د القاعدې مشر شيخ ايمن الظواهري:
داعش خوارج نه د القاعده برخه ده او نه يې له القاعده سره څه تړاو شته؛ د دې ډلې په جوړښت کې له القاعده سره هيڅ مشوره نه ده شوې، بلکې القاعده د دې ډلې له جوړولو څخه دوی منعه کړې هم وو.
له ايمن الظواري صاحب څخه پوښتنه وشوه؛ ستاسې له داعش سره څه اختلاف دی؟
ده يې په ځواب کې وويل؛ مونږ له دوی سره منهجي اختلاف لرو، زمونږ منهج او تګلاره دا ده چې غاصب او یرغلګر دښمن له منځه يوړل شي، خپلمنځي اختلافات ختم شي، په وينه تويولو کې له زیات احتياط څخه کار واخېستل شي، په عامه ځايونه، جوماتونو او د مجاهدينو په مرکزونو له حملو کولو څخه بايد ډډه وشي.
ابو محمد المقدسي:
عاصم طاهري البرقاوي چې په ابو محمد المقدسي سره پېژندل کېږي، د عربي نړۍ نامتو عالم دی؛ د ابو مصعب الزرقاوي استاد دی، مجاهدين ورته د روحاني شخصيت په سترګه ګوري، دی د بغدادي د خیالي خلافت او داعش خارجي ډلې په اړه داسې وايي: “په الله قسم! د داعش غوندې غله او ډاکوان، دروغجن او مکاران مې هيڅ چېرې نه دي ليدلي، دوی اسلامي اخلاق او ایماني لارښوونې بلکل نه پېژني، داسې يوه ډله ده چې يوازې خپل ځان په حقه بولي، دوی د یهودو د دې وينا مصداق دي:
(وَلَا تُؤمِنُوا إِلَّا لِمَنْ تَبعَ دِینَکُمْ) ۷۳ البقره
ژباړه: او تاسو ايمان مه راوړئ مګر په هغه چا چې ستاسې د دين پيروي يې کوله.
دوی له خوارجو هم بدتر دي؛ ځکه چې خوارج د کبيره ګناه کوونکي ته د کافر په سترګه ګوري او داعش بيا په نېکيو باندې هم خلک له اسلام څخه باسي، د دوی په نزد د تکفير اصول يوازې او يوازې د دوی ضدي طبعيت او نفساني غوښتنه ده، دوی له روافضو څخه زيات دروغجن دي او له یهوديانو څخه زیات بهتان تړونکي دي.
ابو قتاده الفلسطيني عمر محمد عثمان:
عمر محمد عثمان چې په ابو قتاده سره شهرت لري په برطانيه کې له اوږد زندان تېرولو وروسته په ۲۰۱۳ م کې ازاد شو، پر ده باندې د کفري نړۍ له لوري د دهشتګرۍ بېلابېل تورونه لګيدلي و، خو بيا د اردن حکومت په ۲۰۱۴م مېلادي کال کې، له هغو ټولو تورونو څخه پاک او بري کړ او له زندان څخه ازاد شو، ابو قتاده په اروپا کې د شيخ اسامه د سفیر په توګه پېژندل کېده.
ابو قتاده د داعش په اړه وايي: په الله قسم! د بغدادي په فتنه کې يوازې ناپوه او رزیل خلک اخته کېږي، مونږ د دوی اخلاق ډېر ځلې و ازمایل، خو په دوی کې هيڅ څوک هم داسې پيدا نه شو چې ديني علم او ديني اخلاقو خاوند وي، بلکې سخت بد اخلاقه دي، په خپل تقرير او تحرير کې له غلوّ څخه کار اخلي او خپل ځان له نورو غوره او بهتر ګڼي.
ابو قتاده زیاتوي؛ په الله قسم! چې زه د دوی په هکله هره ورځ استخاره کوم خو زما بصيرت او يقين نور هم په دې زیاتېږي چې دا خلک د اور سپي دي، په يو ځای کې وايي، دا فسادي ډله داعش چې هر ښار ته ننوځي نو هغه ويجاړوي.
له دې معلومه شوه چې داعش خوارج نه د اسلامي امت لپاره څه کړي، نه د اسلام لپاره، نه د مسلمانانو لپاره، نه هم د اسلامي خلافت لپاره، بلکې موخې يې يوازې د اسلام بدنامي، امت ټوټه ټوټه کول او په بېلابېلو نومونو يې وېشل او تقسيم دی، چې دا کار د کافرانو له مهمو موخو څخه ده.