له ادعا تر عمله؛ د اوسني عصر د خوارجو شرمناکو کړنو ته یوه کتنه! نهمه برخه

اسامه نهضت

د خوارجو د بدنامې ډلې له ظهور راهیسې، یو له مهمو شعارونو او ادعاوو څخه د الهي شریعت د پلي کېدو شعار و؛ یو شعار چې یوازې د دوی په خبرو کې اورېدل کېده، خو په عملونو کې یې هېڅ نښه نه تر سترګو کېده.

د خوارجو سپک او ناپاک عمل د شریعت اقامه نه وه، بلکې د شریعت سپکاوی او بې‌حرمتي وه. د دې فتنې علم‌بردارانو د الهي احکامو ناسم تفسیر، ځان‌خواه تطبیق او مصلحتي استفادې له لارې د الله تعالی جل‌جلاله حدود د وېرې، زور او وینې تویېدو وسیله ګرځولې وه.

د دې شعار تر پوښښ لاندې، داعشي خوارجو ډېری حرامې وینې د ځان لپاره حلالې ګڼلې او د اسلامي شریعت له ناسم برداشتونو سره سم یې په نیول شویو سیمو کې بې‌رحمانه وژنې ترسره کړې. ګڼ شمېر بې‌ګناه مسلمانان یې د بې‌اساسه پلمو له مخې د تیغ لاندې تېر کړل.

د اسلامي شریعت د پلي کېدو تر شعار لاندې، داعش خوارجو ته ګڼې مادي او تبلیغاتي ګټې ورسېدې. په همدې لړ کې، موږ به د دې مقالې په دې برخه کې د دوی د درواغجنو ادعاوو او شرمناکو کړنو یو څو مهم اړخونه وڅېړو:

۱:- د امت د ځوانانو د ګمراهۍ لور ته جذبول:
داعشي خوارجو د شریعت د پلي کېدو تر شعار لاندې، د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول د لوېدیځو سیمو له ځوانانو څخه ګڼ شمېر ځان ته راجذب کړل. دا هغه ځوانان وو چې د امت د روښانه راتلونکي هیلې ورسره تړلې وې، خو د دې فتنې د تېرایستنې ښکار شول.

۲:- د اسلامي شریعت بدنامول:
دغه منحرفه ډله د شریعت له نوم او احکامو څخه ابزاري ګټه اخیسته، د اسلام سپېڅلي احکام یې تحریف کړل او هڅه یې کول چې د نړۍ په سترګو کې د اسلام ناسم انځور وړاندې کړي. د دوی کړنې د الهي دین د رحمت او عدالت پر ځای د تاوتریخوالي او وحشت انځور وړاندې کاوه.

۳:- ظلم او جنايت د شریعت د تطبیق تر نامه لاندې:
داعشي خوارجو د خپلو مشرانو او غړو ټولو جنایتونو ته د دیني رنګ جامه ور اغوسته او دا یې د شریعت پلي کول باله. حال دا چې د دوی کړنې له الهي شریعت سره د ځمکې او آسمان اندازه توپیر درلود.

په حقیقت کې، هغه څه چې داعش د شریعت په نوم ترسره کړل، د دیني قوانینو ښکاره تحریف او د الهی عدالت سپکاوی و. داعشي خوارجو د شریعت د پلي کېدو تر شعار لاندې، اسلامي قانون ته تر ټولو دروند زیان ورساوه؛ دوی نه یوازې د اسلام دښمنان لا پیاوړي کړل، بلکې د امت ترمنځ یې ویره، بې‌باوري او وېش هم رامنځته کړ.

په پای کې ویلی شو چې د الهي قانون د پلي کېدو په درواغجنه ادعا سره، داعش خوارجو نه یوازې د اسلامي شریعت د تحقق لپاره هېڅ ګام پورته نه کړ، بلکې د خپلو ناپوهه تعبیرونو او غلطو چلندونو له لارې یې د دین عدالت ته زیان ورساوه، دوی د مقدساتو په ناوړه استفادې سره د امت ساده ځوانان وغولول او د اسلام دښمنانو ته یې د اسلام وېرې په پروژه کې مرسته ورسوله.

Exit mobile version