اسلامي هېوادونه؛ بهرنيو مرستو ته اړ کول
په تېرو څو لسیزو کې اسلامي هېوادونه تل د جګړې او پرلهپسې کړکېچونو ښکار وو؛ داسې ویجاړونکې جګړې چې نه یوازې یې د دوی امنیت او ثبات له منځه یووړ، بلکې دا زمینهیې هم برابره کړه چې دغه هېوادونه په اقتصادي، نظامي او سیاسي برخو کې د لوېدیځ تابع شي.
په دې ټولو پېښو کې د خوارجو ډله، یعنې داعش رول تر ټولو روڼ او خطرناک و؛ دا ډله چې ظاهراً د اسلامي امت له منځه راپورته شوه، خو عملاً یې د لوېدیځ په لاس کې د یوې وسلې په توګه د اسلامي هېوادونو د ویجاړۍ اور بل کړ، د داعش د راپورته کېدو سره په عراق، سوریا او نورو هېوادونو کې، د دې ډلې بېسارې جنایتونه دومره پراخ شول چې د اسلامي هېوادونو ډېر حیاتي بنسټونه یې له خاورو سره برابر کړل.
په دې موده کې د برېښنا زیرمې، د اوبو رسولو تأسیسات، روغتونونه، ښوونځي، جوماتونه، تاریخي آثار او نور مهم زیربنايي جوړښتونه په مستقیم ډول هدف وګرځېدل او ویجاړ شول.
دغه تنظیم شوې ویجاړۍ اسلامي هېوادونه تر دې بریده راورسول چې نور یې نشوای کولای د خپل ځواک پر مټ ودرېږي او بالاخره اړ شول چې له لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو ادارو څخه د مرستې غوښتنه وکړي؛ هغه مرستې چې تل له شرطونو، فشارونو او بندیزونو سره مل وې.
دا ویجاړۍ نه یواځې فزیکي، بلکې رواني اړخونه یې هم درلودل؛ ملتونه چې پخوا د خپلواکۍ، عدالت او اسلامي حاکمیت غوښتونکي وو، نن د ژوندي پاتې کېدو لپاره، له لوېدیځو هېوادونو د خواړو، روغتیایي او مالي مرستو سره سخت اړمن شول.
د خپلو ښارونو د بیا رغونې لپاره، اسلامي هېوادونه اړ شول چې له نړیوالو بنسټونو لکه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال بانک څخه غټ پورونه واخلي؛ هغه بنسټونه چې اکثره استعماري سیاستونه او سخت شرایط لري.
د لوېدیځو هېوادونو پر مرستو تکیه، د اسلامي نړۍ لپاره خطرناکې پایلې درلودې؛ ځکه که څه هم د دښمن مرستې ظاهراً د بشري خواخوږۍ بڼه لري، خو په حقیقت کې دا مرستې د سیاسي نفوذ، د پردي کلتور د تپلو او د اسلامي دولتونو د تصمیمنیونې د خپلواکۍ د سلبولو وسیله ګرځي.
بې له شکه، دا مرستې نه یوازې د اسلامي ټولنو ستونزې حل نه کړې، بلکې مسلمان ملتونه یې لا نور د اقتصادي تړاو، جوړښتي فقر او دوامداره کړکېچونو په لمن کې راګیر کړل، له همدې امله، په دې لیکنه کې د لوېدیځو قدرتونو سره د اسلامي هېوادونو د وابستګۍ له ځینو منفي پایلو یادونه کوو:
۱- د سیاسي خپلواکۍ له لاسه ورکول:
هغه دولتونه چې د بهرنيو مرستو محتاج وي، اړ دي چې په خپلو داخلي او بهرنيو سیاستونو کې د لوېدیځو قدرتونو ګټې په پام کې ونیسي او یوازې د هغوی د خوښې مطابق ګام پورته کړي.
۲- د ديني او کلتوري ارزښتونو کمزوري کېدل:
کله چې اسلامي هېوادونه پر بهرنيو قدرتونو تکيه کوي، د فکري او فرهنګي نفوذ دروازې پرانیستل کېږي او اسلامي ارزښتونه د تحریف او هېرېدو له خطر سره مخ کېږي.
۳- د فساد او د لاسپوڅو نظامونو پراخېدل:
هغه حکومتونه چې پر پردیو تکیه کوي، د ولس پر اراده نه وي ولاړ، بلکې د بیګانه بادارانو فرمانونه پلي کوي او دا چاره، اداري او ټولنیز فساد ته لاره هواروي.
۴- د خپلواکۍ غوښتې روحیې له منځه تلل:
ځوان نسل نور د خپلواکۍ لپاره هڅه نه کوي، بلکې یو تړلی مصرفوونکی ګرځي او تل د لوېدیځو د فاسدو فرهنګونو د تقليد فکر ورسره وي.
په پایله کې ویلی شو، چې د خوارجو ډله، یعنې داعش، د اسلام استازولي نه کوي، بلکې د اسلامي نړۍ د کمزوري کولو لپاره یوه جوړه شوې پروژه ده؛ داسې باطله جبهه چې د اسلامي هېوادونو د ویجاړۍ، د داخلي جګړو د اور بلولو او د لوېدیځو د مداخلې د لا پراختیا زمینه برابره کړه.