داعش؛ یو بې‌خلیفه خلافت! لومړۍ برخه

سروش نیک‌سیر

د خلافت خیال؛ داعش نړۍ څنګه وغولوله؟

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې نړۍ د یوه داسې وحشتناک او نااشنا پدیدې شاهده شوه چې ډېر ژر یې سیمه‌ییز او نړیوال ذهنیتونه ولړزول، یوه ډله چې ځان یې د عراق او شام اسلامي دولت یا داعش نومېده، د حیرانونکې چټکۍ سره یې د عراق او سوریې ډېرې برخې ونیولې او له هېڅ شرم پرته یې خپل نوم ته اسلامي خلافت ورکړ.

خو دا خلافت نه د خلکو پر رایو ولاړ و او نه یې هم کوم مشروع تاریخي بنسټ درلود، دا یو زبرځواک او وېرونکی نظام و، چې د تاوتریخوالي، وژنو، تباهیو او د زور له لارې یې ځان مطرح کړ، دوی به په لاس جوړې شوې د خلکو د اعدام ویډیوګانې خپرولې، تاریخي آثار یې ورانول او د خپل تر واک لاندې سیمو ظاهري ژوند یې د اسلامي نظام په نوم نندارې ته وړاندې کاوه، تر څو د اسلام نقاب واغوندي او خپله کرکجنه څېره پټه کړي، خو دا ټول یوازې یو خیالي انځور وو، یو دروغجن خیال چې ډېر ژر یې اصلي څېره ښکاره شوه.

داعش، چې سرلاري یې تل د خلافت خیالي خوبونه لیدل، د تبلیغاتو او ظالمانه کړنو له لارې درې سترې دعوې مطرح کړې:

۱:- د اسلامي خلافت را ژوندي کول:

ابوبکر البغدادي، چې د دې ډلې مهم مشر و، له بې‌ساري گستاخۍ سره یې ځان د مسلمانانو خلیفه وباله او ویې ویل چې یوازینی مشروع اسلامي حکومت همدا داعش دی، دا ادعا یې د دین له هغو افراطي او تحریف‌ شویو تفسیرونو څخه توجیه کوله، حال دا چې د امت ستر دیني عالمانو دا یو تش درواغجن خیال باله.

۲: شریعت ته منسوبه واکمني:

داعش د مخالفینو اعدام، سنګسار او مېرمنو غلامول په خپل نظام کې عملي کړل او دا یې د اسلامي شریعت برخه بلله، حال دا چې دا وحشیانه قوانین نه د اسلام له اصیلو سرچینو اخېستل شوي وو، نه هم د شریعت له روح سره برابر وو؛ بلکې دا د دین له یوه منحرف او افراطي برداشت څخه راوتلي وو.

۳:- نه‌ماتیېدونکی قدرت:

کله چې داعش د موصل او رقه په څېر ښارونه ونیول، داسې یې انګاروله چې ګواکې دوی یوه نه‌ماتېدونکې او پرلپسې بریالۍ قوه ده، د دوی اړوند رسنیو به د دوی بریاوې تبلیغاتي کولې او ماتې به یې پټې ساتلې.

د خلافت ظاهري جوړښت:

داعشي جنایتکارو د مشروعیت ښکارولو لپاره یو ظاهري «دولت‌نما» جوړښت رامنځته کړ:

ا: د خلافت شورا: له نظامي او شرعي مشرانو جوړه شورا وه چې مهمې پرېکړې به یې نیولي.

ب: ولایات: د نیول شوو سیمو وېش به یې د «والیانو » تر واک لاندې وو، لکه د حلب او نینوا ولایتونه.

ج: حکومتي ادارې: دوی ظاهراً داسې ادارې جوړې کړې لکه د جنګ وزارت، اطلاعات او کلتور او د ښار خدمتونه (اوبه، برېښنا)؛ خو دا خدمتونه یوازې د نندارې لپاره وو، نه د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره.

خو باید ووایو چې دا ټول یو لنډمهاله او پر نمايش ولاړ تش جوړښت وو، نه یې مشروعیت درلود، نه اقتصادي ثبات او نه هم د خپلو کسانو وفاداري، د وخت ډېره برخه‌ یې دننه مخالفینو په ځپلو تېره وه، نه د خلکو په خدمت.

یوه پوښتنه چې ډېر خلک پرې فکر کوي، دا ده چې ولې دا نظام له دننه وټکېده؟

د داعش سقوط یوازې د بهرنیو حملو پایله نه وه، بلکې د دې ډلې له دې ننه تضادونو له عوامل هم و:

۱: پر تاوتریخوالي تکیه:

داعش د ترور او وېری پر بنسټ حکومت کاوه، خو دا طریقه یواځې لنډمهاله مؤثره وه، کله چې داخلي مقاومت زیات شو، حتی پخواني ملاتړي یې له ډلې واټن واخیست.

۲: د وړ مشرتابه نشتوالی:

د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو وروسته په (۲۰۱۹)، د هغه ځایناستي مشران ونه توانېدل چې اتحاد وساتي، د سیمه‌ییزو او مرکزي قوماندانانو تر منځ شخړې جوړښت کمزوری کړ او خلافت بې‌خلیفه پاتې شو. پلویان یې لا هم په خیال کې ول.

۳: جګړې ځپلی اقتصاد:

اقتصاد د حکومتدارۍ یو مهم اساس دی، خو داعش چې ځان اسلامي دولت معرفي کاوه، هېڅ باثباته اقتصاد یې نه درلود، عایدات یې له غلا، د تېلو خرڅلاو، او زورواکي ترلاسه کېدل، دا سرچینې چې د مخالفینو د پرمختګ له امله وچې شوې، له منځه لاړې. بې له پیسو، حتی وفادار جنګیالي هم بې‌انګېزه شول او مشرانو یې له خفت او یوازیتوب سره مخ شول.

۴: د قلمرو له لاسه ورکول:

داعش د موصل (۲۰۱۷) او رقه (۲۰۱۹) له ماتې سره نه یوازې خپل جغرافیایي مرکزونه له لاسه ورکړل، بلکې د «ابدي خلافت» خیال یې هم له منځه لاړ.

په پای کې، تاریخ او تجربه دا شاهدي ورکوي چې داعش یو دولت نه و، بلکې یوه منفوره ډله او یو ویرونکی ترهګریز ماشین و، چې خپل ژوند یې د ترهې، وېري او تاوتریخوالي پر مټ ساتلی و او کله چې دا وسایل نور اغېزناک پاتې نه شول، د خلافت هغه خیال هم له منځه ولاړ.

Exit mobile version