له دین څخه ناوړه او سرسري تعبیر، د اسلام له نوم او ظاهري څېرې څخه استفاده کول او د عامو له ناپوهۍ څخه د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره ګټه اخیستل د داعشي خوارجو عمومي کړنې دي، چې د دوی ورته له دین څخه معاصر تعبیر او اړخ ورکړی دی.
د یوویشتمې پېړۍ اسلام ضد سازمانونه او د اسلام پر وړاندې د سړې جګړې طرحه کوونکي او اسلام دښمنه سیاستونه هڅه کوي چې اسلام د خپلو په لاس جوړو کړو ډلو په څېره کې له تاوتریخوالي ډک دین معرفي کړي او واقعي بڼه یې هم د داعش او داعش ورته خوارجي حرکتونو په بڼه د واقعي اسلامي په نامه وړاندې کړي.
خپله داعش د سیمې او لرې هېوادونو د سیاسي قدرتونو یوه لاسپوڅې ډله ده چې اسلامي تعلیمات نه لري، تکفیري اعمال تر سره کوي او د اسلام د نوم بدۍ پروژه ورته ویلی شو، یو شمېر مسلمانان یې تېر اېستلي چې افکار، کړنې او چلند یې په هېڅ صورت د اسلامي لارښوونو استازولي نه شي کولی، یوازې د خپلو بادرانو د اسلام ضد ډرانې نقشونه لوبوي او په کلي ډول بیا د هغو خوارجي مشرانو میراث ور په غاړه دی چې د تاریخ په اوږدو کې د اسلام په جامه کې د اسلام په ضد درېدلي دي او اصلي موخه یې هم د مسلمانانو وېش، د منافقتونو ایجاد او د کفارو پر ضد د مبارزې او جهاد د روحیې کمزوري کول دي.
ګڼو غربي متفکرینو چې تر دې دمه د اسلام پېژندنې په برخه کې څېړنې کړې دي، خپله په دې اقرار کوي چې خوارجي ډلې د اسلام د روح استازولي نه کوي، بلکې د اسلام د نوم بدۍ لپاره خپله د کفارو له لوري درول شوي او د یوې ټولنیزې فتنې د ایجاد لپاره ورباندې د لوړې کچې پانګونه شوې ده.
د اسلام مبارک دین څخه د داعشي خوارجو فهم هم سرسري او د دوی په خپل تعبیر دی، په ډېرو مواردو کې ځانونه په پوهه کې تر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم اوچت ګڼي، هغه ورته د ځان په څېر عادي انسان ښکاري، ځانونه یوازې د قران پیروان بولي هغه هم د خپلو ګټو او د ورکړل شوې پروژې د موخو او امکاناتو په رڼا کې، دوی کټ مټ د هغو عیسوي ډلو په څېر عمل او کړنې تر سره کوي چې په صلیبي جګړو کې یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد تر سره کولې، خو په دومره توپیر چې دوی په ښکاره ځانونه عیسویان ګڼل، خو داعشي خوارج د اسلام تر نوم او چتر لاندې د هغوی میراث مخته وړي.
د خوارجي ډلو په څېر داعش هم دیني تعالیم ټوټې کړي او وېشلي دي، ځینې مني او ځېنې ورته د منلو وړ نه دي، دوی هغو کسانو ته ورته چې قرانکریم ورته اشاره کړې ده: «نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَ نَكْفُرُ بِبَعْضٍ؛ موږ پر ځینو ایمان لرو او له ځینو انکار کوو»!
دوی د قرانکریم د احکامو له منځه یوازې د جهاد پر ایاتونو استناد کوي، خو د جهاد د اصولو او حقیقت په اړه هېڅ تدبر او فهم نه لري، خپله مسلمانان یې هم تفکیر کړي او په عام محضر کې وژلي دي چې ویډیوګانې او اسناد یې اوس هم په ټولنیزو شبکو کې شته دي.
دوی د جهاد په نامه داسې له تاوتریخوالي ډک اعمال او کړنې تر سره کوي چې له اسلام څخه د هغو غیر مسلمو اشخاصو زړه توروي چې اسلام ته تمایل لري، د دوی باداران هم د خپلو رسنیزو شبکو او تبلیغاتو له لارې داعشي کړنو ته تر قرانکریم پورې نسبت ورکوي، حقیقت دا دی چې قرانکریم د جهاد اصول څرګند کړي، له مشرکانو او منافقینو سره یې د چلند بڼه واضح کړې ده.
د اسلامي لارښوونو او تعلیم یوه لویه برخه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په سیرت او د هغه په مبارکو سنتو کې نغښتې ده، خدای تعالی په ډېر صراحت سره د دیني تعالیمو بیان د محمد صلی الله علیه و اله وسلم دنده ګڼلې ده، ځکه یې هغه په رحمة اللعالمین باندې ستایلی دی، حال دا چې داعشي خوارج دې ته یوازې د یوه عادي انسان د کړنو او اخلاقو په سترګه ګوري او ځانونه ورته ژمن نه ګڼي.
داعش له اسلام څخه سرسري مطالعه لري، دوی ټولو هغو کسانو ته د کفارو په سترګه ګوري او واجب القتل یې ګڼي چې د دوی په وحشت پوهېږي او پر ضد یې غږ اوچتوي، په دې هم پوهېږي چې اسلام مبارک دین هېڅکله هم دوی ته د داسې کړنو مجوز نه دی ورکړي، خو سترګې یې ورباندې پټې کړې دي.
بل څه چې داعشي خوارجو ته زیات اهمیت لري، مالي سرچینې او تمویل دی، سره ددې چې د دوی بادران ورته پرېمانه پیسې ورکوي او مالي ملاتړ یې ورسره دی، افرادو ته یې اوچت ډالري معاشونه ټاکي، په جلب او جذب کې هم د دوی ډېر جذابیت په مالي وړاندیزونو کې دی، د همدې لپاره یې د اسلامي لارښوونو له منځه په عشر او زکات زیات تمرکز کړی دی، دوی تر دې هم ور اوړي او له خلکو، موسساتو او اشخاصو څخه د خراج، مالیې او جزیې په نامه پیسې را ټولوي، تر څو خلکو ته وښيي چې د دوی مالي تمویل له دې لارو دی او د خپلو بادرانو پر مالي ملاتړ پرده واچوي.
د اسلامي مبارزو په تاریخ کې قرانکریم او سنت په سر کې ځای لري، جهاد یوازې د کفارو له منځه وړل نه دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې یوې دعوتي ډلې د جهاد تر څنګ د اسلامي لارښوونو او غیر مسلمانانو ته د اسلام د تبلیغ مسوولیت هم په غاړه درلود، څو له جهاد وړاندې له وینې توییدنې پرته مشرکین او کفار اسلام قبول کړي چي همداسې شوي هم دي او د وخت امپراتورانو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لیکونو کې هم له جهاد وړاندې ددې خبرداری ورکړل شوی دی، خو د جهاد په نامه د داعشي خوارجو په کړنو کې له تاوتریخوالي او وحشت پرته هېڅ نشته، دوی په عراق، سوریه او افغانستان کې په خپلو کړنو د چنګیز او انګریز حتی مقدوني سکندر د وحشت پر تاریخ عمل کړی دی.