له نن نه، پوره سل کاله وړاندې عثماني خلافت ړنګ شو، اسلامي نړۍ ۵۷ ځایه ټوټه ټوټه شوه، هر هیواد له بل هیواده بیل شو، ارزښتونه او ګټې یې بیلې کړې او په داخل د امت کې د ګټو ټکر را منځته شو.
ددې ټکر د ښه منځته راتلو لپاره، غرب ان له پنځلسمې میلادي پیړۍ راهیسې هڅه پیل کړې وه چې ایله د شلمې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې یې دا هڅه کامیابه شوه.
له تجزیې وروسته بیا هم دښمن کرار نه کښیناست؛ بلکې هڅه یې دا وه چې یو داسې سیستم رامنځته کړي چې په وسیله یې دا اختلافات لا دوام ومومي او له منځه لاړ نه شي، تر څو دوی خوندي پاتي شي.
د دې کار د دوام لپاره، دوی د اسلام دننه د بزدله او تش ذهنه افراطي مسلمانانو څخه د احزابو او ډلو په جوړولو پیل وکړ؛ چې وروسته دې احزابو او ډلو د امت په سطحه لوی لوی تخریبي کارونه کول، چې د تخریب موخه یې د اسلام په نوم د اسلام بدنامول و.
لسګونه احزاب جوړ شول چې تمویل یې غرب کاوه، خو کله کله به که احزابو نتیجه ور نه کړه نو نظامي یرغل به یې کاوه او په مستقیمه توګه به یې هدف لاسته راوړه.
دې کار کلونه کلونه دوام وکړ، خو بلاخره چې دا حربه هم ناکامه شوه، نو مجبور شول چې د جهاد د مخنیوي او بدنامۍ لپاره یوه داسې ډله جوړه کړي تر څو د اسلام په نوم غلا، جنګ او قتل سره جهاد بدنام کړي، د اسلامي نړۍ اقتصادي زیربنا لوټ کړي او په ځوانانو کې د جهاد جذبه ختمه کړي.
خو داسې به نه کیږي، د اسلام په خلاف د کفارو دا اخیرنۍ حربه به هم له منځه وړل کیږي او د امت باور به حقیقي مسلمانان ساتي او لاسته راوړي او له دې شریرې فتنې به د امت ځوانان ژغورل کیږي.
د داعش په نوم د اسلام ضد حربه هم له منځه تلونکې ده، امت له دې شریرې فتنې د خلاصیدو په حالت کې ده او دې ته زمینه مساعدیدونکې ده چې امت سره متحد او یو ځل بیا د عروج په لور قدمونه واخلي.