داعش تل د حق او حقیقت له لارې انحراف کړی

عبدالله مسلم

داعش هغه ډله؛ چې له حق او د خدای جل جلاله له صراط مستقیم څخه یې انحراف کړی، افراطیت ته یې لمن وهلې او په هر ځای کې چې لږ هم واک ته رسېدلي؛ د مسلمانانو د مالونو، شتمنیو په غصبولو یې لاس پورې کړی، د دې تر څنګ د مسلمانو عزت او عفت یې هم تر پښو لاندې کری.

داعش خپل لوری له کفارو، یهودانو او نصاراوو څخه بې ګناهو مسلمانانو، مجاهدینو ته اړولی دی او د بې ګناه او معصومو انسانانو په وینو تویولو کې د جنت لارې لټوي. چې ای حال است و محال است و جنون.

څنګه اسلام، خلافت او جنت غواړې چې د هغې اهل وژني؟!

ټول مسلمانان باید له دغې فتنې او شریرې ډلې څخه خپل مخالفت اعلان کړي او پرې نږدي چې با احساسه او کم علمه ځوانان د داعش په دروغجنو او بې ځایه شعارونو دوکه شي.

داعش په دروغجنه توګه د خلافت کاذبې ادعاوې کوي او لکه څنګه چې د نوم څخه يې څرګندیږي، دا یوازې (د عراق او شام اسلامي دولت) پورې اړه لري، مګر دا د نړیوال خلافت په درواغو ادعاوې کوي. له دوی څخه په خپل افراطیت کې خپل د نوم تصحيح هم له ياده وتلې.(قبحهم الله و اهلکهم کهلاک عاد و ثمود).

د داعش غړو ته! تاسو ته چې تش په نوم او لادرکه مشرانو ستاسو لپاره د سراب په څیر لاره جوړه کړې، پریږدئ او د یو رښتیني مسلمان په توګه ژوند ته ادامه ورکړئ او له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم بقا نلري. د تاریخ په اوږدو کې کافرې ډلې تر یوې محدودې نېټې بقاء او واکمني کړې ده، خو د داعش په څېر ظالمې او وینې تویونکې ډلې هیڅکله بقاء او واکمني نه ده کړې او په ډېره لنډه موده کې له منځه تللي دي. دا د داعش د غړو لپاره تر ټولو آسانه لار ده، که نه نو د دې ډلې رهبري کونکي د خپل باطلیت او حقانیت کې مباهله کړې او هر ځل چې دوی په دغه کې مباهله کړې، الله تعالی دوی په خپله په ځمکه غورځولي دي، چې دا د دوی د لارې د باطلېدو څرګندونه کوي.

اسلام د افراط او تفریط تر منځ منځنی او د اعتدال دین دی، خپلو پیروانو ته امر کوي چې( أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ) تل صادق او عادل، رښتیني، امانتدار او له خپلوانو سره مهربانه اوسئ، له فحشا او زشتکاري څخه ډډه وکړئ او دروغ، فساد او خیانت پریږدئ.

داعش له دې اصل او قاعدې سره، (اشد علی الکفار رحماء بينهم) له اصولو څخه سرغړونه کړې او حتی له یهودانو، نصاراو او امریکایانو سره یې جګړه هم نه ده کړې، او دا باید ووایو: چې د یوه حربي کافر پوزه یې هم نه ده وینې کړې. بلکې تل يې موخه بیګناه او بې وسه مسلمانان دي او د دوی په وژلو کې يې يو له بل سره مقابله کړې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version