داعش د اسلامي هېوادونو د اشغال کیلي!
ابو اسامه خراساني
په داسې حال کې چې د عراق او شام مسلمانان د کلونو کړاوونو وروسته د ښه سبا هیلې ته نږدې شوي و او د ظالمانو د واک کړۍ تر بل هر وخت تنګه شوې وه، نا څاپه داعش خوارجو ظهور وکړ.
دا ناوړه خوځښت که څه هم په لومړیو ورځو کې د مظلومانو لپاره یوه هیله ګڼل کېده، خو ډېر ژر یې اصلي بڼه څرګنده شوه، هغه حقیقت چې ډېر مسلمانان او جهادي ډلې یې په حیرت کې واچول او هیڅ باور نه کېده چې د مظلومانو پلویان دې د نړۍ د لویو طاقتونو د استخباراتو لاسپوڅي وخېژي.
کله چې کفري هېوادونو غوښتل پر اسلامي هېوادونو یرغل وکړي او یا د خپل اشغال سپیناوی وکړي، نو د دې لپاره چې یوه جعلي بهانه ولري، د داعش خوارجو نوم یې راپورته کړ.
کفري نړۍ د خپلو جنایاتو د مشروعیت او د بشري حقونو د دروغجنو بنسټونو د خاموشۍ لپاره، هرځای به چې یې غوښتل خپل ناوړه ګام کښېږدي، نو لومړی به یې د داعش ظهور ته زمینه برابره کړه او په دویم قدم کې به یې د داعش د له منځه وړلو په بهانه هغه هېواد اشغال کړ.
په افغانستان کې، چې کله دوی پوه شول چې د دوی اجیره اداره او ځواکونه د اسلامي امارت د مجاهدینو په وړاندې مقاومت نشي کولی، نو په همدې خاطر یې هغه نقشه چې په عراق او سوریه کې عملي او بریالۍ هم وه، په افغانستان کې هم عملي کړه او د داعش خراسان پروژه یې را منځته کړه.
غرب په دې ډول هڅه وکړه چې د داعش سره د جګړې په بهانه افغانستان اشغال کړي او د دې مظلوم ملت په وړاندې د ظلم او جنایتونو لپاره یوه بهانه ولري، خو دا دسیسې د دوی ددې ناوړو هیلو پر ضد نتیجه ورکړه؛ ډېر ژر د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو داعش خوارجو ته ماتې ورکړه او دا خاوره د شر او فساد څخه خوندي وساتل شوه.
په دې ډول کفري نړۍ؛ چې په سر کې یې طاغوتي امریکا وه، خپله تر ټولو لویه بهانه د افغانستان په خاوره کې د پاتې کېدو لپاره له لاسه ورکړه او د ګڼو انساني او مالي زیانونو وروسته یې په ذلیله توګه شاتګ وکړ او تيښتې ته اړه شوه.