بېثباته اقتصاد؛ ولې مالي سرچینو داعش ډله ونه شوه ژغورلی؟
داعش افراطي ډلې د خپل ځواک په اوج کې، د «یو باثباته خلافت» د جوړولو په ادعا، د لوټ او ترهګرۍ پر بنسټ یو پېچلی اقتصادي نظام رامنځته کړ، خو دغه ماتېدونکی او بېثباته اقتصاد، له خپل ټول خونړیتوب سره سره، ونه توانېد چې د دې ډلې د ړنګېدو مخه ونیسي، په دې لیکنه کې د داعش د اقتصاد دوه مهم بنسټونه څېړل شوي دي: «د نفتو عواید او لوټ تالان» او «پر بهرنیو مرستو تکیه» او دا موضوع تحلیلوي چې ولې دغو سرچینو ونه شو کولی د داعش ډلې بقا تضمین کړي.
د نفتو عواید او لوټ تالان:
د داعش ډلې د نفتو عواید او لوټ تالان په حقیقت کې یوه ډېره ګټوره سرچینه وه، خو بنسټ یې ورُست او لړزېدونکی و چې له مخالفینو سره په لږه نښته کې دا بېثباته اقتصادي چینه ونړېده او نور یې د داعش غړو او مشرانو ته هېڅ ګټه نه درلوده، که څه هم داعش له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ کلونو پورې د عراق او سوریې د نفتو د څاګانو په کنټرولولو سره د تاریخ تر ټولو شتمنه افراطي ډله شوه، خو دا شتمني او برم ډېر ژر داعش ډله په ځمکه وویشتله، د نفتو له پلور، د بانکونو له لوټلو او باج اخیستنې څخه د دې ډلې ستر عواید په ظاهره د جګړې د دوام لپاره یو نه ختمېدونکی محرک ښکارېده. خو دا جنګي اقتصاد پر داسې ورستو بنسټونو ولاړ و چې بالاخره یې دغه ډله د ړنګېدو کندې ته ور ټېل وهله.
که څه هم د داعش د نفتو عواید د پام وړ وو، خو د قاچاق او په تورو بازارونو کې د پلور پر بنسټ ولاړ وو. دې افراطي ډلې هره ورځ په عراق او سوریې کې د خپل تر کنټرول لاندې سیمو څخه له ۳۰ تر ۴۰ زره بوشکې نفت را ایستل او په ډېره ټیټه بیه، یعنی د هرې بوشکې پر وړاندې له ۱۵ تر ۴۰ ډالرو پورې یې پر سیمهییزو دلالانو پلورل. اصلي پېرودونکي یې د کرد، ترک او حتی اسراییلي قاچاقبرانو یوه شبکه وه چې نفت یې د ترکیې له پولو څخه نړیوالو بازارونو ته رسول.
د دې ناقانونه سوداګرۍ زمینه د پولو ساتونکو ته د رشوت ورکولو او د ځینو فاسدو سیمهییزو چارواکو په همکارۍ برابره شوې وه، خو دا عواید هېڅکله باثباته نه وو، د نړیوال ائتلاف هوايي بریدونو په تدریجي ډول د داعش موقتي تصفیه خانې ویجاړې کړې او د نفتو د رسولو لړۍ یې ګډوډه کړه، له بلې خوا په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کلونو کې د نفتو د نړیوالې بیې کمښت د دې سوداګرۍ ګټه ډېرې ټیټې کچې ته را رسولې وه، داعش ډله چې خپل نفت یې په ډېره ارزانه بیه پلورل، د بیو له را ټیټېدو سره، له دې لږو عوایدو څخه هم بې برخې شوله.
