکولای شوای چې هغه وخت د القاعدې ځينې غړي له ځان سره یو ځای کړي لکه په مالي هیواد کې د القاعدې یوه برخه له القاعدې څخه جلا سوه او له ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ ، له دې سره د داعش یو برخه مالي هیواد کې هم فعاله شوه.
دریم: داعش هغه وخت دا تمه درلوده، چې القاعده به ضعیفه شي او په برخو به ووېشل شي او جلاشوې برخې به یې له دوی سره یوځای شي او همدوی به د القاعدې ځای ونسي، خو د دوی د تمې خلاف دوی خپله ډېر ژر له ماتې سره مخ شول او هغه سیمې یې چې په ۲۰۱۴ کال کې نیولې وي، بېرته ډېر ژر له لاسه ورکړې.
دې ډلې د خپل ظهور سره سم یې مسلمانانو ته د وینو او وحشت پیغام له ځان سره درلود او د مسلمانانو وژل او ربړول یې اصلي موخه وه، هغه وخت چې دوی په سوریه او عراق کې سیمې لاندې کړي د اسرایلو سره یې سرحد یوازې څو کیلومترونه و، خو بیا یې هم هغوی هېڅ زیان ونه رساوه بلکې هلته یې د اسلامي جهادي ډولو د غړو په لمنځه وړلو لاس پورې کړ او د اسلامي تنظیمونو پرمختګ یې ټکنی کړ.
په همدې سلسله کې داعش د اسلامي شریعت په تله تلو، دا لړۍ راسره وڅارئ.