ډېری وخت باطلې او جاهلانه دعوې په خپل شور او زور سره ظهور وکړي، خپلو طاغوتي او اسلام ضد افکارو ته د حق نوم ورکوي، فکر کوي چې په أمت کې د ويښ احساس او اسلامي فکر خاوندان د غفلت په خوب ويده پراته دي، تر يوه محدود وخته يې دغه ځوږ او غير عادلانه کړنې نتيجه هم ورکړي، خو بيا د تل لپاره داسې نيست و نابود شي، چې د تاريخ په پاڼو کې يوازې د خائنينو په نوم يادېږي او بس.
دقيقاً همداسې، پرون د داعشي خوارجو ظهور پيل شو، چې ډېر په زور او شور سره يې ډېری سيمې ونيولې او د خپل تش په نوم خلافت تر تسلط لاندې يې راوستلې، د خپلې داعيې سره سم يې هلته په مېشتو خلکو وحشتونه او قتل عام شروع کړ، خو کله چې د أمت ويښو او باځيرکه زلميانو د يادې فتنې په تعاقب کې د دوی پلټنه وکړه، نو ورته معلومه شوه چې ياده ډله د أمت د بربادۍ يوه لويه پیلامه ده.
همداراز، د څو لسيزو راهيسې د نړیوال جهاد ثمره په شعوري/غير شعوري ډول د دښمن په عملنامه کې ثبت کوي، خلک له جهاد او اسلامي نظام څخه متنفره کوي، د عدل او انصاف تر عنوان لاندې هغه کړنې ترسره کوي چې بې عدلان يې هم ناروا او غير مشروع بولي. په همدې تړاو، د داعشي خوارجو پرون او نن ارزوو چې څه ډول يې زوال پيل شو او د زوال لاملونه يې څه وو؟
تاريخ ګواه دی، چې نني خوارج هم د پرونيو خوارجو په تګلاره مزل کوي، روان دي او د هغوی لاره تعقيبوي. ځکه پروني خوارج چې څومره بې ادبه او ګستاخان وو، نني تر هغوی څو چنده بې ادبه او ګستاخان دي، بېلګه يې دا ده چې د أمت په لويو لويو علماوو کې هېڅ داسې عالم نشته چې دوی د طاغوتي/ناکاره عالم په نوم نه وي ياد کړی، په داسې حال کې چې رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم د حقاني او رباني علماوو او بيا په خاصه توګه د هغو علماوو چې د کفر او الحاد په وړاندې یې جهاد او مبارزه کړې وي؛ ډېره ستاينه کړې ده او د أمت ستر وياړونه یې بللي دي؛ نو همدغه بې ادبي او ګستاخي لامل شوه چې نني خوارج هم د پرونيو په څېر د زوال په درشل کې خپل وروستي قدمونه ږدي او د خپل انجام په لور مزل لنډوي.
د معاصرو خوارجو، د زوال بل لامل دا دی چې يوازې خپله ډله يې د ټول أمت نمايندګان/خليفه ګان وبلل، خو دا ډېره عجيبه ده چې په دعوا کې خپل ځانونه د ټول أمت نمايندګان بولي، مګر په حقيقت کې د أمت وينو ته تږي ناست دي، تل هڅه کوي چې په ټولو اسلامي خاورو کې او بيا په خاصه توګه په هغه ځای کې يو بغاوت او سرخوږی جوړ کړي، چیرې چې عملاً د اسلام ډېری احکام تطبيق او ځيني نور يې د تطبيق په حال کې وي، همدا يې بل لامل دی چې دوی د پروني زور او ځواک د برقرار ساتلو پرځای د زوال په لور په مزل دي او قريبه ده چې وروستي خوارج هم د خپل ناروا عمل په سزا ورسېږي.
د اوسنيو خوارجو، د زوال بل لامل دا دی چې دوی شرعي حدود، حکمونه او شرعي اصطلاحات سخت بدنام کړل چې په نتيجه کې يې خلک له همدې شرعي حدودو، احکامو او اصطلاحاتو کرکه کوي، دا تاريخي جنايت هم داعشيانو په خپل نوم کړ، چې شرعي اصطلاحات تحريفوي او د خپلو شخصي اهدافو په ګټه يې استفاده کوي، دوی له خپل مزعوم نظام پرته نور ټول نظامونه طاغوتي/کفري ګڼي؛ که څه هم د دوی خلاف نظامونو کې يو نظام دومره سپېڅلی او مبارک وي چې هره وړه او غټه کړنه يې له شرعي نصوصو څخه سرچينه اخلي؛ لکه د افغانستان په جغرافيايي حدودو واکمن او شرعي نظام.
نو په همدې اساس دوی د خپلو مخالفو نظامونو د کارمندانو په تکفير کې د تذبذب او اختلاف ښکار دي؛ څوک يې ملکيان او نظاميان ټول تکفيروي او څوک يې د دواړو ترمنځ د تکفير په مسئله کې فرق بيانوي، دغه اختلافات د دوی ترمنځ په هره وړه او غټه مسئله کې شتون لري؛ دغه خپل سري اختلافات د دې خبرې لوی دليل دی چې دوی کوم شرعي منهج نه لري بلکې هر يو داعشي ځانته منهج او د شرعي حکمونو او اصطلاحاتو په اړه ځانته تعريفونه لري، دا درېيم لامل دی چې دوی يې د زور او ځواک پرځای د نابودۍ په لاره روان کړي دي او خپلې وروستۍ ساګانې شماري.










