لوټ تالان هم د عوایدو یوه بله سرچینه وه چې د پیاوړتیا پر ځای یې داعش کمزوری کړ، دې افراطي ډلې د موصل په څېر ښارونو د نیولو سره له بانکونو څخه میلیونونه ډالر غلا کړل او پر سوداګرو او بزګرانو د درنو مالیاتو په لګولو سره یې خپله خزانه ډکه کړه، خو دا لارې چارې یوازې په لنډ مهال کې اغېزمنې وې، د لوټ شویو زېرمو په کمېدو او د خلکو د مقاومت په زیاتېدو سره، د لوټ تالان له امله د عوایدو چینه په چټکۍ وچه شوه، پر دې سربېره، داعش د خلکو د مالونو په مصادره کولو سره، د هر ډول سیمهییز مشروعیت بنسټونه له منځه یوړل او د خپلې واکمنۍ لاندې ټولنو په سترګو کې یې ځان په یو داسې وینهڅښونکي دېو بدل کړ چې یوازې د تالان په لټه کې دی.
د داعش ډلې په دې کړنو سره، نړۍ دې پوهې ته ورسېده چې داعش په حقیقت کې د اسلام د بدنامولو لپاره یوه پلمه ده او داعشیان داسې مزدوران دي چې د خلافت خیالونه په سر کې لري او د خلکو د مالونو له لوټ، تېري، وژنې او تالان پرته بل هېڅ کار نه لري، په دې کړنو سره، که داعش احیانا د خلکو او ټولنې په منځ کې لږ مشروعیت هم درلوده (چې هغه یې هم نه درلود) هغه یې هم په بشپړه توګه له منځه یوړ او له دې وروسته هغه یوازینی انځور چې نړۍ یې له داعش څخه په ذهن او روان کې لري، صرف تېری، لوټ، وینهڅښل او یو لوی دېو دی چې په پای کې یې خپل ځان وخوړ.
پر بهرنیو مرستو تکیه:
پر بهرنیو مرستو تکیه هم د داعش په اقتصادي سقوط کې دوه ګونی رول ولوباوه. د جوړېدو په لومړیو وختونو کې دا ډله د ځینو سیمهییزو هېوادونو لکه قطر او کویټ له مالي ملاتړ څخه برخمنه وه، خو د سخت دریځیو او تاوتریخوالیو په زیاتېدو، وحشیانه کړنو او د نړیوال پام په را جلبولو سره دا مرستې کمې شوې، په هغو وحشیانه کړنو او بېحده تاوتریخوالي سره چې داعشي ځناورو او د هغوی دېو ډوله ملاتړو له ځانه وښودل، حتی پخوانیو ملاتړو یې هم د نړیوالو پایلو له وېرې، له خپل ملاتړ څخه ډډه وکړه، هغه داعش چې یوه ورځ یې پر بهرنیو مرستو تکیه کوله او په ډاډه زړه یې وژنې او لوټ کاوه او بې ګناه خلک یې له وژل، ناڅاپه یې ځان په مالي انزوا کې وموند.
د دې کمښت د جبرانولو لپاره د کورنیو عوایدو له لارې هڅې هم بې ګټې وې، ځکه د دې ډلې تر کنټرول لاندې اقتصاد هېڅکله د رښتینې شتمنۍ د تولید وړتیا نه درلوده. دې اقتصادي ماتې، د داعش سخت دريځه ډله په هغه برخلیک اخته کړه چې یوه ورځ به یې د نورو لپاره ټاکه. بیا دا ډله د نړیوال قهر په زهرجنو منګولو کې سقوط او ماتې ته کش شوه.
په پای کې، د خوارجو/داعش ډلې اقتصاد چې د لوټ او قاچاق پر بنسټ ولاړ و، ونړېد؛ دا څرګنده ده چې دا اقتصادي ماتېدونکی ډول، د بهرنیو فشارونو او د کورني مشروعیت د نشتوالي په وړاندې، په چټکۍ سره ړنګېږي، باید ومنو چې د خوارجو ډلې اقتصاد د پیدایښت له لومړیو ورځو څخه په نابودۍ محکوم و؛ ځکه د داعش اقتصاد داسې ودانۍ ته ورته و چې پر روانو شګو جوړه شوې وي. که څه هم په لنډ مهال کې ځلانده ښکارېده، خو د پوځي سختو بادونو په لومړۍ څپې سره ونړېد او هېڅ او نیست شو.