په اوسنۍ نړۍ کې، د هېوادونو ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی د نړیوالو قوانینو بنسټیز اصول ګڼل کیږي. خو بیا هم، ځینې دولتونه د دیني ارزښتونو پر بنسټ ولاړو نظامونو له ښه نیت او سوله غوښتنې څخه ناوړه ګټه اخلي او د هغو ملتونو زغم ازمایي چې عزت او کرامت د خپل وجود جوهر بولي. پر کابل او سرحدي سیمو د پاکستان هوايي تجاوز، یوازې د ګاونډیتوب او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه نه ده، بلکې دا هغه تریخ واقعیت ته هم اشاره کوي چې دښمنان د صبر او سولې په ژبه نه پوهیږي.
دوی باید پوه شي چې یو ملت چې ځان د اسلام په رڼا کې تعریفوي، د عقل، شرع او قانون پر حکم، دفاع مشروع یوازې یو انتخاب نه، بلکې یو الهي او ملي مکلفیت ګڼي.
مشروعه دفاع، د نړۍ په ټولو حقوقي نظامونو کې منل شوی اصل دی. د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، هر هېواد د هر ډول وسله وال برید په وړاندې دا حق لري چې له خپل ځان، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو اتباعو څخه دفاع وکړي. دا حق، ذاتي او نه انکار کیدونکی دی. له دې امله، هغه هېواد چې د تجاوز قرباني کیږي، اجازه لري چې د خطر د دفع کولو او مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي.
د دې نړیوالو سندونو تر څنګ، د اسلام لارښوونو هم د نفس، مال، ناموس او اسلامي خاورې دفاع یوازې جایزه نه، بلکې واجبه بللې ده. قرآن کریم د بقره سورت په ۱۹۰ آیت کې فرمایي: وَقَاتِلُوا فِی سَبِیلِ اللَّهِ الَّذِینَ یُقَاتِلُونَکُمْ وَلاَ تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لاَ یُحِبُّ الْمُعْتَدِینَ؛ یعنې د الله په لاره کې له هغو کسانو سره وجنګیږئ چې له تاسو سره جنګیږي او تجاوز مه کوئ، ځکه الله له تجاوز کوونکو سره مینه نه لري. دا شریف آیت، د تجاوزګر په وړاندې د دفاع مشروعیت څرګندوي.
د افغانستان اسلامي امارت، اسلامي تعلیماتو باندې په تکیه سره، تل د خبرو اترو، تفاهم او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو پر اصل پابند پاتې شوی دی. دا چلند، د ضعف نښه نه، بلکې د یو اسلامي حکومت په بهرنۍ پالیسۍ کې د حلم، زغم او دوراندیشۍ ښکارندویي کوي. خو ځینې دښمنان دا زغم بې پروايي بولي او په خپلو تجاوزونو سره د افغانستان د ملت صبر ازمایي.
د دې خاورې ویاړلی تاریخ ګواهي ورکوي چې افغانستان هیڅکله د زورزیاتي په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی. لکه څنګه چې په تیرو کې د نړۍ لوی ځواکونه په دې خاوره کې مات شول، نن هم هر تجاوزګر به د الهي دین مېړنيو اتلانو له سیلاب سره مخ شي چې د وطن دفاع عبادت بولي.
پر افغانستان د پاکستان د هوايي حریم په ښکاره تجاوز او د کابل د پایتخت په ګډون د سیمو بمبارۍ ته په پام سره، افغانستان د نړیوالو قوانینو او اسلامي موازینو له مخې، د دفاع مشروع حق لري. د نفس، عزت، ناموس، مال او ځمکې پر وړاندې د هر ډول تجاوز په مقابل کې دفاع، یوازې جرم نه، بلکې جایز او مشروع ده. دا قاعده هم په نړیوالو قوانینو او هم په اسلامي فقه کې په ورته شرایطو سره په رسمیت پیژندل شوې ده.
افغان مجاهد ملت ثابته کړې ده چې په سختو شرایطو کې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره خپل فولادي اراده نه ده له لاسه ورکړې. نن هم هماغه زړور اتلان چې خوب یې له سترګو تښتیدلی، تیار دي چې هر تجاوز ته په یوه سخت او ځپونکي ځواب ورکړي. دښمن باید پوه شي چې دا خاوره، نور د بې ځوابه تجاوزونو ډګر نه دی.
د افغانستان اسلامي حکومت، پر ولسي ملاتړ او د قادر مطلق خدای پر اتکا، د هېواد د حریم څخه د دفاع او خپل مشروع حق څخه د کار اخیستلو لپاره به له هیڅ اقدام څخه دریغ ونه کړي. لکه څنګه چې خدای تعالی په قرآن کریم کې وعده ورکړې ده: وَلَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن یَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِیٌّ عَزِیزٌ؛ یعنې یقیناً خدای به هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه (دین) سره مرسته کوي. په حقیقت کې خدای ځواکمن او نه ماتیدونکی دی، وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ.