د کانونو او طبیعي زېرمو لوټ او وېجاړی:
داعش خوارج د اسلام د دښمنانو لخوا رامنځته شوې یو له خورا خطرناکو وسیلو څخه ګڼل کېدی شي؛ هغه ډله چې په ظاهره د دیني شعارونو سره راپورته او د شریعت د پلي کولو ادعا یې کوله، مګر په حقیقت کې د لوېدیځ په لاس کې په یوه له اغېزمنې وسیلې بدله شوه ترڅو د اسلامي امت پر وجود ضربه وارده کړي او د هغوی طبیعي سرچینې لوټ کړي.
د دې منفورې ډلې د کړنې څخه یو اړخ چې خورا مهم او لږ بحث پرې شوی، د اسلامي هېوادونو د کانونو او ځمکې لاندې زېرمو ویجاړول او زیانمنولو و؛ هغه زېرمې که په سمه توګه مدیریت شوې وای، د اسلامي امت د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ بنسټ کېدای شوې.
په عراق او سوریه کې د داعش د راڅرګندېدو له لومړیو ورځو راهیسې، دا څرګنده وه چې دا ډله نه یوازې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره هیڅ پلان نه درلود، بلکې په اصل کې په اسلامي هیوادونو کې د هر ډول ودې او ځان بسیاینې مخنیوي لپاره طرحه او هدایت شوې وه.
ډیری شواهد ښیي چې د تیلو د تأسیساتو چاودنې، د ګازو پراخه قاچاق، د سرو زرو او قیمتي ډبرو غیرقانوني پلور او د کانونو ویجاړول د ډلې د عملیاتي پالیسیو یوه مهمه برخه وه؛ هغه کړنې چې په ورته وخت کې یې دوې خطرناکې پایلې لرلې: د اسلامي هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو لمنځه وړل او د بهرنیو شرکتونو د نفوذ او تسلط لپاره لاره هوارول.
داعش څو څو ځله په پوچو او بېځایه پلمو د تېلو څاګانې وسوځولې او تصفیېخانې یې والوزولې، دې کړنې په ظاهره د یوې پوځي حملې بڼه درلوده، خو په حقیقت کې یې موخه ډېره ژوره وه؛ د اسلامي امت د حیاتي بنسټونو له منځه وړل او د دغو منابعو له مشروع او سالم استعماله مخنیوی.
په بل عبارت، داعش هماغه کار وکړ چې د اشغالګرو پوځونو په مستقیم یرغل کې هم نه شوی کولای: د اسلامي اقتصاد د ځمکې سوځول او مسلمانان د خدای ورکړې له پانګو محرومول.
د ځمکې لاندې زېرمو منظم قاچاق، د داعشي خوارجو یوه بله تګلاره وه. دوی تېل، ګاز او معدني مواد په ارزانه بیه، تور بازار وړاندې کول او ګټه یې د خپل جنګي ماشین او د بېګناه مسلمانانو د قتل عام لپاره کاروله.
دغه لړۍ د دې لامل شوه چې هغه اسلامي هېوادونه چې داعش پکې حضور درلود، نه یوازې دا چې د دې زېرمې څخه بېبرخې شي، بلکې د لویو لویدیځو شرکتونو په ګټه یې په نړۍ کې نرخونه هم بدل کړل.
په حقیقت کې، داعش د یو دلال او اجیر په توګه کار کاوه چې دنده یې د ملت شتمنۍ په ارزانه بیه پلورل او بهر ته د حیاتي پانګې لیږدول وو، بل مهم ټکی دا دی چې داعش هیڅکله د کانونو په سکتور کې د مناسب استخراج یا پانګونې په اړه فکر نه درلود. بلکې، د عمل تګلاره یې د چټک او بېرحمه لوټمارۍ پر بنسټ ولاړه وه.
دوی د سرو زرو او قېمتي ډبرو کانونه په داسې ډول وران کړل چې د اسلامي دولتونو لپاره یې د اوږدمهاله استفادې امکان په عملي ډول له منځه یوړل شي. دا تګلاره عیناً هغه څه و چې لوېدیځو ځواکونو غوښتل؛ یعنې د راتلونکي فرصتونو له منځه وړل او اسلامي هېوادونه د بهرنۍ مرستې ته اړ ایستل.
داعش خوارج د «جهاد» تر شعار لاندې، په اصل کې د اسلامي امت د اقتصاد پر وړاندې جګړه پیل کړه. په داسې حال کې چې ریښتینی اسلام، مسلمانانو ته د ځمکې د آبادولو، د منابعو د صحیح کارونې او د اسراف او تباهۍ د مخنیوي امر کوي، دا ډله د خپلو ویجاړوونکو کړنو له کبله د تباهۍ او فساد اصلي منبع وګرځېده.
دوی د دې پر ځای چې کانونه او منابع د مسلمانانو د سوکالۍ لپاره وکاروي، هغه یې وران کړل څو د اسلام دښمنان وکولای شي له دې ویجاړیو ګټه پورته کړي.
حقیقت دا دی چې داعش باید د لویدیځ لخوا د سپېڅلي اسلام سره د مقابلې لپاره طرحه شوې وسله وګڼل شي. لویدیځوال ډیر ښه پوهېدل چې که اسلامي ملت په سمه توګه له خپلو پراخو ځمکنیو سرچینو څخه کار واخلي، نو دا به نه یوازې له اقتصادي انحصار څخه خلاص شي، بلکې په سیاسي او نظامي ډګرونو کې به هم خپلواک او ځواکمن شي.